افغانستان

حکمتیار: هېواد کې هیڅ «منتخب ولسمشر» شتون نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولي، ۱۳۹۹ل) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، تر هغو چې حکومت له دغه ګوند سره د سولې امضا شوې «توافقنامه» عملي کړې نه وي، نوموړی به د ډاکټر غني په مشرۍ د حکومت هیڅ یو پروګرام کې برخه وانخلي.

په هغه اعلامیه کې چې د حزب اسلامي لخوا خپره شوې، د سولې پروسه او د مصالحې عالي شورا کې د ګډون لپاره د شرطونو په توګه لاندې وړاندیزونه شوی:

 که چیرې د دولت لخوا د اپوزیسیون په توګه وپيژندل شي او د مصالحې عالي شورا هم د ډاکټر غني د ډلې په ګډون له دریو انتخاباتي ټیمونو څخه تشکیل شي او بیا دغې شورا ته د جنګ او سولې په څېر مهمو مسایلو کې د وروستۍ تصمیم نیوونکې مرجع واکونه ورکړل شي، نو دوی آماده دي چې په دغه پروسه کې ګډون وکړي.

په اعلامیه کې د حکومت لخوا د پیسو نړیوال بانک څخه د پور اخیستلو مخالفت شوی، ځکه په خبره یې دا مهال په هېواد کې منتخب ولسمشر شتون نه لري.

که څه هم حزب اسلامي د بین الافغاني مذاکراتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی؛ خو د پردیو له منځګړیتوب او رهبرۍ څخه پرته یې دغه پروسه بریالۍ بللې ده.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په داسې مهال د ډاکټر غني په مشرۍ د کابل حکومت مشروعیت ننګوي او ددې حکومت لخوا د پیسو نړیوال بانک څخه د پور اخیستلو مخالفت کوي، چې په کور دننه یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو او فعالانو هم د پیسو نړیوال بانک(آی ایم ایف) څخه د پور اخیستلو سره شدید مخالفتونه ښودلي او دا کار یې له افغان ولس سره د «ملي خیانت» په معنی بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x