افغانستانخبرونه

کندهار کې د رومانیا لومړي وزیر له راکټي بریده روغ وتی

نن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې وسلوالو د ناټو په پوځي قرارګاه هغه مهال راکټي برید وکړ چې د رومانیا لومړی وزیر دغې پوځي قرارګاه ته د کتنې لپاره لاړ و.

د رومانیا لومړی وزیر، د دفاع وزیر او مرستیال لومړی وزیر کندهار ته د رومانیا ځواکونو د ویستلو مراسمو ته نن /چنګاښ ۸مه تللي وه. رومانیا په نظر کې لري چې د ۲۰۱۴زکال ته آخره له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

د رومانیا لومړي وزیر تر دغه برید وروسته په پوځي قرارګاه کې د ډير لږ وخت لپاره ایسار شو، نوموړي د عاجل تګ له کبله له  ځواکونو بخښنه وغوښته.
د رومانیا رسمي خبري آژانس د پېښې په تړاو ویلي  دي چې په برید کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر دې مهاله د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو دې ته ورته زیات شمېر بریدونه د طالبانو له لوري کیږي.

رومانیا په ۲۰۰۲ ز کال کې افغانستان ته خپل ځواکونه ولېږل، اوسمهال ددوی ۹۴۸ عسکر په افغانستان کې جنګیږي چې  تر دې مهاله ددوی په وینا ترې ۲۳ عسکر وژل شوي او لسګونه نور يې ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x