نظــر

کمونستانو د پلارجان له لوی نعمته محروم کړم!

ډاکټر هاتف مختار

یو سهار وختي زه په خواږه خوب ویده وم، بړستن مې په خپل مخ را کش کړې وه چې ورو ورو خبرې مې واوریدلې، د بړستنې لاندې مې غوږ ونیو نا څاپه مې واوریده چی پلار جان مې(لالاګل) زما مورجانې ته وایي چی عسکر را پسې راغلي زه اوس ځم او شاید بیرته ژر رانشم!

مولوي ګل محمد نیازی د ډاکټر هاتف مختار پلار چې په ۱۳۵۷ هجري شمسي کال کې د کمونیستي رژیم لخوا ونیول شو او بيا شهيد کړل شو.

نو مور مې ترې وپوښتل ژر رانشم یعنې څه؟ یعنې شپې ته هم بیرته نه راځې؟

ځواب یې ورکړ شاید څو شپې رانشم او زه باید اوس لاړشم کور مو محاصره دی.

زه د محاصرې په لفظ نه پوهیدم تاسو باور وکړئ چې زه نه پوهیدم چې د محاصرې معنی څه ده؟

مورجانې مې ورته وویل چې دا څه معنی چې څو شپې نه راځم نو ته چیرته ځې؟

ما واوریدل چې پلار جان مې ورته وویل چې شاید زه بیرته کله هم رانشم او زما او ستا بیا دیدار به د قیامت په ورځ وشي.

دې خبرې زه ډیر په تشویش کړم، خوب مې وتښتید، پښې مې ولړزیدې، له خوب او بسترې را اوچت شوم او د پلارجان خواته مې ورغلم، ما د خپل پلار ډیر احترام کاوه حتی د دې جرأت مې نه درلود چې مخامخ ورته وګورم خو بیاهم ورنژدې شوم پلارجان په سر لاس راکش کړ مایې لاس په خپل لاس کی ونیو ښکل مې کړ او ورته مې وویل بابا چیرې ځې؟

ویل یې هيڅ بچیه: بس چیري روان یم څوورځې وروسته بیا بیرته راځم.

ماورته وویل ما هم له ځان سره بوځه! په مخ یې لاس راکش کړ، په تندي یې ښکل کړم او راته ویې ویل بچیه ته د خپل کور خیال ساته او کور کې اوسه د مورجانې دې ډیر خدمت کوه، ګوره چې درنه خفه نشي او پخپلو وروڼو دې هم پام کوه.

ماته عجیبه وه، ما هیڅکله د کور دمسؤلیت په برخه کې سوچ هم نه و کړی، ځکه زه لا ډیر ماشوم وم او په دې خبرو هیڅ نه پوهیدم، پلار مې له مور سره یوڅو نورې خبرې هم وکړې خو اوس مې په یاد نه دي چې څه به یې ورته ویلي وي، ډیر کلونه تیر شوي.

پلار مې کرار کرار د دروازې خواته روان شو، زمونږ د کلا یوه ډیره غټه دروازه وه دایې خلاصه کړه او مونږ یو څو وروڼه هم ورپسې ووتلو.

زه په ماشومتوب کې ډیر ضدي وم، پلار به مې راته ویل کور کې کینه ،خو زه به نه تلم کله مې چې پلار له دروازې د باندې ووت زه هم ورپسې ووتلم، کتل مې چې څو تنه عسکر دي او ورسره ماشیندارې دي او ګوته په ماشه ولاړ دي.

زما پلار ته یې وویل چې مولوی صاحب داسې به لاړشو لږ ښکته کلي پورې، پلار چې مې وخوځید زه هم ورپسې روان شوم چې کتل مې د کلي لاندې د کلي په سرک باندې یوموټر ولاړ دی او ډیر زیات خواره واره عسکر يوې او بلې خوا ته ولاړ دي، ته به وایې چې یو ډیر غټ جنګ لپاره راغلي وي او دا ډارونکی تصویر زما له ذهن نه هیڅکله نه هیریږي، زما پلارجان یې جیپ ته پورته کړ او زه یې ترې لرې ايسار کړم.

په موټر کې یې زما پلار له ځان سره کینولی و، او شاوخواته یې عسکر ناست ول، زما د پلار سپینه پټکۍ په سر وه او د عسکرو مینځ کی ناست و، زه هم راغلم د جیپ په څنګ کې ودریدم او له اوښکو ډکو سترګو سره مې پلار جان ته کتل خو هیڅ مې نشوای کولای چې یوځل مې د پلار نازولې غیږ ته ځان ورسوم او پلارجان مې په مخ ښکل کړي.

پلارجان مې راته وکتل او راته ویې ویل چې بچیه کور ته لاړ شه، دلته مه دریږه جیپ په همدې حالت کی حرکت وکړ او ما هم په جیپ پسې منډې کړې، د جیپ ترشا خړ ګردونه پورته شول، څو ځلې په ځمکه پریوتم او بیابه مې پسې منډې کړې، تر څو د ګردونو په مینځ کی جیپ رانه پناه شو او زه یواځې پاتې شوم.

ډیر مې وژړل او په ژړا ژړا بیرته کور خواته روان شوم خو کله کله به مې بیرته ورکتل، ماويلې که چیرې دا جيپ بیرته راوګرځي او پلار جان مې ترې راښکته شي خو داسې ونه شول او زه له یو لوی نعمت نه محروم کورته راستون شوم نو هماغه زما د پلار جان وروستی دیدار و بیا می ونه لید.

پلار مې مولوي ګل محمد نیازی نومیده چې په ۱۳۵۷ هجري شمسي کال کې د کمونیستي رژیم لخوا ونیول شو، په لومړیو کې لوګر او بیا پلچرخي ته ولیږدول شو هماغه خبره شوه بیا مو هيڅکله د پلار جان دیدن ونکړ، نه مو د هغه آواز واورید او نه بیا هیڅکله پلارجان کورته راغی او مونږ همداسې یواځې پاتې شولو.

ماشومتوب مې بې پلاره تیر کړ اوکله چې لږ وخوځیدم لږ غټ شوم نو په ډیرو زحمتونو او تکلیفونو مهاجر شوم، د ژوند تورې تیارې او تورې شپې مو په پیښور کې تیرولې.

لنډه داچې ژوند د دردونو، داستانونو او د یادونو کیسې دي، د پلار له مینې بې برخې کیدل ډیر درد لري، پلار د زوی لپاره لکه د کوټې چت غوندې وي، کله چې د کوټې چت ولویږي، نو بیا اولاد سړی هوا، باد او باران ته یوازې پاتې کیږي او داچې د وخت توفانونه له تانه څنګه یو انسان جوړوي هغه باندې هیڅوک نه پوهیږي.
د وخت توفانونه او د ژوند تکلیفونه او مجبوریتونه دي چیرته وړي ته پرې نه پوهیږې ځکه تا خپل رهنما خپل خواخوږی اوسرپرست له لاسه ورکړی وي، د غم اوښادۍ لپاره لاس نیوونکی اوملاتړی هم نلرې.

له دې ټولو کړاوونو او دردونو وروسته بیا هم د خپل رب شکرانه اداء کوم چې خالق تعالی داسلام مبارک دین ته هدایت کړی یم، د دنیا په نعمتونو یې نازولی یم او ان شاءالله چې په اخرت کې به مې د خپل پلار د شفاعت مستحق وګرځم، پلار جان ته مې د شهادت مبارکي وایم.رب تعالی دې قربانۍ ورته قبولې کړي او په جنتونو دې ونازوي.

ومې غوښتل دغه دزړه درد له تاسې سره شریک کړم..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تراب

إنا لله و إنا اليه راجعون. ستا درد دت ل افغان اولس غم او درد دي ته دير نيكمرغه انسان يي، دير بد بخته خلگ سته چی د پلار د ستر نعمت دلرلو سره سره بیا هم بد بخت، گمراه فاسق فاجر فاسد او فاحش ژوند لری او د غفلت ده ژوند ویار لری. رحمتونه دی وی ستاسو په پلار جان او د ده مبارک ده دول د سل گونو زرو نورو شهیدو افغانانو او نورو تولو مسلمانانو باندی.

هيښ ويښ

اخ !
دغه د ميليون هاوو افغان ماشومانو د ژوند غمجنه کيسه ده ، د ميليون هاوو د دردمن زړه آواز دئ او د ميليون هاوو يتيمانو د برخليک دا ستان دئ چې د افغانستان د تراژيک تاريخ سينه پرې ډکه ده .
رب العالمين دې د ټولو شهيدانو شهادت قبول او مقبول وګرزوي ، په دې وطن کې د ساديستي قاتلانو او وينې بهوونکو ناولی وجود محو کړي او يوه دايمي او باثباته سوله قائمه کړي ، تر څو زموږ ماشومان نور يتيمان او د پلرونو دمحبت او سرپرستۍ نه محروم نه شي .
امين يا رب العالمين

pattang

دا خو یوازې یو مولوی صیب ستا قبله ګاه صیب ندی په زر ګونو نور عالمان یې په چل او ول اولسوالويو ته ( زمونږ له کلي څخه نه کسان ) ور وغوښتل نو بیایې پل چرخي ته ولیږل تر اوسه پورې ورک دي او قبرونه هم نلري! دا جنایتکاره ټول خلقي او پرچمي جنایتکران آو تورپيکي پښتانه وو چې په خلقیتوب یې ویاړ کاوو او په مخبري قطل او وژنه کې له هر چا مخته وو!بیا د پختو او پښتو په نامه د طالبانو په مهمان خانوکې تاوېدل او مفتي ډوډۍ به یې خوړې خو طالبانو وروڼو ددې منافقینو… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه،
د خلقیانو څخه مجاهدینو طالیبانو غټ غټ ظلمونه کړی،لکه ډانس مرده،قتل به تار موچی،میخونو وهل په سرونو کی،
خلقیانو ولس په عزت مرګ سره قتل کول،خو مجاهدینو او طالیبانو په داسی طریقو خلک قتل کړل چه امریکایان روسیان ګوته په غاښ ورته ولاړ دی،
نجیب خلقی وه،خو ولس یی ښه یادوی،
ولس د مجاهدینو او طالیبانو مشرانو څخه استفراق کوی.

غ.حضرت

غمی پښتین صیب! سپین سترګی هم حد لری. زه د مجاهدینو او طالبانو د ظالمانه کړنو دفاع نه کوم خو د ثور او جدی د کودتاچیانو او همدارنګه شورویانو ظالمانه او ( اکثراً خائنانه) کړنی د سختی کرکی او غندنی وړ دی ضمناً خبره او بحث د معلول نه بلکه د علت ده. ( ظاهراً طالب د توپکیانو د کړنو محصول ؤ او توپکیان یا په اصطلاح مجاهدین د ثور او جدی د غوبلیانو د کړنو محصول ؤ ( چی البته ددې ټولو غمیزو عوامل په حقیقت کی د غربی استعمار [ امریکې او انګرېز ] په لمنو کی طرح… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه. غ،حضرت صاحب. افغانستان تیر څلویښت کلن تاریخ کی داسی ظلمونه وشول، چه نه نمرود ،او نه فرعون ،او نه ابوجهل، کړی وه،مثال، ډانس مرده ،میخ کوبی به سر،قتل به تار موچی،په بمونو باندی مقتول کینول.په بمونو الوزول،له پاکستان څخه چهاراسیاب کابل ته تللم په چهاراسیاب کی ګلبدین کسانو زه دومره وغربولوم چه پښاوریانو خبره بوسو خوسکی یی راڅخه جوړ کړ،خو دا چه زه تازه نوی ځوان او سپورتی باډی بلیدر وم وهلو یی دربولو یی زما هډوکیو ته دومره تاوان ونه رسوه، خو د مجاهدینو د توپکو په خولو په کنداغونو په واسطه عضلاتو می سخته صدمه ولیده… نور لوستل »

پتنګ

د خلق او پرچم په وختو کې دالر نه وو ، که دالر دوی به هم غلاوې کړې وې خو هغوی ډیر بشري جنایت کړی دی!
منم نه منم تا په چار اسیاب کې څه کول ؟ او هغه هم د جمیعت له اسنادو سره هغوی دمخبر په نامه ډبولی یې او ګناه ستا خپله ده .

غمی،پښتین

سلامونه پتنګ صاحب، د خوست پکتیا ګردیز چهاراسیاب د لاری کابل ښار ته داخلیدلم،په واړه لاسی بکس کی د پښاور د جمیعت دفتر د سیاسی کمیټی مکتوبونه وه، چه بالا خره یی چهاراسیاب کی ګلبدین کسانو کوز د اسنادو مکتوبونو په لیدلو سره د بوسو خوسکی را څخه جوړ کړ، کله می چه سترګی پورته کړی .افغان سرجیکل هسپتال پښاور کی په کټ پروت وم. د پوره شپږ میاشتی سوچ سماچ ورسته می دا فیصله وکړه چه باید نور افغانستان او پاکستان سره خدای په امانی وکړم، یوه شپه می بل نږدی ملګری دعوت کړ،هغه تبله راواخیسته او ما ارمونیه… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x