افغانستان

طالبانو د انساني همدردۍ له مخې ۳ ژوبل دولتي عسکر خوشې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): طالبانو د انساني همدردۍ له مخې ۳ ژوبل دولتي عسکر له خپلو زندانونو خوشې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن د سه شنبې په ورځ(۲۷ غبرګولي) د یو ټویټ په ترڅ کې ویلي، چې د «کابل ادارې» ۳ تنه ټپي عسکر یې له لومړنیو روغتیايي مرستو او سفریې ورکولو وروسته د درملنې لپاره خپلو کورونو ته لیږلي دي.

د طالبانو لخوا د خوشې شوو ژوبل دولتي عسکرو شهرتونه په لا ندې ډول دي: ۱ـ نوید د احمد زوی د پکتیا اوسیدونکی،۲ـ زبیرالدین د نورالدین زوی د لوګر اوسیدونکی، ۳ـ محمدنبي د حاجي رحمة الله زوی د کندز اوسیدونکی.

باید وویل شي چې طالبانوتردې وړاندې هم یو شمېر ژوبل دولتي عسکر چې په جګړو کې ټپيان او بیا اسیران شوي وو، د انساني همدردۍ له مخې له خپلو زندانونو خوشې کړي او خپلو کورنیو ته یې د درملنې په موخه استولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
شاهین صاحب ته،
دا دری تنه عسکر چه افغانان او،مسلمانان دی نو په کوم دین، په کوم مذهب کی ،یی اسارت او زخمی کیدل حلال او روا دی؟
امریکایان خو په وتو دی،هغوی ته خو په کږو سترګو هم نه شی کتلای،
الله ج خو مو وینی.الله ج څخه و ډار شی ،نور په دین تجارت بس دی،

Karwan

غميه، فاشيست دالرخور او ###، همدغه ## عسکر چه ستا غ او ع ئي په توره شپه دافغانانو په کورونو ورمرش کړي او بيا په کليو کي قتلي عام شروع کړي، جسدونه په تانکونو پوري وتړي، دالله کلام وسيځي، جومات او مدرسه ورانه کړي، دوکانونه وران کړي او دخلکوکورونه په ديسي توپونو باندي په نښه کوي. ايا هغوي مسلمان او ددي خاوري ندي، چه داسي ظلم او وحشت ورسره کيږي؟ طاليبانو داسلام دموءبين دين او دجګړي دقوانينو په اساس دا دري زخمي عسکر خوشي کړي. اوس نو راوښيه، تاسي کوم زخمي طاليب څه وخت او چيرته خوشيکړي! افسوس چه زه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x