د نن سرلیکنه

د ټاکنیز بهیر په اړه د ډوبینز څرګندونې څومره موجهې دي؟

نن ټکی آسیا: سرمقاله: د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي د ولسمشريزو ټاکنو بهير مثبت بللى او په هغه کې يې د خلکو ګډون ستايلى دى.

نوموړي دغه څرګندونې افغانستان ته د خپل وروستي سفر پرمهال کړې دي.

ښاغلی ډوبینز د امریکايي لوړپوړي استازي په حیث د دوهم پړاو ټاکنو بهیر په داسې حال کې مثبت بللی چې خپله ټاکنیز کاندیدان دغه بهیر ناکام او له ستونزو ډک بولي.

ډاکټر عبدالله چې تر دوهم ټاکنیز بهیر پوري د غربي رسنیو له خولې مخکښ کاندید ګڼل کیدو یاد ټاکنیز بهیر له درغلي ډک ښودلی او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لخوا یې په هغوکې د ۷ میلیونو افغانانو د ګډون خبره له واقعیته لیري بللې.

همداراز نوموړي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د هغه کارکوونکي په درغلي تورن او د هغوی له منځه یې د ځینو د منفکي غوښتنه کړې.

پردې سربیره د جوزا د میاشتې له ۲۴ مې نیټې را هیسي د ټاکنیز بهیر د پلویانو ترمنځ د شدیدو اختلافاتو په را پیداکیدو سره د هغوی ترمنځ د بدو اوسپکو سپورو ویلو لړۍ پیل شوې چې تقریبا د هیواد ټولې تلویزوني شبکې اونورې غږیږې اوچاپي رسنۍ یې مصروفي کړې ، او د هغوی کارکوونکي شپه او ورځ د همدې ټاکنیز بهیر په ترڅ کې د ترسره شویو درغلیو او فضیحتونو پر افشاء کولو لګیادي.

خو ښاغلی ډوبینز له دغو ټولو واقعیتونو څخه په انکار او چشم پوشي سره بیا هم همدا ګډوډ او درغلیز بهیر مثبت تعبیروي.

سړی نه پوهیږي چې ښاغلي ډوبینزته په دغه ټاکنیز بهیرکې کوم شي مثبت په نظر ورغلی ؟

ایا دا چې د همدغه بهیر په وسیله افغانان یو د بل پرخلاف دریدلي او عملا د هغوی ترمنځ یوه خونړي تصادم ته زمینه سازي شوې دا مثبت بلل کیږي؟
اوکه دا چې خپله د دغه بهیر یوشمیر پلویان هغه له تقلب او درغلي ډک بولي او له ټول جریان سره یې مطلق بایکاټ اعلانوي؟

اصلا د ټاکنو په نوم دواړه مرحلې ، افغاني انتخاباتي مرحلې نه بلکې د اجنبي مصالحو د تحقق لپاره بهرنۍ تیر ایستونکې دسیسې وې چې د عامو افغانانو په منځ کې یې د بریالیتوب چانس تر لاسه نکړای شو.

همدا لامل دی چې عامو افغانان او د دې ولس خپلواکه سیاسي شخصیتونو هغه تحریم او په افغانستان کې د هغو عملي کول ناشونی وباله.

اوس که ښاغلی ډوبینز له دغو ټولو ناخوالو سره سره بیاهم هغه مثبت بهیر توجیه کوي،ښايي دا به داسې یو مثبتوالی وي چې ګټه او مصلحت به یې یواځې د دوئ په منافعو پوري تړلی وي،نه د افغانانو په ملي منافعو پوري. او کوم بهیر چې په هغه کې بهرنیو منافعوته د افغانانو په ملي منافعو ړومبیتوب ورکړل شوی وي، هغه د افغانانو له نظره هیڅ کله هم مثبت بهیر نشي بلل کیدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x