نړۍ

عراق کې د اسلامي دولت ځواکونو اسلامي خلافت اعلان کړ

نن ټکی آسیا: د عراقي پاڅون مشرتابه او د عراق او شام د اسلامي دولت ځواکونو په یوې بې ساري اعلامیې کې د اسلامي خلافت د تشکیل او رسماً پيلېدا اعلان وکړ.
د دغې ډلې له لورې په یوه غږیز پيغام کې ښاغلی ابوبکر البغدادي د اسلامي دولت له لورې د ټولو مسلمانانو د خلیفه په توګه اعلان شوی.
له اعلامیې سره سم، دا اسلامي خلافت به د اوس مهال لپاره د عراق د دیاله ایالت نه د سوريې تر الیپو ولایت پورې د واکمنۍ واګې په لاس کې اخلي.
د عراق او شام د اسلامي دولت ویاند ابو محمد العدناني په دې باب وايي، چې : «د اسلامي دولت شورا د خلافت په اړه بحث او شورا وکړه او بالاخره یې پر دې پرېکړه وکړه، چې د مسلمانانو لپاره اسلامي خلافت قایم کړي او همدارنګه د مسلمانو خلیفه وټاکي. »
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د الجزیره تلویزیونې شبکې د خبریال له راپور سره سم، د اسلامي دولت غړو ورته ډاډ ورکړی، چې دوی به د خلافت له اعلانولو سره جوخت د یوه بې ساره او پر عدل ولاړ بشپړ اسلامي نظام بېلګه وړاندې کوي او په دې سره به د مسلمانانو او مجاهدینو په زړه کې د اسلامي خلافت لپاره د مودو مودو هېلو ته رښتېنولي ور بخښي.
په دې اعلامیه کې همداراز د دغې ډلې له اصلي نامه څخه، چې «د عراق او شام اسلامي دولت» دی؛ د عراق او شام کلمې غورځول شوي او ځان یې یوازې پر «اسلامي دولت»باندې نومولی.
د اسلامي دولت ځواکونه چې له دې وړاندې د القاعده شبکې پورې اړوند ښاخ بلل کېده، په دې وروستیو کې په دې توانېدلې، چې د عراق او شام د یو لړ نورو جهادي ډلو په ننګه او نظامي ملاتړ د سوریې په ختيځ کې له حلب ښار څخه نیولې بیا د عراق په لویدیځ کې تر فلوجې پورې سېمي د خپلې واکمنۍ په لمن کې را ونغاړي او آن په ډېره چټکتیا سره ځانونه د عراق د پلازمېنې بغداد تر څنډو ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر. الخلافة الإسلامية مو مبارك

موبارک مو شه د نړئ مسلمانو

Mukhlis

په یو وخت دوه امیران څنګه ارزوئ

غوربندي

د ټول عراق له نیولو مخکې یا حد اقل له بغداد لاندې کولو او د مالکي له په دار کولو مخکې او په شام کې د بشار اسد د سفاک رژیم تر نسکورولو مخکې د خلافت اعلان له وخته مخکې ناسنجیده خبره ده او کیدای شي د عراق ویش ته لاره هواره کړي د اسلامي دولت ځواکونه باید طالبان په نااعلام شوی توګه په استادی ومني او د هغوی له تجربو زده کړه وکړي په بل عبارت د هغوی موجوده امارت چی له اور او اوبو وتلی او په ټول جهان ځلیدلی دی په نااعلام شوې توګه ومني او د… نور لوستل »

m:sameem

دنږۍ مسلمانانو ته دا خبره کول غواږم چی دلته (افغانستان )کی جهاد نشته البته تر ټولو اشد ضرورت فلسطینی مسلمانانو سره مرستی ته لیدل کیږی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x