روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ناروغانو لپاره د ډیکسامیتازون درمل یو ښه پرمختګ بللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) عمومي مشر ټيډروس ادانوم ویلي دي چې د برتانیا څيړونکو لخوا د کرونا ناروغانو لپاره د ډیکسامیتازون درمل په سختو ناروغانو اغیز کولی شي.

د بهرني خبري اژانس د راپور سره سم د روغتیا سازمان مشر د ډیکسامیتازون درملو لومړیو ازموینو په لړ کې مثبتو پایلو ته ښه راغلاست ویلی او دا یې یو «ساینسي پرمختګ» بللی، هغه وایي چې دغه درمل مصنوعي تنفس او اکسیجن ته پراته ناروغانو د مړینې کچه ټيټه کړې ده.

د یاد سازمان مشر وایي، «دا لومړۍ ثابته شوې درملنه ده چې د کوویډ-۱۹ هغه ناروغانو ترمنځ چې د مصنوعي تنفسي او یا هم د اکسیجن ماشین له لارې ساه اخلي، د مړینې کچه ټيټولی شي، هغه زیاتوي، دا د خوښۍ خبر دی، زه د برتانیا حکومت، د اکسفورډ پوهنتون او یو شمېر روغتونونو او ناروغانو ته مبارکي وایم چې د ژوند ژغورنې په دغه ساینسي پرمختګ کې یې برخه اخیستې ده».

ټيډروس ادانوم زیاتوي چې ډيکسامیتازون د هغه ناروغانو لپاره ګټور نه دي چې د ساه بندۍ ستونزه نه لري بلکې بالعکس جانبي عوارض لري، «یاد درمل باید یوازې د کلینیکي څارنې لاندې وکارول شي».

باید وویل شي چې د ډیکسامیتازون درمل په ۱۹۵۷م کې اختراع شول او په ۱۹۶۰م کال کې یې کارول پېل شول، له هغې راهیسې تر اوسه یاد درمل د روغتیا نړیوال سازمان د اړینو درملو په لیست کې هم شامل دي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د برتانیې د اکسفورډ پوهنتون څیړونکو داسې درمل معرفي کړل چې د کرونا سختو ناروغانو د مړینې کچه په پراخه توګه کمولی شي چې دا یو ستر پرمختګ ګڼل کیږي، دغه درمل چې بیه یې هم ټيټه ده په اسانه توګه په هر هېواد کې موندل کیږي.

د یاد څیړونکي ټيم مشر مارټن لیندری ویلي وو چې، «موږ د یوه داسې درمل یا تشخیص په لټه کې وو چې د کرونا ناروغانو ژوند وژغورل شي او یا یې هم د مرګ کچه ټيټه شي، چې د ډیکسامیتازون درمل موږ سره په دې لړ کې مرسته کولی شي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x