افغانستان

هرات کې د نظامي چورلکې د نسکورېدو خبر ورکړل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې یې د حکومت یوه نظامي چورلکه په داسې مهال نسکوره کړې، چې غوښتل یې په طالبانو بمباري وکړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر لیکلي، په دغه پېښه کې چورلکه ویجاړه شوې او په کې سپاره ټول دولتي عسکر وژل شوي دي: «تیر مازدیګر د هرات ولایت د فارسې ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د دښمن یوه چورلکه چې غوښتل یې په مجاهدینو باندې بمبار وکړي د مجاهدینو له لوري وویشتل شوه او رانسکوره شوه او له خپلې ټولې عملې سره له منځه لاړه.»

د افغانستان ددفاع وزارت او هرات سیمه ییزو مسئولینو تراوسه ددې پېښې په هکله غبرګون ښودلی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx