د نن سرلیکنه

هغه چانس چې باید له لاسه ور نه کړل شي!

نن ټکی اسیا سرلیکنه

د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ د بندیانو پروسې ګړندیتوب په ولس کې د بین الافغاني مذاکراتو جوړیدو ته هیله مندي زیاته کړه.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي ښاغلي خلیلزاد په شمول د پاکستان او قطر یو شمیر لوړ پوړي چار واکي کابل ته راغلل تر څو د بندیانو پروسې تر بشپړیدو وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د وخت او ځای په تعین بحث وکړي.

دغو سفرونو او په دې اړه تر سره کیدونکو هلوځلو د رسنیو چارواکې دومره باوري کړل چې په راتلونکې یوې اوونۍ کې یې د بین الافغاني غونډې جوړیدو رپوټونه ورکړل.

خو له تیرې ورځې راهیسې د کابل حکومت چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري لکه هغوی چې د بندیانو پروسې تر تکمیل مخته د بین الافغاني مذاکراتو پیلول غواړي.
او دا هغه څه دې چې طالبان یې کله هم منلو ته تیار نه دي.

طالبان پر دې خبرې ټینګار لري چې د سولې تړون ټول محتویات باید د هغه د زمني تدرج او همدا راز د امریکایانو د ژمنې مطابق عملي شي.

دلته پاموړ خبره داده چې د نړیوالې ټولنې ، سیمه ییزو او ګاونډیو هیوادونو په مرسته او منځګړیتوب د بین الافغاني مذاکراتو تر سره کیدل یو طلايي فرصت دی چې افغانانو ته میسر شوی دی.

که د ځینو غیر ضروري شرائطو یا غوښتنو له وجې دا فرصت تأخیر او یاهم خدای مه کړه له لاسه ورکول کیږي دا به جګړه ځپليو افغانانو ته په ډیره لویه بیه تمامیږي.

ځکه مونږ وینو چې هره ورځ د جګړې له امله په سلګونو افغانان ژوند له لاسه ورکوي، دیني عالمان په مسجدونو کې ترور کیږي او  کوم هیواد وال مو چې د جګړو او فقر له وجې ګاونډیو او یاهم بهرنیو هیوادونو ته ځي هغوی یا هلته په بیرحمۍ وژل کیږي او یا له سختو کړاوونو سره مخ کیږي.

د دغو ټولو مشکلاتو د حل لاره په افغانستان کې د جګړې پایته رسیدل او ټول افغانان د یوه مشروع ، خپلواک او مقتدر نظام تر سیوري لاندې سره راټولیدل دي.

دې ستر هدف ته د رسیدو لپاره همدا بین الافغاني تفاهم یو تر ټولو غوره چانس دی چې باید له لاسه ور نه کړای شي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx