نړۍ

ملګرو ملتونو کې ټاکنې؛  هند، ناروې، مکسیکو، کینیا او ایرلینډ  امنیت شورا ته لار ومونده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو مؤقتي غړو د ټاکل کېدو لپاره ترسره کېدونکې ټاکنې د ملګرو ملتونو په عمومي مقر کې ترسره او له لارې يې هند، ناروې، مکسیکو ، کینیا او ایرلینډ د امنیت شورا دوه کلن غړیتوب تر لاسه کړ.

دغه ټاکنې چې وړمه ورځ ترسره شوې، د اروپا له برخې کاناډا په یوه سخت رقابت کې خپل غړیتوب ایرلینډ او ناروې ته بایلود، خو د اسیا له برخې هند او د لاتینې امریکا په برخه کې مکسیکو کوم سیال نه درلود او د امنیت شورا د تازه غړو په حیث وټاکل شول.

د افریقا په برخه کې جیبوتي او کینیا یوه هم ونشوای کولای په لومړي دور ټاکنو کې د غړیتوب لپاره اړینې رایې  تر لاسه کړي، هماغه وو، چې رایه اچونه دوهم پړاو ته ولاړ او کینیا په دوو رایو له جیبوتي وګټله.

دغه ټاکنې چې په هرو دوو کلونو کې ترسره کېږي، نوماندان  یې اړ دي، چې د امنیت شورا د غړیتوب ګټلو لپاره د عمومي مجلس له دریو دوه برخې رایې ترلاسه کړي او په دې توګه د دوه کلونو لپاره د امنیت شورا د غیر مؤقتي غړو په حیث کار وکړي.

د امنیت شورا تازه غړي به د راتلونکي میلادي کال «۲۰۲۱» د جنوري میاشتې له پیله خپل دوه کلنی ماموریت پیلوي.

د امنیت شورا له ټاکل کېدو سره هم مهاله د اقتصادي او اجتماعي شورا غړي او د راتلونکې مجلس رییس هم ټاکل کېږي.

دا ځل د ټاکنو له لارې د ترکیې د «عدالت او پرمختګ ګوند» غړی او رجب طیب اردغان ته نږدې ترکي ډيپلوماټ «ولکان بوزکیر» د نایجریا د «تیجاني محمد» پر ځای د مجلس عمومي رییس ټاکل شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close