نړۍ

بلوچستان: دسویس هیواد ددوو تنو تښتول شویو سیلانیانو پلټني پیل شوي

police_search_kidnapped_swess_nationals(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷۰۲)کوټه: تیره ورځ دپلوچستان ایالت لورالایی ولسوالي کي چي له کوټي څخه ۱۷۰ کیلومټره لري پرته ده دوه تنه دسویس له هیواد څخه راغلي سیلانیان دنامالومو وسلوالو له لوري وتښتول شول.

له سیمی څخه عیني شاهدانو خبرورکړی دي چي دواړه سیلانیان په سیمه کي د سیرکي جنګل دپولیسو له امنیتي پوستي څخه پرسمیز وخت ۵:۵۴  باندي تیرشول، دپولیسو دپوستي امنیتي چارواکي وایی دواړوبهرني کسانو له مونږ سره دسویس هیواد دسیلانیانو په توګه ځانونه ثبت کړو.

امنیتی چارواکو خبرورکړي دي وایی دواړه سیلانیان هغه وخت دنامالومو وسلوالو له لوری څخه ودرول شول کله چي دنیګاه په نامه کلي څخه دتیریدو په حالت کي وو، چي وروسته یی کوم نامالوم ځای ته نقل کړه، یو امنیتي چارواکو رحمان رسنیو ته وویل چی زمونږ اولني هڅی به همداوي چي نوموړی ژوندی وژغورو.

خوتراوسه پوري دنوموړیو په اړه هیڅ ډول مالومات نه لري نه مو د له چالوری کوم خبرترلاسه کړی دي چي دنیول شویو سیلانیانو په مقابل کی دپیسو غوښتنه کړي وي اونه کوم لوری تراوسه ددوي دتښتوني پړه په غاړه اخیستي ده.

دپلوچستان دپولیسو عمومي قومندان زیاته کړه چي دنادرکه شویو سیلانیانو دپلټني عملیات مود بلوچستان ایالت تردرو ولسوالیو لکه لورالای، ژوب اوقلعه سیف الله پوری پراخ کړی دي، نوموړي زیاته کړه زمونږډیره توجه به په ژوب کي دژوب، افغانستان اوقبایلي سیمو سره پرپوله باندی وي ترڅو مخه ونیول شوي چی تښتول شوی کسان افغانستان یا قبایلی سیمو ته انتقال نه شي.

دسویس دبهرنیو چارو وزارت خبرورکړي دي، وایی مونږ خبرشوی یو چي دوه کسه هیواد وال یی په پاکستان کي نادرکه شوی دي، نوموړي زیاته کړه مونږخپلو هیواد والو ته لاله پخواڅخه خبرورکړي وو، ترڅوباکستان ته غیراړین سفرونه ونکړي، ځکه په پاکستان کی دبهرنیا نو لپاره مختلف ګواښونه وجود لري.

بخت الرحمن بخت ………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x