
شعـــــرونه
د ژوند کيسه/ فضل باري مشفق
فضل باري مشفق
چې ډکه له غمونو نه کيسه د ژوندانه ده
دا ځکه پاڼه مړاوې او پيکه د ژوندانه ده
مرګونه دي، ويرونه دي، سلګۍ او فريادونه
اوس دغسې بې خونده ننداره د ژوندانه ده
يو خښ شي او د بل د جنازې اعلان تر غوږ شي
وتلې بس له چمه جنازه د ژوندانه ده
افت دی، که عذاب دی، که وبا ده خو څه شته دي
خو ځينو ته بيا دغه ډرامه د ژوندانه ده
رڼا ده رانه ورکه له تيارو پسې روان يو
دا ځکه مو په برخه توره شپه د ژوندانه ده
چې ستړی، لالهاند شم او غمونه مې راګير کړي
د مور په لاسو شونډې مې دمه د ژوندانه ده
تيار شئ، کفنونه ځان نه تاو کړئ ځئ چې ځو
اوس دا ډول مشفقه فيصله د ژوندانه ده
فضل باري مشفق
2020/06/16 سه شنبه