دیني، سیرت او تاریخ

قیامت ته ډیر نژدې شوي یو!

منيب احمدزی

پخوا زمانه کې به چې کله په نورو امتونو کې جهل زیات شو او خلک به د الله تعالی جل جلاله د احکاماتو نه غافل شول نو الله تعالی جل جلاله به بل پیغمبر راولیږه او  هغه به تجدید دین کاوه یا به یې نوی دین ورته راوړ، یا به یې هغه زوړ دین بیا خلکو ته رساوه.

همداسې سلسله په سلسله به پیغمبران دنیا ته راتلل،  حتی چې کله زمونږ پاک پیغمبر مصطفی صلی الله علیه وسلم دې دنیا ته راتګ کاوه  همدا شان مخکینی دین عیسوي د یو نیم کس یاد و، د اکثره خلکو نه هیر شوی او یا خو بالکل ورته معلوم نه او یا که ورته معلوم هم و خو عمل یې نه په کاوه.

جهل دومره انتهاء ته ورسيده چې خلکو به د یوه اوښ په سر سل کاله دوه طرفه مړي کول، خپلې مینه ناکې لورګانې به یې ژوندۍ په ځمکه باندې خښولي، چا به چې څوک مړ کړ د هغه له هډوکو نه به یې د افتخار له پاره د غاړې هار جوړ کړ، زنا دومره زیاته شوه چې رنډۍ ښځو به په کور بیرغ ودراوو او هغې کور ته به هر وخت بغیر د کومه عیبه او شرمه خلک ورتلل او داسې نور نور ..

خو کله چې پاک پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم دنيا ته راغی نو دا ټولې بدبختۍ الله تعالی جل جلاله د ده په برکت ورکې کړلې او هر چاته یې یو نوی ژوند وروښوده، د دنیا هر کونج ته د اسلام سپيڅلې نعره ورسيده، هر حقدار ته خپل حق ورسیده.

کله چـې رســـول الله صلی الله عَلَیه وسلم له دې دنـیا څخه رحلت وکړ نو دا وظیفه یې د وخت صحابه کرامو ته پرېښوده، بیا همداسـې سلـسله په سلسـله تابـعین، تـابع تـابعین همدا شان علماء کـرام نو دا سلسـله اوسـه پورې روانـه ده او جـارې به وي.

کله چـې د دیـن نه خلک غافل شي نو بیا الله تعالیٰ جل جـلاله په علماء کـرامو کــې یو مجدد د دین لپاره پیدا کړي او هغه دین بیا را ژوندی کړي  او دا سلسـله به تر هغه وخته پورې وي چې کله په دنيا کې یو دومره عالم هم نه وي چې هغه د (الله. الله) لفظ ووايي نو خود بخود به دا دنیا ړنګیږي او د دنیا ټول نظام به ختميږي.

نو اوس که دغې دنیا ته سوچ وکړو نو اوس مونږ ورته ګورو چې د مونږ له مخې نه علماء کرام پورته کیږي،   علماء کرام شهیدانیږي، طالبان شهیدانیږي، له دین سره رغبت کم او د دنیا او د فتنو سره محبت زیات شوی دی او د علماء کرامو توهین کیږي.

علماؤ ته په بده سترګه ګوري، حتیٰ په یوه کور کې چې لس کسان وي په دې لسو واړو کې به یو داسې کس نه وي چې هغه دیني سبق خوښ کړي او مدرسې ته لاړ شي او دنیاوي تعلـیم  لپاره به ډیر مصرف هم کوي خو هغه به د فرائضو څخه بولي.

نو اوس داسې وخت راغلی چې مونږ ته به د دین مجدد نه پیدا کیږي او که څوک هم د دین خبره کوي په هغه باندې به خلک تورې ټاپې لګوي، فتنو ته به خلک زیات وخت ورکړي،  نو که لږه زمانه خلک دغه رنګه ژوند وکړي نو اخر به په مونږ کې هم داسې څوک پیدا شي چې هغه به بیا دا لفظ د (الله الله) هم هیر کړي نو خود به خود به قیامت قائمیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx