ټولنیزه برخه

غم مکوئ – حامد افغان

امام ابن القیم وایې په قرانکریم کې د غم او حزن لفظ داسي راغلی وي چې منعه ورنه شوې وي لکه: ولاتهنوا ولا تحزنوا، یعني تاسو سستي مکوئ او تاسو غم مکوئ، او یا خو د حزن او غم لفظ داسي راغلی وي چې منفي کړل شوی وي لکه: فلاخوف علیهم ولاهم یحزنون، یعني په دوی به ویره نه وي او نه به غمژن کیږي.

په قرانکریم کې د غم او حزن د منعي او نفي کولو راز داده چې په غم کې د زړه ګټه نشته بلکي غم د زړه له پاره تاواني ده، او بل دا چې شیطان د مومن په غم او حزن ډیر زيات خوشاله کیږي، ځکه د غم په حالت کې د مومن عبادت او ښه کارونه متضرره کیږي. او ځکه خو رسول الله صلي الله علیه وسلم له غم نه پنا غوښتې ده: اللهم اني اعوذ بک من الهم والحزن. ای الله زه له اندیښنې او غم نه پنا غواړم.

پوهان وایې غم زړه کمزوری کوي او عزم او اراده سستوي او لکه ومو ویل شیطان د مومن په غم او اندیښنو ډیر زیات خوشاله کیږي نو مومن ته په کار ده چې ځان خوشاله ولري متقابل او په هرشي کې نیک شګومه واوسي په الله جل جلاله ښه ګومان ولري او پر ځان باوري او ډاډه واوسي. غمونه او اندیښنې د انسان ذهن بوخت لري او له ډیرو چارو یې غورځوي بناءً ځانونه الله ته وسپارئ او غم مکوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x