
شعـــــرونه
د خدای د نور رڼا یې په څېره کې ښکارېده
ثاقب خپلواک
د خدای د نور رڼا یې په څېره کې ښکارېده
عجیبه تجلا یې په څېره کې ښکارېده
سُرور د کائناتو ؤ د مینې په سرود کې
د ګل غوندې مسکا یې په څېره کې ښکارېده
له خاورې د کُرې نه یې وجود جوړ د انسان کړ
ادم ؤ چې حوا یې په څېره کې ښکارېده
وېرونو په دې چم کې د خندا جامې اغوستې
ژړا سره خندا یې په څېره کې ښکارېده
په عجز یې مهار هغه یاغي د غرور آس کړ
د ژوند په څېر پنا یې په څېره کې ښکارېده
دنیا شوه ترې نه پاته له دنیا ولاړې عقبا ته
چې مینه د دنیا یې په څېره کې ښکارېده
پر دې نړۍ هوا یې د ژوندون پاڼه کړه زېړه
ثاقبه! چې هوا یې په څېره کې ښکارېده
ثاقب خپلواک