افغانستان

بلخ: پولیسو د مور او پلار په غیږ کې ۲ تنکي ماشومان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې محلي پولیسو(اربکیانو) د مور او پلار ترمخه ۲  تنکي ماشومان وژلي او مور او پلار یې ورته ټپیان کړي دي.

د عبدالواحد په نوم یو ټپي کس چې له سترګو یې  اوښکې روانې وې، د بلخ ولایت بوعلي سینا روغتون کې خبریالانو ته داسې ویلي: «له خپلې میرمنې او ۳ ماشومانو سره یوځای له کلینیکه کور ته روان وو، چې د لارې په اوږدو کې د جمعه په نوم محلي پولیس راباندې ډزې وکړې»

نوموړی زیاتوي، د ډزو په دغه پېښه کې یې دوه ماشومان (پنځه کلن  او شپږ کلن) وژل شوي، دی او میرمن یې دواړه ټپیان دي.»

د «جمعه» په نوم محلي پولیس(اربکی) د اربکیانو د محلي قومندان ستار عسکر دی، چې د بلخ سیمه ییزه اداره ورڅخه ملاتړ کوي.

د پېښې قرباني کس عبدالواحد وايي، چې دغه «وحشت ناکه» پېښه د سه شنبې په ورځ(۲۷ غبرګولي) د شولګرې ولسوالۍ په تاجي کلي کې رامنځ ته شوې ده.

له بل پلوه د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد بیا د پېښې د څېړلو خبره کوي او ژمنه کوي چې په پېښه کې ککړ پولیس او قومندان به د قانون منګولو ته سپاري.

دا په روانه اونۍ کې درېیمه پېښه ده، چې دولتي عسکر په بلخ ولایت کې ملکي خلک په نښه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي.

د روانې اونۍ په دوشنبې ورځ(۲۶ غبرګولي) هم د چاربولک ولسوالۍ تاڼې کلي کې د دولتي عسکرو د توپچي بریدونو پایله کې د خیرمحمد ولد خدایداد په نوم یو ملکی کس ووژل شو، ددې ترڅنګ د خاص بلخ ولسوالۍ عالم خیلو کلي کې محلي پولیسو(اربکیانو) د پيرمحمد ولد خال محمد په نوم یو دوکاندار په مخامخ ډزو وژلی دی؛ خو ولایتي ادارې تراوسه ددغو پېښو عاملین په مجازات نه دي رسولي او نه یې هم حتی د څیړنو ژمنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx