
زمبابوۍ سره د کرکټ جګړې لپاره افغان جنګیالي اعلان شول
نن ټکی آسیا: د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د زمبابوۍ په وړاندې د کرکټ سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې چې د روان کال د جولایي په ۱۸مه به د زمبابوۍ سره افغانستان ۴ یو ورځېنۍ او ۱ څلور وځېنۍ سیالۍ کوي.
د کرکټ بورډ ادارې دغو سیالیو ته ۲۶ کسیزه لوبډله اعلان کړې، ددوی په وینا دوی د شرایطو ته کتلو دغه لوبډله اعلان کړې.
د روان کال په جنورۍ کې هم ټاکل شوې وه چې افغانستان به په خپل مصرف د زمبابوۍ هېواد ته د سیالیو لپاره ځي، خو هغه دوره د زمبابوۍ د کرکټ بورډ د اقتصادي مشکلاتو له امله فسخه شوه. د زمبابوۍ کرکټ لوبغاړو د تنخوا د نه شتون له امله تقریبا ۳ میاشتې د کرکټ سره اړیکې پرې کړې وې.
د افغانستان کرکټ لوبډله په لومړي ځل د ټيسټ کرکټ لوبډلې سره سیالۍ کوي. افغانستان د ۲۰۱۵ز کال نړیوال جام ته وتلی، نړیوال کرکټ لیګ چمپین شيپ کې دوهم نمبر راغلی و، همدا راز په اسیا جام او نړیوال شل اوریزو جامونو کې هم لوبېدل.
د افغانستان د لوبډله کې لاندې کسان شامل دي:
۱- نور علي ځدراڼ ۲- عثمان غني ۳- جاوید احمدي ۴- اصغر ستانکزی ۵- رحمت شاه ۶- سمیع الله شینواری ۷- محمد نبي عیسی خیل ۸- شفیق الله شفق ۹- میرویس اشرف ۱۰- حشمت الله شایدي ۱۱- ګلبدین نایب ۱۲- شاپور ځدران ۱۳- دولت ځدران ۱۴- حمزه هوتک ۱۵- شرف الدین اشرف ۱۶- محمد مجتبی ۱۷- کریم صادق ۱۸- نجیب ترکی ۱۹- شبیرنوري ۲۰- محیب الله اوریاخیل ۲۱- ناصرجمال ۲۲- قسیم ۲۳- فضل نیازی ۲۴- یامین احمدزی ۲۵- عبدالله عادل ۲۶- افتاب عالم