نړۍ

سوریه: بشارالاسد دحماه والی له دندي څخه ګوښه کړ

Beshar_ul_assad_sacks_the_governor_of_hama(نن ټکی اسیا جولایی ۲۰۱۱/۰۷/۰۲) دمشق: دسوریی اولسمشر بشارالاسد نن دحماه دښاروالي له دندي څخه ګوښه کړ، دسوریی دولتي ټلویزیون خبرورکړ چي بشارلاسد له هغه څخه وروسته چي تیره ورځ بی شماره خلګ دحماه ښارلارو اوکوڅو ته راوتلی وو، فیصله وکړه چي دښاروالي له دندی څخه ګوښه کړي.
دتیري ورځي لاریون په سوریه کي دراپورته شویو لاریونونو څخه ترټولو غټ لاریون وو چي دحماه ښارولارو اوبانډوته راوتلی وو

، له سیمي څخه دبشري حقوقو پالونکي ټولنی وایی په زرګونو خلګو دبشارلاسد په خلاف شعارونه ورکول، عیني شاهدان وایی دتیري ورځي په لاریونونو کي دحکومت اولاریون کونکو ترمنځ په ډزوکي ۲۴ تنه مظاهره کونکي وژل شوی دي.
له کومه وخته چي په سوریه کي لاریونونو پیل شوی دي تراوسه پوري ۱۳۵۰ لاریون کونکي اوهمدارنګه ۳۵۰ امنیتی کسان وژل شوی دي خو ازاد اړخونه بیا دلاریون کونکو وژنه ډیره ښیی.
دسوريی هیواد دبشري ټولني مشر رامي عبدالرحمن وویل دتیري ورځي لاریون له پخوانیو ټولو لاریونونو څخه لوي وو، دبی بی سي له نړیوالي خبري رسني سره په خبروکي یوه کس وویل په زرهاوو خلګ ښارته راوتلي وو، شعارونه یی ورکول( پریږده پریږده خلک غواړي چي حکومت راچپه کړي)نوموړي زیاته کړه ټوله حماه کوڅو ته راوتلی ده، کوم څوک چي نشي کولای بهرته راووځي هغه له خپلو دروازو اوکړکیو څخه ناري وهی.
داسی ګنګوسي شته چي وایی دسوریو عسکرو په ښارکي دخلګو په وړاندی نرمي ښودلي ده، حماه هغه ښاردی کله چي په ۱۹۸۲ کال کي داخوان المسلیمین ډلی دبشارالاسد دپلارپه وړاندي په بغاوت لاس پوري کړی وي، چي وروسته دسوریی دځواکونو له لوري ورسره سخت عکس العمل وشو، چي څه دپاسه لس زره کسان پکی ووژل شول.
بشارالاسد دمارچ په میاشت کی ددرعا والی هم هغه وخت له دندي څخه ګوښه کړکله چي په درعاکی خلګو په لاریونونو لاس پوري کړ.
تیره ورځ دسوریی دپلازمیني په شمول دهیواد په نورو ښارونو کي هم خلګو په مظاهرو لاس پوري کړی وو.
ځیني خلګ وایی چي تیره ورځ دهیواد په لراوبر کی شاوخوا دري ملیونه خلګ وښارونو ته داحتجاج لپاره راوتلي وو.

بخت الرحمن بخت ……………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x