روغتیا

امریکا، افغانستان سره د کرونا پر وړاندې مبارزه کې ۴۲.۵ ملیونه ډالر مرسته کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د امریکا متحده ایالتونه افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره د ۴۲.۵ ملیونه ډالرو په ارزښت مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د USAID استازي «پیتر نتیلو» او د روغتیا وزیر جواد احمد عثماني په یوه ویدیویي مرکه کې دغه موضوع مطرح کړې ده.

د اعلامیې له مخې پیتر نتیلو ویلي چې د ۴۲.۵ ملیونو ډالرو له جملې څخه به ۱۰.۹ ملیونه د لابراتوارونو د پراختیا لپاره ولګول شي، دغه مرسته به د روغتیا نړیوال سازمان له لارې ورکړل شي.

هغه زیاتوي چې نورې ۳۱.۶ ملیونه ډالر به د عنق یا سرویلانس په برخه کې، او د عامې روغتیا وزارت روغتیایي پروژې باندې ولګول شي، چې له یادې اندازې څخه ۱.۶ ملیونه ډالر د روغتیا نړیوال سازمان او پاتې نورې به د یوې مناسبې پروژې له لارې مصرفیږي.

په ویدیویي کنفرانس کې ښاغلي عثماني د امریکا د مرستو ستاینه وکړه او ویې ویل چې وزارت چمتو دی د یادو مصارفو پروسې روڼتیا لپاره د مدني ټولنې یو استازی وټاکي.

هغه ټينګار وکړ چې «د کرونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستې شوې هر ډالر او افغانۍ په اړه به نړیوالې ټولنې ته ځواب وایي».

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې، په افغانستان کې تر دې مهاله د کرونا ناروغانو مثبتې پېښې نږدې ۲۷زرو ته رسیږي چې له مخې یې ۵۰۴ کسان مړه شوي او ۶۱۵۸ بیرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x