ورزش

د اروپا اتلانو لیګ فوټبال سیالیو بیا راګرځېدو نېټه په ډاګه شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د خپرې شوې کرونا وبا له کبله د نړۍ په شاوخوا کې د نورو فعالیتونو سربېره د سپورت فعالیتونه هم په پراخه کچه اغیزمن شوي چې نږدې ۳ میاشتې هر ډول سیالۍ ځنډول شوې وې.

له تیرو دوه اونیو راهیسې په هغو هېوادونو کې چې د کرونا وبا یې تر یوې اندازې کنترول کړې د فوټبال سیالیو پېل کېدو پریکړه کړې ده، په دې کې لومړی د جرمني، بیا هسپانیا او بیا ایټالیا هېوادونه شامل دي.

د اروپا اتلانو لیګ (UCL) سیالۍ چې د اروپایي سترو کلبونو ترمنځ ترسره کیږي هم د کرونا وبا له کبله د شپاړسم پړاو په مرحله کې ځنډول شوې وې چې اوس یې په اګست میاشت کې د بیا راګرځېدو پریکړه وشوه.

د راپورونو له مخې یادې سیالۍ به د اګست میاشتې په ۷مه نېټه یو وار بیا پېل شي، چې لومړی به د شپاړسم پړاو دویم لیګ leg سیالۍ ترسره شي او بیا به کواټر پایلوبې، نیمه پایلوبې او پایلوبه ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د کواټر پایلوبې او نیمه پایلوبې سیالۍ به لکه څرنګه چې پخوا ترسره کېدې هغسې دویم لیګ leg ونه لري او د ناک اوټ مرحلې په څېر به ترسره شي. د شپاړسم پړاو سیالۍ به په پخواني مهالویش په خپل کوربه توب (وروستۍ پریکړه به وروسته کیږی)، خو د پایلوبې سربېره به پاتې ټولې لوبې د پرتګال هېواد په پلازمینه لزبونه کې ترسره شي. د یادو سیالیو پایلوبه په ترکیه کې ټاکل شوې وه خو د کرونا له کبله د پرتګال هېواد ته انتقال شوه.

د اګست په ۷مه او ۸مه نېټه به د شپاړسم پړاو سیالۍ، په ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶مه نېټه به د کواټر پایلوبې، په ۱۸ او ۱۹مه نېټه به نیمه پایلوبې او د اګست په ۲۳مه نېټه به پایلوبه ترسره شي.

د یوونتوس او لیوان ترمنځ (۱-۰)، مانچسټر سیټي د ریال مدرید پر وړاندې (۲-۱)، د بایرن میونیخ او چیلسي ترمنځ (۳-۰) او د برسلونا او ناپولي (۱-۱) ترمنځ د شپاړسم پړاو دویم لیګ سیالۍ ترسره شي.

باید وویل شي چې د چمپینز لیګ UEFA سیالۍ د روان کال مارچ میاشتې له ۱۱مې نیټې څخه د کرونا وبا له کبله وځنډول شوې او په اګست میاشت کې به یو وار بیا پېل شي، خو هیڅ لوبه به نندارچیان ونه لري او د بندو دروازو تر شا به ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x