
د IMF پور؛ په بحران کې بل بحران
عبدالحی قانت
IMF څنګه د قرضونو په واسطه د هېوادونو اقتصادي او سياسي حاکميت کنترولوي؟
آیا هېوادونه د IMF له قرضونو پرته له اقتصادی بحرانونو نه شي وتلی؟
په ۱۹۹۷ کال کې ختیځې سوېلې اسیا کې اقتصادي بحران رامنځ ته شو. دا بحران د تایلینډ له هیواد څخه پیل او بیا کوریا، انډونیزیا او مالیزیا ته خپور شو خو ډېر خطرناک له دې لامله وو چې د ډالر په مقابل کې په یو دم ددې ټولو هیوادونو پیسه ډېره سخته خرابه شوه. مهاتیر محمد هغه مهال د مالیزیا لومړی وزیر وو. ده فیصله وکړه چې د ډالر په مقابل کې به د پیسې ارزښت پر خپل ځای ساتي یعنې ۳.۷ رنګټ څخه به یې نه کموي.
IMF او مالیزیا
IMF مهاتیر ته وویل چې ستاسي هیواد به په دې اقتصادي پالیسۍ کې ډېر لوی تاوان وکړي او شاید د مالیزیا غټې کمپنۍ او ځینې نورې سوداګرۍ بیخي له کاره وغورځیږي ځکه د پیسې ارزښت پر خپل ځای ساتلو ډېر تاوان درلود چې هغه د نورو سکتورونو له بودیجې پوره کیده.
مهاتیر محمد د IMF پیسې وانخستلې ځکه فکر یې کاوه چې د IMF پیسې اخستل یواځې قرض اخستل نه بلکې د هیواد اقتصادي او سیاسي حاکمیت له لاسه ورکول دي.
پخواني لومړي وزیر مهاتیر محمد وروسته هم په کراتو دا یادونه په نړیوالو کنفرانسونو کې په زغرده کړې چې IMF اصلا په اقتصادي لحاظ د ازادو او دریمې نړۍ د هیوادونو د غلامولو او مجبورولو لپاره د غربیانو یوه وسیله ده.
کلونه وروسته چې کله مهاتیر محمد خپل هیواد له دې بحران څخه سلامت وویست، IMF وویل چې د مهاتیر پالیسي په واقعي مانا د مالیزیا لپاره بهترینه اقتصادي پالیسي وه. حقیقت دا دی چې مهاتیر محمد نه اقتصاد پوه دی او نه یې د اقتصاد په برخه کې کار کړی خو له دې سترګې نشي پټېدلای چې هغه د خپل هیواد یو مخلص او ریښتونی رهبر دی. مهاتیر محمد کولی شول چې له IMF څخه یې قرض اخستی وای او لکه د نورو سیاستوالو یې په لنډ مهاله توګه له خپلو هیوادوالو کریډیټ اخستی وای خو هغه دا ونکړل.
مهاتیر دومره لوی ریسک او خطر واخست که چېرته د ده دا پالیسي ناکامه شوی وای شاید د هیواد د نورو سیاستوالو او عام ولس لخوا د سخت انتقاد لاندې راغلی وای او یا یې هم سیاسي آینده تل لپاره تباه شوی وای خو هغه په پوره جرأت IMF رد کړ او وتوانېد چې خپل ولس له دې تباهۍ وژغوري.
مهاتیر دا کار ځکه کاوه چې هغه ته له شخصي ګټو د هیواد ګټې ډېرې مهمې وې. هغه یو تمدني رهبر وو، د جیب ډکولو او غلا لپاره یې د هیواد مشري نه کوله او نه یې لکه زمونږ د سیاستوالو نور پاسپورتونه درلودل. هغه په دې پوه وه چې دا هیواد دده پت او عزت دی او ده ته د مور پشان لوړ مقام لري، له دې امله د خپل عزت او پت سره لوبې کول یې پر ځان نه لورېدل.
له IMF څخه د افغان دولت پور اخیستل به د هیواد په اقتصاد څرنګه اغیز ولري؟
واقعیت دا دی چې د IMF قرض اخستل همدومره خطرناک کار دی. د آی ایم اف ادارې د پور اخستلو یو اصول دا دي چې پور اخستونکی هیواد به د خپلو اقتصادي پالیسیو پر ځای د ای ام اف د پالیسیو پر بنسټ اقتصادي پرمختګ کوي، د هغوی په غوښتنه به د مالیو فیصدي تعینیږي او مالومه خبره ده چې د ای ام اف پالیسۍ د هغو هیوادونو چې د ای ام اف برخه دي، د ګټو پر محور څرخي. له دې لارې هیڅکله ملت نشي کولی چې اقتصادي ازادي لاسته راوړي.
د اپرېل میاشتې په اواخرو کې د IMF رهبري شوری فیصله وکړه چې د افغانستان د دولت په غوښتنه دوی ته ۲۲۰ میلیونه ډالر قرض ورکړي. دې پیسو غوښتلو لپاره د افغانستان حکومت نړیوالې ټولنې او ای ام اف ته دوه دلایل ویلي:
اول دا چې افغان حکومت نشي کولی د کرونا د وبا په حال کې په شته وسایلو د خپلو هیوادوالو لپاره صحي خدمات او وسایل برابر کړي، دې لپاره باید ای ام اف د پیسو کمک وکړي تر څو دوی خلکو ته د روغتیا وسایل برابر کړي.
بل دلیل دا دی چې افغان حکومت وايي د کرونا له امله به د افغانستان اقتصاد د ۲۰۲۰ تر اواخرو سخته جټکه خوري او د افغانستان په اقتصاد کې دې جټکې ته د ټینګیدو زور نشته، له دې امله دوی ته پیسې پکار دي چې د راروانې اقتصادي جټکې څخه تر یو حده ځان وژغوري.
بحث دا دی چې که چېرته په یوه هیواد کې واقعي رهبري وجود ولري او دا اخستل شوې پیسې په داسې اقتصادي پروژو بندې کړي چې په اینده کې د هیواد پکار راشي، نو بیا ممکنه ده چې ولس پرې اعتماد وکړي. په افغانستان کې وضعه داسې حال ته رسیدلی چې حکومت د خپلو کړنو په نتیجه کې د خلکو اعتماد له لاسه ورکړی. د ډاکټر غني په اوله دوره کې چارواکو داسې فسادونه وکړل چې ولس غني ته په خپه رایه ورکولو خجالت او پېښمانه شو، او همدا یو له هغه فکتورونو څخه وو چې په دوهمې دوره که له ۳۵ میلیونه ولس یواځې یو میلیون خلکو ډاکټر غني ته رایه ورکړه. اوله دوره کې دې بې وزله ولس ډاکټر غني ته له دې لپاره رایه ورکړه چې د جان هاپکنز دا پروفیسر شاید ددې دردیدلي ملت سبا ور بدل کړي خو متاسفانه غني په تېرو ۶ کلونو کې په دې ونه توانېد چې اقتصادي پروژې په کار واچوي، سترې اقتصادي پروژې له کلونو همداسې پاته دي، نه یې شي تطبیقولای. پارلمان د فساد پر مرکز تبدیل شوی، نه نظارت شته او نه هم د حکومت د کړنو پښتنه…
نتیجه دا ده چې د افغانستان ولس اوس په دې حکومت په سیاسي او خصوصا مالي مسائلو کې هیڅ اعتماد نلري. ډاکټر غني دې لطفا د خپل سیاسي کریډت لپاره زمونږ آینده نسلونه نه قرضداره کوي، که کولی شي په شته وسایلو دې هیواد وساتي که نه په جان هاپکنز کې لا اوس هم برحاله وظیفه لري…
نو I M F خو قرضه په سود ورکوئ. دا ملت ځه بلا وهلئ چی ده دی ګنا او خېانت په مقابل کی خپل اواز نه راپورته کوئ. دا وېده ملت به کله راوېشېزئ؟؟؟ ده I M F څخه قزض اخېستل په حقېقت کی ده غلامی په څنڅېر ده څان تړل ده او بس 😡😡😡
له كومى ورزى چى دنيا كى قاغذى پيسى رواج پيدا كرى دى بيا دنيا د اقتصادى لحاظه شه ورز نده ليدلى. اقتصادى تعادل له مينزه تلى ده او قيمتى ورز تر بلى په مسلسل دول په زياتيدو شو چى د غريبو انسانانو د تباهى باعث گرزيدلى او بل غت مشكل دا جور شو چى د قاغذى پيسو چاپونكى ادارى په انسانانو د اقتصادى له لحاظه مسلط شو چى همدا شيطانى او دجالى دلى دى چ په دنيا كى د قاغذى بيپشتوانى پيسو په واسطه په خلكو حكومت چلوى . پيسى بايد له داسى موادو جور وى چى د هغه ارزش… نور لوستل »
امريكا هغه خامار دي چ همدا اوس په اقتصادي لحاظ د تولي نري د مظلومو انسانانو وينه د قاغذي بي بيپشتواني دالرونو په چاپولو سره تر ستوني تيروي..د برتون وودز(Bretton Woods )معاهده (١٩٤٩)كي وعده كري وه چ د هر دالر په چاپولو سره به يو گرام سره زر ضمانت اژدي او كله چ چاپ شوي او د امريكا ددولت لخوا مصرف شوي دالرونه دوباره أمريكي دولت ته بيرته راوگرزول شي نو امريكا حاضر دي چ خپل دالرونه (ژمن ليكونه) بيرته واخلي او د خپلي خزاني سخه د هرو سلو دالرو په مقابل كي تقريبا سل گرامه سره زر وركي مطلب… نور لوستل »