ټولنیزه برخه

له يو کتاب خبرو غوره دی!

محمد وقايت الله وقار

له خپلو درنو استاذانو مې دا خبره ډېره اورېدلې وه، چې د معلوماتو د ساتنې تر ټولو ښه لار په هغې باندې د عمل کول دي. له ډېرو ليکوالانو سره مخ شوم، زما لومړنۍ پوښتنه به ترې داوه، چې څنګه کولی شم، يو غوره ليکوال شم، هغوی ټولو په يوه خوله همدا ځواب راکاوه، چې ليکنه کوه… د ويناوالۍ درسونه مې تعقيب کړل، له تکړه ويناوالانو سره مې ليده کاته وشول، له هر يوه مې پوښتنه وکړه، چې څنګه کولی شم، غوره ويناوال شم، د هغوی ټولو همدا ځواب ؤ، چې وينا کوه … د خطاطانو سره مې ليدنه وشوه، د خپل خط د ښکلي کېدو په اړه مې ترې سلا مشوره وغوښته، هغوی ټولو د خط ليکلو سپارښتنه راته وکړه….

د ساينسي مضامينو له ښوونکو سره مې د درسونو د نه ياديدو ستونزه شريکه کړه، ټولو ويل، هره موضوع کې کار کوه، هر قانون کې عملي مثالونه حلوه، هره قضيه په څو بېلګو کې ثبوتوه….

قرآن کريم مې راواخيست، د خپلې ستونزې حل مې ترې وغوښت، قرآن کريم لا ډېر پخوا د عمل ارزښت ته خلک ځير کړي ول، ماته ېې هم دا پيغام راکړ، چې په ښه خبره لومړی خپله عمل کوه او بيا ېې تر نورو رسوه. قرآن کريم هغه خلک ډېر بد راپېژندلي ؤ، کومو چې د علم او عمل تر مينځ بېلتون راوستی دی….

په نبوي احاديثو کې مې پلټنه وکړه، د عمل ارزښت پکې له ورايه ښکاريده، د بې عمله عالمانو او قاريانو لپاره سخت وعيدونه پکې راغلي وو….

د تزکيې ډېر کتابونه مې مطالعه کړل، د عمل غوښتنه ېې رانه کوله، فقه مې راواخيسته، يواځې د لمانځه څو محدود مسايل مې ژر ځکه زده شول، چې عملي کول مې، خو د حج او زکات اسانه اسانه احکام هم رانه هېرېدل، ځکه چې زه فقير وم او لا عملي بڼه مې نه وه ورکړې….

لدې ځايه د عمل مينه زما زړه ته ننوته، د فارسي هغه متل مې ډېر خوښ شو، چې له زرو خبرو يو عمل غوره دی، د ارواپوهنې د کتابونو هغه خبره راته ډېره ښه ښکارېده، چې د يو ټن خبرو څخه يو ګرام عمل غوره دی او د قرآن کريم هغه تګلاره په سرو زرو د ليکلو ده، چې د اسلامي بلندوی لپاره ېې د خير د خپرونې څخه وړاندې په خپله په هغې باندې د عمل کولو سپارښتتنه کړې ده.

هوکې، انساني نړۍ په عمل ودانه ده، که خلکو خپلو معلوماتو او پوهې ته عملي بڼه نه وی ورکړې،نو دا دنيا به په مادي او معنوي لحاظ تر دې ځايه نه وه رسېدلې. زمونږ مشران د علم او عمل تر مينځ پيوستون ته نه يواځې دا چې قايله وه، بلکې په خپل ژوند کې ېې دغه پيوستون انځور کړی ؤ، همدا علت ؤ، چې د هغوی په وخت کې نړۍ او په خاصه توګه اسلامي ټولنې د مادي او معنوي پرمختګ پر لور روانې وې، خو کله چې په مونږ کې د علم او عمل تر مينځ د بيلتون ناولې پديده خپره شوه، مادي رغښت په ټپه ودرېد او معنوي شتمني مو هم له لاسه ووته، اوس يو ځل بيا ددې نوبت راغلی، چې علم او عمل سره يو کړو او دنيوي او اخروي ښيګڼې لاس ته راوړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx