ټولنیزه برخه

له ماشوم څخه د یوه لوی انسان تمه مه لرئ!

حميدالله حميدي

د ګټې حس په ټولو انسانانو کې ډېر پیاوړی وي، هغه که ماشوم وي او یا هم لوی. په ماشومانو کې له ۱۸ میاشتو وروسته دغه حس را ژوندی کېږي او غواړي چې له خپل مور او پلار سره په کارونو کې مرسته وکړي.

دوی په دې برخه کې ډېر پلټونکي وي، د دوی د کار ارزښت په دې وخت کې ډېر پورته وي. د مور او پلار لپاره لازمه ده چې په دې برخه کې د هغوی په روزلو کې مرسته وکړي او هغوی ته لارښوونه وکړي.

د ماشومانو د روزنې کتاب لیکونکی “پروفیسور راجر ډبلیو مکنتایر” په دې اند دی، چې ماشوم باید په کور کې ځینې مسوولیتونه ولري چې له لاندنیو لارو څخه په ګټې اخیستنې کولای شی، هغه خپل مسوولیت ته متوجه کړئ او تر څنګ یې ورسره مرسته او لارښوونه هم وکړئ.

هېڅکله پر ماشوم فشار مه راوړئ چې کار دې په سم او اساسي ډول له کومې تېروتنې پرته ترسره کړي.

حميدالله حميدي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close