روغتیا

داسې درمل وړاندې شوي چې د کرونا ناروغان په سخت حالت کې له مرګه ژغورلی شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د برتانیا کارپوهانو اعلان کړی چې د څیړنو په ترڅ کې یو لوی پرمختګ ته رسیدلي او د «ډیکسامیتازون» په نوم یې داسې ارزانه درمل موندلي چې کولی شي د کرونا ناروغان له سخت حالت څخه وژغوري.

د برتانوۍ ورځپاڼې بي بي سي د راپور سره سم، د اکسفورډ پوهنتون څیړونکي په یوه تجربه توانېدلي چې په کې یې ۲۰۰۰ ناروغانو ته ډیکسامیتازون (dexamethasone) درمل ورکړي، او له ۴۰۰۰ نورو هغو ناروغانو سره چې دغه درمل یې نه دي کارولي پرتله کړي دي.

څیړونکو موندلې، د هغو ناروغانو لپاره چې په مصنوعي توګه تنفس ورکول کیږي یا «وینټیلیټرز» کاروي، په دې درملو سره یو په دریمه برخه کمیږي او یا یې هم د مرګ ګواښ له ۴۰ سلنې څخه ۲۸ سلنې ته راټيټیږي.

او هغه ناروغان چې د اکسیجن کمښت سره مخ وو، ددوی د مرګ خطر له ۲۵سلنې څخه ۲۰سلنې ته راښکته شوی دی.

د برتانیا کارپوهان وایي، که د کرونا ویروس خپریدو له پېله دغه درمل کارول شوي وای، شونې وه تر ۵۰۰۰ زیات کسانو ژوند ژغورل شوی وای.

دوی زیاتوي، دغه درمل چې بیه یې ټیټه ده، په بېوزله هېوادونو کې چیرته چې د وسایلو کمی وي هم د ډيریدونکي شمېر ناروغانو په درملنه کې مرسته کولی شي.

کارپوهان وایي، که څه هم دغه درمل په بشپړ ډول د کرونا ویروس مخنیوی نشي کوی او نه هم له ناروغ څخه دغه ویروس لیرې کوي، مګر یوازې هغه ناروغان چې په سخت حالت کې وي (د مصنوعي تنفس لاندې وي) په ژوند ژغورلو کې مرسته کولی شي.

د څېړونکو د ډلې مشر پروفیسر پېټر هوربې وايي: «دا تر اوسه یوازیني درمل دي چې په کارولو سره یې د مړینې کچه په څرګند ډول کمه کړې ده».

نوموړی زیاتي چې د یوه ناروغ نسخه د یادو درملو لس ورځې کارول دي، د یو ناروغ لپاره د ۵ برتانوي پاونډو په لګښت کارول کېدی شي. په دې معنا چې یو ناروغ لس ورځې دغه درمل وکاروي په ۳۵ پاونډو د مرګ له خطر څخه ژغورل کېدلی شي، او دغه درمل په نړیواله کچه په اسانۍ موندل کېدلی شي.

د برتانیا حکومت په رسمي ډول دغه درمل تایید کړي چې په دغه هېواد کې یې کارول پېل شوي او دغه راز یې د کرونا ناروغانو لپاره په پراخ ډول د خرڅلاو اعلان کړی دی.

دغه درمل له مخکې په ځینو نورو التهابي حالتونو کې هم کارول کېږي او داسې ښکاري چې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ په څېر داسې حالت کې چې د بدن دفاعي ځواک کمېږي، دا درمل مرسته کولی شي.

باید وویل شې چې د کرونا ناروغان له شلو څخه یې شاوخوا ۱۹ روغتون ته له تلو پرته په خپل کور کې ښه کیږي، خو هغه حالت چې ناروغ په کې اکسیجن او مصنوعي تنفس ته اړتیا ومومي روغتون ته لیږدول کیږي، څیړونکي زیاتوي، دغه مهال ناروغ سره د ډیکسامیتازون درمل اغیزمنه مرسته کولی شي.

د یادونې وړ ده چې د کرونا وبا اوسمهال د نړۍ په ۱۹۶ هېوادونو او سیمو کې ۴۴۰زره کسان مړه کړي، او له ۸ ملیونو زیات پرې اخته شوي چې له مخې یې ۳ ملیونو ۶۸۲زرو څخه زیات بیرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

نا پوهي او جهالت ته هر عمل معجوزه وي خو د افغانستان جهالت ته هره افسانه معجوزه ده دDexamethason له کمیاوي ترکیبه به تیر شم ، دغه Dexamethason دوا یواځې ایمون سیستم تقویه کوي چې د مرض په مقابل کې مقاومت کوي او دفاع ترې کوي او دا يو زوړ مالوم حقیقت دی او له کورونا سره هيڅ رابطه نلري او نه دغه ویروس له منځه وړی شي !! دغسې د بدن مقاومت د سونډ، یا زنجبیل او یا ادرګ د خوړلو په واسطه هم منځ ته راځي او فرعي خواص او نور تاسیرات نلري ! سونډ ، ادرګ، زنجبیل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x