افغانستان

جوزجان کې عسکرو ته د تلفاتو اوښتو راپوورنه؛ طالبان وایي، د «دښمن» د لویو عملیاتو مخه یې نیولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې چارواکي وایي، د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې طالبانو د عسکرو پر پوستو بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې اړولې؛ طالبان وایي، «دښمن» ددوی په وړاندې لوی نظامي عملیات په لاره اچولي وو، چې دوی وار ورباندې ړومبی کړ او مخه یې ونیوله.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند «فواد امان» وايي، طالبانو  د جوزجان ولایت د بالاحصار پر پوستو او د «جبار شهید» په نظامي بېس باندې حمله کړې، چې په پایله کې يې شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د امان په خبره، طالبان له کلک مقاومت سره مخ شوي او درانه تلفات ورته اوښتي.

بل لور ته د جوزجان د والي ویاند «عبدالمعروف اذر» رسنیو ته ویلي، چې پر امنیتي پوستو باندې د طالبانو برید دوولس امنیتي ځواکونه وژلي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په دې اړه په یوه لنډ ټویټ کې لیکلي «دجوزجان په اقچه کې ددښمن دلویو عملیاتو مخه ونیول شوه. دآقچې ولسوالۍ له بالاحصار او نظامي بیس څخه د مجاهدینو په ضد د عملیاتو پلان نیول شوی وو چې تیره شپه مجاهدینو پيشګیرانه برید پرې وکړ.»

مجاهد زیاته کړې «په پيښه کې دواړه ځایونه فتحه شول، ۴۹ عسکر، مړه، ژوبل او اسیران شول. وسلې هم تر لاسه شوې.»

دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته طالبانو د اورکم لړۍ روانه ساتلې او د تېر په پرتله د کمو بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x