ورزش

د کرکټ بورډ مشر؛ کرکټ کې به د مفسدې کړۍ ټغر ډیر ژر ورټول کړم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي ویلي چې په کرکټ بورډ کې یو شمېر مفسدې او مافیایي کړۍ شتون لري چې په لوی لاس ملي ګټې د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي او د ملي لوبغاړو له استعداد او احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي، خو په وینا یې ډير ژر به دغه کړۍ رسوا کړي.

ښاغلي یوسفزي د سه شنبې په ورځ په خپله فیسبوک او ټویټر پاڼه په کرکټ بورډ کې د خپلو تېرو لاسته راوړنو سربېره د مفسدو کړیو پر وړاندې د مبارزې په اړه معلومات خپاره کړل.

هغه د لوبغاړو ترمنځ د یووالي، ملي لوبډلې ته د نویو بهرني روزونکو ګمارلو، اداري اصلاحاتو، د فساد پر ضد مبارزې او نورو اړوندو ستونزو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

د کرکټ بورډ مشر زیاتوي چې په کرکټ کې یو شمېر کړۍ شتون لري چې له خپلې دندې څخه په ناوړه ګټې اخیستنې پر لوبغاړو بېلا بېل فشارونه راوړي او ددوی له استعداد او احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

له دې وړاندې د کرکټ په اړه ځینې تبصره کوونکو داسې معلومات خپاره کړي وو چې ګواکې په کرکټ بورډ کې پخواني لوبغاړي، د ځوان لوبغاړو څخه په دې تور چې لوبډله کې به چانس ورنکړي او استعداد به یې ورضایع کړي د خپلو ګټو لپاره کاروي.

فرهان یوسفزی وایي، هیڅکله به هغه مفسدې کړۍ چې د اصلاحاتو رامنځته کېدو سره خپلې ګټې په خطر کې ویني او لوبغاړي د یوه بل پر ضد کاروي، نور د داسې کړنو اجازه ورنکړي چې د هېواد ملي ادارې نوم بدنام کړي، «د ورته اشخاصو دسیسې به ناکامیږي، د ادارې مضره کړۍ به د اصولو له مخې مجازات کېږي او پرديپاله اشخاص به ګرانو هېوادوالو ته ورپېژندل کېږي».

فرهان یوسفزی د کرکټ ۲۰۱۹م نړیوال جام څخه وروسته د عزیز الله فضلي له ګوښه کولو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ په داسې حال کې مشر وټاکل شو چې د نړیوال جام پرمهال لوبغاړي د اختلافاتو او د ملي ګټو پرځای شخصي ګټو ترلاسه کولو ته زیات بېتابه وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x