نظــر

طالبانو ته لیک – د دکتور عبد الله المحیسني لخوا

ژباړه: راشد بشارت

شیخ الحدیث امیر المؤمنین مولوي هبة الله حفظه الله، و ملا برادر اخوند، او د شوری ټولو اعضاؤ ته او ټولو مشایخو او مشرانو ته چي د افغانستان په پاکه خاوره کي دي. د شام له خاوري تاسو ته سلامونه در لیږم.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته..

دا لیک له شام نه خپلو خپلوانو، افغاني وروڼو ته استوم.

تاسو شل کاله د الله جل جلاله په لاره کي جګړه وکړه، د خپل اولس، دین او ځمکي د دفاع په خاطر.

تاسو شل کاله په جهاد او رباط کي تیر کړل، شل کاله کي تاسو د الله جل جلاله له نصرت څخه نا امید نه سواست، په شل کاله مُده کي د الله جل جلاله له رحمته نا امید نه سواست، شل کاله تاسو ویل چي یا الله جل جلاله ستا کومک به کله راځي؟

او الله جل جلاله هیڅکله ستاسو ایمان نه ضایع کولو، ستاسو دعاوي او عاجزۍ یې نه هیرولې، او دا دی شل کاله وروسته تاسو د خوښۍ ورځي لمانځئ. فقط تاسو نه امت مسلمه ټول خوشحالي لمانځي. ځکه تاسو نن د اشغالګرو قوتونو د ایستلو لاس لیک وکړو. او دا تاسو یاست چي دا کار مو وکړ. الله جل جلاله لره حمد و ثنا ده.

ټولي دنیا ته مو وښودل چي جهاد څنګه وي. راتلونکي نسلونو ته مو د ننګ او میړاني زریني کرښي پخپلو وینو وایستلې.

او د خپلو شهیدانو په وینو مو میدان وګټلو. بغیر د دې چي خلګ تکفیر کړئ. د افراط او غلامۍ کولو او ظالم ته له ټیټیدلو لري واست. نړۍ ته مي ثابته کړه چي اصل په شریعت برابر جهاد له تکفیر او له نفسي خواهشاتو لري ده. دا د مسلمة امت د خلاصون صحیح منهج او تګلاره وه. او د ملتونو د عزت سبب شو. او دا هغه سالمه لاره وه. د کومي له وجي چي اشغالګر نن په وتلو مجبور کړل شو.

تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې قول ریښتیني مصداق یاست.

ما ترک قوم الجهاد فی سبیل الله الا ذلوا ـ

ژباړه: کوم قوم چ جهاد پریښودلو هغوی ذلیل شول.

تاسو د جهاد لاره ونیوله. الله جل جلاله عزت مند کړلاست.

تاسو نن په هغو ټولو خلګو د هغو د خبرو په مقابل کي قوي رد وکړو. چی ویل به یې جهاد خو د ویني توییدل دي. ګټه نه لري.او پایان د جګړې جهاد فقط خساره وي. جهاد او مقاومت د ویني تویول دي. او دا انسانانو ختمول او وژل دي. او دا داسي ده او داسي ده. ….

خو نن تاسو د فتحي لیک لاسلیکوئ. او خلګو ته یې په ثبوت رسوئ. چي د شریعت له مبادئ سره برابر جهاد او مقاومت امت د بري تر څوکي رسوي. او دا هغه سالمه لاره ده چي الله جل جلاله اولسونه ورباندي عزت مند کوي.

تاسو د خپل امیر قسم په ځای کړو. چي شل کاله مخکي یې یوه له حکمته او درایت ډکه خبر کړې وه. چي بوش ماته د ماتي وعده راکړې. او زما رب موږ ته د فتحي وعده راکړې. و به ګورو چي د چا وعده ریښتونې ده. ملا عمر رحمه الله و کوچیدلو. خو الله جل جلاله خپله وعده ریښتیا کړه. دا وعده به د ملیونونو مسلمانانو په زړونو کي نقش وي. او دا جمله به د تاریخ په کتابونو کي ثبت وي. او راتلونکي نسلونه به درس ورڅخه اخلي.

تاسو نن د الله جل جلاله په فضل بریالي سواست.

قل بفضل الله و برحمته فبذالک فالیفرحوا هو خیر مما یجمعون

اې طالبانو وروڼو!

تاسو له سختو ورځو تیر سواست، ستاسو بچیان و وژل سول، کورونه مو ویجاړ سول،

له خپلي خاوري و شړل سواست، غرونو ته پورته سواست، ډیر کلونه پټ ګرځیدلاست.

او الله جل جلاله غوښتل چي خپله ټولۍ برلاسي کړي. نن تاسو په ډیره لویه مرحله کي قرار لرئ، تاسو د احد د غزا په مثل وختونه تیر کړل، تاسو د غزوه خندق په شان د حسار او بند شپې تیري کړلې، نن ورځ تاسو ته د فتحي ورځي دریادوي. د مکې د فتحي ورځ.

کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته د فاتح په شان راغلو حال داچي دی مبارک له مکې څخه ایستل شوی و. د مکې څخه و ایستل شو. خو هسک سر بیرته فاتح را ستون شو. د الله جل جلاله په نصرت پوښلی و. د الله په نصرت خوښ و. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل سر له ډیري عاجزۍ ټیټ نیولی و. او مکې ته داخل شو. هعه خلګ چي په دوی یې ظلمونه کړي و. ورته راجمع شو. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قدمینو مبارکینو کي ودریدل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوی څخه پوښتنه وکړه چي ستاسو څه ګمان دی. تاسو سره به څنګه عمل کوو؟

دوی په یوه غږ و ویل تۀ زموږ کریم ورور یې. د کریم زوی یې. رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته و فرمایل چي ځئ تاسو آزاد یاست. تاسو آزاد یاست. تاسو آزاد یاست.

د الله جل جلاله رحمتونه او سلام و درود دي وي په رسول الله صلی الله علیه وسلم.

د امت لپاره یې ذلت نۀ و خوښ. د مخلوق لپاره یې د یو ښه عادت تادو کیښود. د تیري کونکي په وړاندي یې ورین تندی نیولی و. د چل ول په کار راضي نۀ و. او و یې ویل تاسو آزاد یاست.

مشرکین د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اعلان سره ډیر حیران سو. دي دۀ له رحمته متاثره شو. دي دۀ له خپلولي پاللو حیران شول. د خلګو په بښني سره څوک لوړیږي. او په تواضع سره سړی عزت مند کیږي. نو مشرکین ډلي ډلي په اسلام کي داخل سو. او د فتحي وروسته خلګ ډلي ډلي رسول الله صلی الله علیه و سلم ته راتلو. ستاسو فتحه هم د مکې مکرمې له فتحي سره شباهت لري. خلګ ډلي ډلي تاسو ته راځي. او په تاسو پوري پیوست کیږي. او ستاسو قیدیان راخلاصیږي.

نو تاسو ته وصیت کوم اې طالبانو وروڼو!

لکه څنګه چي مو ځانونه د غرونو په څیر ټینګ او د عزم خاوندان خلګو ته ثابت کړل. خلګو ته د بښني او عفوي درس هم وښیاست.

چا چي تاسو سره ظلم کړی. چاچي تاسو شړلي یاست. په هغوی رحم وکړئ. او د رسول الله صلی الله علیه و سلم هدیه د عفوي څخه کار واخلئ.

د تکبر او ځان ښکارولو څخه ډیر وډار شئ. ګورئ چي دا کار ونکړئ. خدانخواسته هغه ټول به نقصان شي کوم چي مو مخته نیک کارونه کړي. او ګټي به مو په تاوان بدلي شي. څوک چي افغان حکومت کي و یا نور چي ستاسو مخالفین و. هغو ته بښنه وکړئ. پخپل صف کي ځای ورکړئ. لځان سره یې کړئ. یو مټي یو بدن شئ. له دوی سره له سره ورورګلوي شروع کړئ. او داسي حکومت جوړ کړئ. چي د الله جل جلاله احکام جاري کړي. په خلګو رحم وکړئ. خلګو ته د شرعي نبوي دیني اسلامي تګلاري یو مثال جوړ کړئ، چي خلګو ته پکي بښنه او امن وي. او چي خلګ پکي عدل او انصاف و ویني.

الله جل جلاله دي په طالبانو رحم وکړي. الله دي د طالبانو په اولاد رحم وکړي. الله جل جلاله دي د هغو د اولاد په اولاد لا رحم وکړي. بیشکه د طالبانو مدرسې موږ ته د جهاد سبیل الله کولو درس راکړ چي همدا د مشکلاتو څخه د خلاصون حل دی. دوی موږ ته درس راکړ چي د توپک جواب په توپک سره دی.

د طالبانو له مدرسې موږ اتفاق او اتحاد زده کړ. چي یو والی د نصرت او فتحې لپاره مهم شی ده. موږ د طالبانو له مدرسې زدکړو چي له نورو هیوادونه سره خبري او مزاکرات کول سره له دې چي توپک به دي له اوږې ښکته کړی نۀ وي. د خلاصون یوه سالمه لاره ده. او په سر ټیټۍ او غلامۍ کي هیڅ عزت نشته.

موږ ته د طالبانو مدرسې دا درس راکړ چي د یو معلوم هدف لپاره د اولس یو والی څومره اړین ده. او د هدف تر لاسه کولو لپاره د اولس په یو والي څومره خواري ایستل کیږي.

موږ د طالبانو له مدرسې دا زده کړل چي هدف ته تر رسیدلو پوري به د خلګو افواهاتو، د دروغو ټاپو او پروپاګند ته غوږ نه نیسئ، دا ټول به شاته پریږدې او د هدف په طرف به لاره وهئ او دا د کامیابۍ لپاره غټ راز او لوی کار دی.

موږ د طالبانو له مدرسې دا زده کړو. چي هدف ته تر رسیدلو لپاره د علماء کرامو مشورو، رایو او ښوونو ته څومره ضروت ده. او دا کار د فتح او کامیابۍ لپاره بهترینه وسیله ده.

په آخر کي زۀ خپلو وروڼو ته ویل غواړم چي یواځي د بهرنیانو وتل د مسئلې حل نه ده، د دوی له وتلو سره نوی پړاو شروع کیږي. او هغه سخته مرحله ده. بهرنۍ پټي کړۍ هلته لاس په کار دي، د نفاق او بد بختۍ لپاره یې هلي ځلي کړې دي، د داخلي اختلافاتو لپاره ډیر څه هلته وجود لري. او ستاسو د صف په داخل کي به هم خپل کوشش کوي. همدا وجه ده چي زۀ تاسو ته بښني تاکید کوم. د تعاون او عفو څخه کار واخلئ. فرقه بازۍ مه کوي. له اختلاف کولو ډډه وکړئ. او د الله تعالی شکر ادا کړئ. او دا لویه فتحه الله جل جلاله ته منسوبه کړئ.

الله جل جلاله ته سوال کوم چي الله جل جلاله تاسو همیشه په امن و امان کي ولري. او الله جل جلاله ته لاس په دعا یم چي تاسو د اسلامي نظام په سیوري کي ارام ژوند وکړئ. الله جل جلاله دي له موږ او تاسو صالح اعمال قبول کړي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

——-

د دکتور عبدالله المحسیني لنډه پيژندنه:

دکتور عبدالله المحسیني د سعودي مشهور دیني عالم دی، نوموړي په کال ۲۰۱۳ کې وروسته تر هغه سوریې ته هجرت وکړ کله چې د سعودي حکومت د علماو په نیولو پيل وکړ او دی هم پر خپل ځان وویریدی چې د سوریې د مجاهدینو د ملاتړ په تور به دی هم زندان ته واچول شي.

نوموړي په سوریه کې د شرعي قاضي په حیث ازاد فعالیت پيل کړ او په لومړیو کې يې ټول ترکیز د مختلفو مقاومتي او جهادي ډلو تر منځ پر روغې جوړ وو، خو وروسته یې د اسلامي دولت (داعش) پر وړاندي سخت موقف غوره کړ او هغوي باندي يې د تکفیریانو او خوارجو فتوا صادره کړه.

نوموړي تل ځان د ډلو ټپلو څخه مستقل بللی دی او د روسیې او سوریې وحشي نظام پر وړاندي يې په مقاومت کې برخه واخیسته او د مقاومت کوونکو ډلو تر منځ د اتحاد او اتفاق لپاره په کار بوخت دی. هغه په مخامخ جګړو کې مکرر ټپي شوی هم دی.

عبدالله المحسیني په سوریه کې د خپل ازاد او مستقل فعالیت او جهاد سره د مینې له امله د سوریې او عربي نړۍ په سطحه شهرت خپل کړی دی، اوس مهال د سوریې په ادلب ښار کې د مقاومت کوونکو ډلو د مشرانو څخه بلل کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close