افغانستان

طالبانو په دایکندي کې د ملکي خلکو برمته کېدل رد کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): طالبانو د حکومتي چارواکو هغه ادعا «پوچ تبلیغات» بللي چې ګواکې طالبانو په دایکندي ولایت کې د یوې شخصي قضیې له کبله ۵۳ ولسي خلک برمته کړي دي.

د دایکندي مرستیال والي  محمدعلي ارزګاني نن د شنبې په ورځ(۳۱ غبرګولي) رسنیو ته ویلي ؤ، چې طالبانو ددې ولایت په کجران ولسوالۍ کې د ۲۸ ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۳ ملکي خلک له دې امله برمته کړي، چې ګواکې له ارزګان ولایت څخه یوه نجلۍ او  هلک هلته تښتېدلي دي.

که څه هم نن ماښام د دایکندي والي ضیاء همدرد طلوع نیوز ته وویل، چې د قومي مشرانو په مرسته یې ددغو کسانو له ډلې ۹ تنه را خوشې کړي او د پاتې نورو د خلاصون هڅې هم روانې دي؛ خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا د یو ټویټ له لارې د دایکندي د والي او مرسیتال والي دواړو ادعاوې رد کړې او زیاته یې کړه، چې اصلا په هغه سیمه کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

https://twitter.com/QyAhmadi21/status/1274368031561572352

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx