ادبي لیکني

پښتو ته چوپړ

حامد افغان

د پښتو ژبې سوچه او نږه کوونکي ځوانان لکه هغه عاشق چې خپلې محبوبې ته وایي: دا جهان به واړه درته لوګی کړم! وه سړیه! دومره جک مه وهه، دې جهان کې زه او ټول نړۍوال درشریکان یو، ولې موږ ستا مال یو چې خپلې څڅنې معشوقې … ته مو لوګی کوې؟!!

د پښتو سوچه کولو غورځنګونو ځوانان دې هم خبر اوسي چې دا درسره منو چې نن سبا د نوښتونو! توفانونه رالوتي دي، خو په دې هم ځانونه پوه کړئ چې اقلاً پښتو ژبه زموږ هم درشریکه ده. او بله لا دا چې دې غورځنګونو کې داسې ځوانان هم شته چې هغوی لا د خپلې قامي لهجې په تنګه سوړه کې نښتي وي خو دوی د پښتو نږه کولو خبرې کوي!!

د پښتو نږه کولو پر ځای پښتو ته کار وکړئ، په ساده ژبه یعني پښتو کې داسې لیکنې وکړئ چې د خلکو مختلفې اړتیاوې پوره کړي، پښتو کې کتابونه ولیکئ او په ځانګړې توګه پښتو ته له نورو ژبو د مختلفو علومو، فنونو او اخلاقو کتابونه راوژباړئ. تاسو چې د لویدیځ تمدن په وده او پرمخیون کې د ژباړې رول وګورئ، حیران به پاتي شئ او کلک هوډ به وکړئ چې له ژباړې پرته به بل کار نه کوم. همدا پښتو ته کار دی او همدا د پښتو جوپړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx