افغانستان

د جنایي جرمونو پر نړیوالې محکمې د ټرمپ بندیزونو اروپایي اتحادیه اندېښمنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په یوه اجرایي فرمان کې د جنايي جرمونو څېړلو د نړیوالې محکمې پر یو شمېر غړو، د هغوی پر کورنیو او د یادې محکمې پر همکارانو  بندیزونه ولګول؛ اروپایي اتحادیې په دې تړاو اندېښنه ښودلې او له یادې محکمې سره د همکارۍ غوښتنه یې کړې.

د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې «ICC» په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې وې، تر څو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د جګړې د نورو ښکېلو اړخونو له لوري ترسره شوي جنګي جرمونه وڅېړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپېني ماڼۍ له توند غبرګون سره مخ شوه او ټرمپ ورباندې یو شمېر بندیزونه ولګول.

د اروپایي اتحادیې له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې د ټرمپ د پرېکړې په تړاو اندېښنه ښودل شوې او وړاندې زیاته شوې « د قانوني مصؤنیت په وړاندې مبارزه کې د جرمونو نړیواله محکمه باید پرېښودل شي، چې په خپلواکه او اغېزناکه توګه کار وکړي، اروپايي اتحادیه ژمنتیا لري، چې د یادې محکمې په چارو کې د هر ډول لاسوهنې په وړاندې ودرېږي.»

په یاده اعلامیه کې له امریکا غوښتل شوي، چې خپل وضع کړي بندیزونه بیرته واخلي.

یاده دې وي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغانستان کې د جنګې جرمونو د څېړلو لپاره په اقداماتو پیل کړی و، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جنګي جرمونو څېړل په کلکو ټکو وغندل او ټینګار یې وکړ، چې ددوی ځواکونه د کومې وېرې له سیوري پرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.

په دې وروستیو کې یو شمېر بهرنیو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړل، چې ښودله یې د امریکا تر څنګ کابل حکومت هم د جنګي جرمونو د څېړلو ټینګ مخالفت دی او د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې ته یې په ډاګه کړې، چې دوی به ورسره همکاري ونکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx