د نن سرلیکنه

د را خلاص شویو طالب بندیانو د اقتصادي معیشت چاره باید وکړای شي!

نن ټکی اسيا سرليکنه

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته نیږدي دری زره طالب بندیان له امریکايي محبس بګرام ، څرخي پله او یو شمیر نورو محبسونو څخه راخلاص او د دوو زرو نورو هغو د خلاصیدو لړۍ جریان لري.

په دغو بندیانو کې ډیری داسې کسان هم و چې تر دولسو کلونو ډیر وخت یې په زندان کې تیر کړی او تر شا پاتې کورنۍ او اولادونه یې همداسې بي سرپرسته پاتي وو.

اوس د هغوی په راخلاصدو سره لکه دوي ته چې نوی ژوند ور بښل شوی وي.

هغوی به اوس د خپل ځان او کورنیو د نوي ژوند او همدا راز د هغوی لپاره د نفقې او یوې ګولې مړۍ پیدا کولو په اړه چاره کوي.

دا چې د افغانستان اویا سلنه وګړي د اشغال او اشغال پلوي فاسد حکومت د شتون له وجې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د جګړې له وجې د هیچا لپاره د کار او روزګار ترتیب نشته نو باید نړیواله ټولنه د همدغو تازه راخلاص شویو بندیانو د مرستې او د هغوی لپاره د کار او روزګار پیداکولو پلان جوړ کړي.

مونږ په تیرو (۱۹) کلونو کې ولیدل چې امریکا د نړیوالې ټولنې په مرسته په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په پلمه دلته په سلګونو ملیارده ډالر ولګول خو هغه له دې پرته چې د افغانستان د مزیدې تباهي لامل شي د افغانانو پر معیشت او اقتصادې پرمختګ یې هیڅ مثبت اغیز و نه کړ.

اوس چې خپله د امریکا لخوا په افغانستان کې د جګړې د خاتمې تړون لاسلیک شوی باید د ژوند په ټولو برخو کې ورسره د جګړې د خاتمې لارې چارې هم پیل شي.

د دغو هلو ځلو له جملې څخه لومړنی ګام همدا د نویو را خلاص شویو بندیانو لپاره د کار یابي پروسه ده چې باید طالبان ( اسلامي امارت) د امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه یې په مشترک ډول د عملي کولو پلان جوړ کړي.

امریکا ، ناټو او اوروپايي ټولنه د دې په ځای چې هره ورځ د سولې تړون د مقتضیاتو خلاف پر طالبانو په اصطلاح د خشونت زیاتولو او یا له بهرنیو جنګي ډلو سره د هغوی د ارتباط لرلو سوله تخریبوونکې تورونه لګوي دا ورته په کار ده چې د جګړې د عواملو په له منځه وړلو غور وکړي او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د بیا رغوني او نویو را خلاص شویو بندیانو ته د کارموندلو داسې پروګرامونه عملي کړي چې وکړای شي د ځان پر سوله ییزتوب د ولسي خلګو باور تر لاسه کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx