افغانستان

کاپیسا کې د واده پر مراسمو توغندويي برید ۹ تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د هاوان مرمۍ لګېدو پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

دا پېښه وړمه ورځ د تګاب ولسوالۍ په مشواڼۍ کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې هلته د واده مراسمو باندې له ناڅرګند لوري د هاوان مرمۍ وتوغول شوې.

د سیمې خلک وايي، د هاوان مرمۍ د مشواڼي کلي ته څېرمه د دولتي عسکرو له پوستې څخه توغول شوې، چې په ترڅ کې یې د ۲ ښځو او ۲ ماشومانو په ګډون ۹ تنه ملکیان ټپیان شوي او د خوښۍ دغه مراسم یې په غم لړلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه برید د دولتي عسکرو کار بللی او غندلی یې دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې دولتي عسکر په تګاب ولسوالۍ کې د واده مراسم په نښه کوي، بلکې دوه کاله وړاندې هم دولتي عسکرو د امریکايي پوځیانو په ملتیا ددې ولسوالۍ په بدراب سیمه کې د واده پر مراسمو عملیاتو کې ۹ تنه ملکیان وژلي او ۳ نور ټپیان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x