افغانستانخبرونه

«د ټاکنو کمېسیونونه نور هيڅ مشروعیت نه لري»

نن ټکی آسیا: ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ټیم نن /چنګاښ ۸مه/ اعلان وکړ چې د ټاکنو د کمېسیونونو سره ټولې اړیکې پرې کوي او نور يې په رسمیت نه پيژني.

دغه ټیم زیاته کړې که هر څه پېښ شول مسئولیت به یې په جمهور رئیس او د ټاکنو پر کمېسیونونو وي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټاکنیز ټیم رییس نصر الله بریالی ارسلايي کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د د ټاکنو کمېسیون ددوی اساسي غوښتنې رد کړي.

ښاغلي ارسلايي زیاته کړې چې «د ټاکنو کمېسیون ددوی غوښتنې رد کړي، په دې دلیل له نن ورځې وروسته د ټاکنو د کمېسیون ټولې پریکړې او کارونو دوی ته د منلو نه دي او د ټاکنو پایلې هم مشروعیت نه لري».

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم تر دې دمخه د ټاکنو په دوهم پړاو کې د ټاکنو د پروسې د شفافیت لپاره  په ۱۳ مادو کې کمېسیون ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې وه.

د عبدالله ټیم په غوښتنو کې د ۷ میلیونو رایو څخه د ۲ میلیونو درغلیزو رایو باطلول، په هغو سیمو کې چې ټاکنې نه دي ترسره شوي، دوهم ځل ټاکنې ترسره کول او نور وه.

دا په داسې حال کې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور نن کابل کې په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم درې اساسي شرایط يې منلي دي. د ده په وینا دغه ټیم نور هيڅ بهانه نه لري چې د کمېسیون سره اړیکې وشلوي.

نور وايي چې ډاکتر عبدالله عبدالله ته یې قناعت بخښونکي ځوابونه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x