افغانستان

د بندیانو د خلاصون په خوښۍ کې هوايي ډزو کوونکو ته د طالبانو خبرداری

نن تکی اسیا (جمعه، ۳۰ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د بندیانو چارو کمیسیون خپلو ټولو ولایتي مسئولینو ته د یوې اعلامیې له لارې سپارښتنه کړې، چې د بندیانو د خلاصون پرمهال بندیان، د هغوی ملګري او خپلوان د خوښۍ په نامه هوايي ډزو څخه په جدي توګه منع کړي.

«د اسلامي امارت د مشرتابه د محترم مقام د حکم په اساس تاسو ټولو څخه په جدي توګه غوښتنه کیږي چې، د خپل ولایت ټول بندیان، د هغو خپلوان او ملګري په جلا جلا ډول پوه کړئ چې له بند څخه د راخلاصیدو په مهال دې د خوشحالۍ په نامه ډزې او ټکان نه کوي.»

په خبرتیا کې ویل شوي، دا چاره د مسلمانانو د «اذیت او ضرر» سبب ګرځي، بې ځایه مصرف او د «مهماتو» د ضایع کېدو ترڅنګ نور هم ډیر زیانونه لري.

د اعلامیې په پای کې سرغړوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې به یې په وړاندې مناسب اقدام ترسره کیږي: «که د دې خبرتیا څخه وروسته بیا هم چیرې بې ځایه ډزې وشوې، هیله لرو چې متخلفین موږ ته را معرفي کړئ تر څویې په اړه د مشرتابه د مقام له حکمه سره سم مناسب اقدام وکړو.»

د طالبانو د بندیانو چارو کمیسیون د بندیانو د خلاصون په پلمه د خوښۍ هوايي ډزو کوونکو ته په داسې مهال د سزا ورکولو خبرداری ورکوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون لړۍ جریان لري او د هر بندي طالب د خلاصون لپاره د هغوی ملګري، خپلوان او عام ولسي خلک د خوښۍ مراسم او نمانځ غونډې جوړوي، چې په دغه ترڅ کې یو شمېر کسان په هوايي ډزو هم لاس پورې کوي او خلکو ته د تکلیف سبب ګرځي.

د سولې فعالان او عام افغانان د طالبانو د بندیانو چارو کمیسیون له دغه پرېکړې څخه هرکلی کړی او غوښتنه کوي چې باید دغه چاره په جدي توګه تعقیب او د عام نظم اخلال کوونکو ته قانوني جزا ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

له امریکی څخه مننه وکړی له خپلو باداران څخه چی ستاسو بندیان یی راخلاص کړل. له غنی نه هم مننه وکړی چی دا بندیان یی په بند کی ساتلی ول نه تاسو غوندی چی په صحرایی محکو کی مو د قانون خلاف، د اسلام خلاف وژنی وکړی.###

پتنګ

له امریکې څخه ته مننه وکړه چې ### ښځې یې پلوټانې کړې ، د مین نانو ورځ یې در پکښې رواج کړه ، شراب او فحشایې په علاني ډول ستاسو کړنلار کړه ، رشوت بيناموسي غلا یې در پکښې رواج کړه ، انسان وژنه اولس وژنه یې در وښودل ، 350 زره مذدوره اردو يې په دالرو درته جوړه کړه ، په غلا ، درواغو او بې ناموسي یې عالمان کړۍ ! د کرزي غوندې د سې ای اې مذدور یې ستاسو رئیس جمهور که او د غني غوندي درواغجن لاپوک چې په لمانځه هم نه پوهیږي ستاسو دسهامي شرکت… نور لوستل »

مجاهد

د نن ټکی اسیا درنو چلونکو ورونو جدی پأملرنه !!! د نن ټکی اسیا پاڼه د یو سبڅلی عبادګاه حیثیت او دریز لری، دا ځکه چه دی پاڼی له اوله اسلامی او انسانی حیثیت ساتلی، ټول لیکوالان او تبصره کونکی یی ښه مسلمانان، شه انسانان او عالمان شخصیت لری ټول اموزندنه لیکنی، ښی توصیی او ښی لارشودنی لیکی . دا پاڼه ّځکه د ښو او اوچتو پاڼو په سر کی قرار لری. له بده مرغه په اخری دوه دری کلونو کی ورته دجال اوسکولریزم کمونیزم یو یا دوه وایروسه ننویستلی کله کله په یوه او کله په څو نومونو د… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه، مجاهد عرف بیانزی صاحب ته، خلقیان،مجاهدین،طالیبان ،یوه یوه دوره حکومت کړی دی،دوباره راتګ ته یی ضرورت نه شته، دری سره چلیدلی زاړه فلمونه دی،نو د زاړو فلمونو کتل د وخت ضایع کیدل دی،ولس د نوی شی په لټه کی دی، خلقیان،مجاهدین،طالیبان،هم باید ایینه ته ودریږی خپل شکلونه په کی وګوری،او دا به ورته معلومعه شی چه تر اوسه یی بی له ورانی،قتل څخه نور څه نه دی کړی. راځی چه ټول سره یو لاس شو.یو نوی شی چه د ولس علاج په کی وی رامنځ ته کړو، تاسو محترم له دی ورسته خپلو تبصرو کی د نوی شی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x