نظــر

افغانستان ته ولې د امپراتوریو هدیره وایي؟

ډاکټر هاتف مختار

راځئ چې د یرغلګرو د تاریخ په هکله تاسو او خپل مجاهد ملت ته اړین او ضروري معلومات وړاندې کړم، کله چې مونږ د خپل تاریخ او خپلو ارزښتونو خبرې کوو نو حتماً باید د خپلو ملي ارزښتونو او ملي شعایرو په هکله پوره معلومات ولرو.

تاریخ مونږ ته د عبرتونو ارزښتونو داستانونه را په زړه کوي، زمونږ تاریخ دومره غني دی، چې څومره یې لولې هومره به پرې ویاړې، نو په دې اساس ومې غوښتل چې د خپل ګران هیواد او خوږ ټاټوبي څه ناڅه یادونه او تاریخ ساز ویاړونه خپل مجاهد او مسلمان ملت ته وړاندی کړم.

د افغانستان پاکه خاوره هم د انګریزانو هم د شورویانو او هم دا دی اوس د ناټو چې په سر کې یې امریکا ده په هدیره بدله شوه نو ومې غوښتل دغه معلومات له تاسو سره شريک کړم.

پر افغانستان یرغلونه
د افغان – انګلیس درې جګړې:
افغانان له انګلیسانو سره درې ځله جګړه وکړه، افغان- انګلیس لومړۍ جګړه (۱۸۳۹ – ۱۸۴۲) م کلونو کې وشوه، چې دا جګړه د وزیر محمد اکبر خان له لوري وګټل شوه او د وخت انګلیسي امپراطورۍ ماتې وخوړه.

افغان انګلیس دوهمه جګړه (۱۸۷۸ – ۱۸۸۰) م کلونو په منځ کې وه.
د افغان انګلیس درېیمه جګړه په ۱۹۱۹ کال کې د مۍ د میاشتې په ۶ نېټه پيل شوه، چې د همدې کال په اګسټ کې پای ته ورسېده، د اګست په ۱۹ مه چې د زمري د میاشتې له ۲۸ مې نېټې سره برابره ده، د افغانستان بادشاه، شاه امان الله خان د افغانستان د آزادۍ اعلان وکړ او د خپلواکۍ سند یې لاسلیک کړ.

د افغان انګلیس لومړۍ جګړه
پر افغانستان د انګرېزانو لومړی یرغل په داسې حال کې وشو چې روسانو غوښتل په سیمه کې پرمختګ وکړي، په برتانوي هند د دې پرمختګ اغېز هغه څه وو چې د انګلیسانو پام یې افغانستان ته واړاوه.

انګلیسانو په کال ۱۸۳۷ م کې د یو لوړ پوړي استازي له لارې د افغانستان امیر دوست محمد خان څخه د روسیې پر وړاندې د تړون غوښتنه وکړه. خو د ځینو سیاسي جنجالونو له کبله دغه هلې ځلې بې پایلې شوې، په ۱۸۳۹ م کال انګلیسانو د خپل برتیانوي هند د پولو پراخولو او د تزاري روسیې د احتمالي تعرض مخنیوي له پاره لوی لښکر (۳۵۰۰۰ تنه) تیار کړ، شاه شجاع یې تر مخ کړ او د کندهار په لور یې روان شول. په ۱۸۳۹ م کال د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه یې کندهار ونیوه او ورپسې د همدې کال د آګېست په ۶ مه نېټه یې کابل تر خپلې ولکې لاندې راووست، خو په ۱۸۴۱ م کال کې افغانان د انګریزانو په وړاندې راپاڅېدل، د جګړو میدانونه ګرم شول او بالآخره په کال ۱۸۴۲ م افغانان بریالي شول چې د هغې زمانې نه ماتېدونکی او د نړۍ تر ټولو ستر زبرځواک له خپل هېواده وشړي او سخته ماتې او ستر زیانونه ورته واړوي.

د افغان انګلیس دوهمه جګړه
د افغانستان او انګلیس دویمې جګړې لامل او سناریو هم لومړۍ جګړې ته ورته دي. په دې وخت کې هم انګلیس له روسانو سره سیاسي شخړې لرلې، پر افغانستان شکمن و چې له مسکو سره ښی اړیکې پالي، بیا کابل ته یې ګواښ وکړ. خو امیر شېر علی خان ته دا هرڅه بې مفهومه ښکاره شول او د برتانوي هند پرله پسې ګواښونو ته بې پروایي ښکاره کړه. بلاخره انګلیسان پر افغانستان د برید پرېکړه وکړه چې دې جګړې له ۱۸۷۸ م کال نه تر ۱۸۸۰ م کال د اپرېل تر ۲۷ مې نېټې پورې دوام وکړ.

د دې جګړې لویه پېښه د میوند تاریخي معرکه وه چې د ۱۸۸۰ د جولای پر ۲۷مه د کندهار د میوند په ولسوالي کی پېښه شوه، چی په آسیا کی ېې د برتانوي واک د اختتام او د ختیځو ولسونو د آزادۍ غوښتونکو پاڅونونو اساس یې کښېښود.

د افغان انګلیس درېیمه جګړه
د افغان انګلیس درېیمه جګړه په ۱۹۱۹ کال کې د مۍ د میاشتې په ۶ نېټه پيل شوه، چې د همدې کال په اګسټ کې پای ته ورسېده. د اګست په ۱۹ مه چې د زمري د میاشتې له ۲۸ مې نېټې سره برابره ده، د افغانستان پادشاه، شاه امان الله خان د افغانستان د آزادۍ اعلان وکړ او د خپلواکۍ سند یې لاسلیک کړ.

پر افغانستان د روسانو یرغل
د شوروي اتحاد سرو لښکرو د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدې پر شپږمه چې د ۱۹۷۹ م کال د دسمبر له ۲۷ نېټې سره برابره ده له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه پیل کړل.

د شوروي اتحاد لښکرو شاوخوا لس کاله په افغانستان کې ګولۍ واورولې چې په پایله کې یې تر یو نیم میلیون ډېر افغان ووژل شول، په میلیونونه نور یې معلول او شپږ میلیونه یې هجرت ته اړ کړل. بلآخره د افغانانو د سخت مقاومت له کبله روسان اړ شول چې په ۱۹۸۸ م کال د مې پر ۲۱ مه له سختې ماتې وروسته له افغانستان نه ووځي.

پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ناتو تړون یرغل
د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په اوومه نېټه چې د ۱۳۸۰ هـ ش کال د میزان له ۱۵ مې نېټې سره سمون خوري د امریکا په مشرۍ د ناټو تړون ۴۹ هیوادونو عسکرو پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو رژیم یې راوپرځاوه. ظاهراً امریکا له «ترهګرۍ» سره د مبارزې، د مخدره توکو له منځه وړلو او د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ او په افغانستان کې یې اسلامي او شرعي نظام له مینځه ویوړ او له یرغل سره یې په ډیر غرور او تکبر اعلان وکړ چې طالبان به یاوژل کیږي او یا به تسلیمیږي خو د دوی د خپلو چارواکو په وینا ناکامه دي.

له لنډې مودې وروسته افغان ولس د طالبانو د اسلامي امارت په رهبرۍ بیرته سر را پورته کړ د اشغال او ناروا یرغل په خلاف یې د جهاد اعلان وکړ چې د هر کال په تېریدو جګړو زور واخیست طالبانو په تش لاس ولې د ایمان په کامل قوت او په خپل رب باندې پوره باور سره د ځوانانو سپین ږیرو او تنکیو شازلمیو په بې سارې سرښندنو، د کورنیو په قربانیو، د هجرت په کولو د کور کلي نه په جلا کیدلو، د اودږدو بندونو په تیرولو، په فدایي او استشهادي عملیاتو په اجراء کولو سره نوولس کاله دوامداره معرکې وروسته دښمن دې ته اړیست چې د ۲۰۲۰ م کال د فبروري په ۲۹ مه نېټه امریکا د طالبانو له تحریک سره تر لس ځله مذاکراتو وروسته د خپلو پوځونو د وتلو تړون لاسلیک کړی چې په څوارلسو میاشتو په دوران کې به ټول بهرني عسکر له افغانستانه وځي او په ګران هیواد کې به اسلامي او شرعي نظام د شهیدانو کونډو یتیمانو او ټول مجاهد ملت د ارمانونو سره سم مینځ ته راځي.

ان شاءالله

دادی اوس چې دغه ویاړلو طالبانو ته چې تر پرونه چا په خپل کور کې له ویرې ځای نه ورکاوه اوس یې د افغانستان تاریخ ته یو بل ویاړ او سپیڅلې قهرماني ور اضافه کړل او د افغان په دې معاصر تاریخ کې د ازادۍ د ویاړ او وقار تاج د طالب جان په سر کیښودل شو ورته دی مبارک وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه، ډاکتر هاتف مختار صاحب. افغانستان د امپراتورانو هدیره نه بلکه،د افغانانو مسلمانانو هدیره ده، مثال په دا شلن کلن جنګ کی فقط ۲۴۰۰ امریکایان قتل شوی،تر دوه میلونو زیات افغانان قتل او ژوبل شوی، د امپراتورانو هدیری،شوروی ماتیدل.جرمنی ازادی،امریکا په ګونډو کیدل اسیا میانه ملکونو ازادی.دا هسی ټولی باټی دی چه افغان لیکوالان دا بی چاره ولس ته نور هم بوس ورلاندی کوی او ورته وایی چه هله تکړه شی جنګونه کوی ، یوه انګریز ته می د ستا دا خبره وکړه چه افغانستان د امپراتورانو هدیره ده، مسکی شو ،له پښو څخه تر سره پوری راته وکتل… نور لوستل »

جمیل

جوړ تازه !
ایمان موئمن پیژنی ، غیرت غیرتی پیژنی ، آزادی آزاد پیژنی .
داچی د یوه ماتی خوړلی کافر انګریز کړوسی لاندی باندی درته کتل او موسکی موسکی کیدی خامخا به ستاسو په بی ایمانی ، بیغرتی او د غلامی په افکارو یو څه غوږیدلی و ، چی دا وګوره او د امپراتوریو د هدیری خبری .
ښه ډیر به یی خندلی وی ؟

مجاهد

داکتر صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ، ښکلی ، ویاړلی او منلی معلومات دی پکی راټول کړی زه به هم درسره بدرګه وکړم. له ویراثت، روزنی وروسته چاپيریال هم په افرادو او ټولنو ډیره اغیزه لری دا اوږد بحث دی . ځینی ښه او ځینی بد اوصاف لری، په نړی کی تر ټولو شیطان مګر په لنډ مهالو او اوږدمهالو استعماری پلانو جوړولو او عملی کولو کی تر ټولو هوشیار قوم دی یهودان بیا تر ټولو حریص او متحد ، هندوان بیا تر ټولو چالباز او چاپلوس ، عربان او افغانان بیا تر ټولو جاهل مګر میلمه دوستی او… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ډاکتر صاحب ، ستاسی او سترجنرال مبین صاحب ویدیوویی اموزنده او خوځنده پروګرامونه پرله پسی ګورم الله ج مو بریالی لره . زړه می وو چه د میسنجر یا بلی کومی طریقی له لیاری زه هم درسره برخه ولرم مګر تاسی سره موفق نه شوم .
که په دی اړه زمونږ سره تماسی ونیسی ( hbayanzay@gmail.com ) مهربانی به مو وی سلامونه می مبین صاحب او قاری صاحب ته ورسوه مننه

غ.حضرت

سلام علیکم. دا یو ژور او پراخ بحث دی چی ویل او اورېدل او لیکل او لوستل ئې د انصاف تر څنګ ژوری او پراخی حوصلې ته اړتیا لری خو ددې ټکی بیان به کافی وی چی: په دې کی شک نسته چی افغانستان د امېراطوریو ( ښه به دا وی وویل سی متجاوزینو) هدیره ده خو پدې کی هم شک نسته چی ( هدیره) همیشه د سکوت او آرامی او عدم مدنیت او عدموی خوځښت مرکز هم وی بناً که متجاوزینو ته زموږ هیواد ( هدیره ) غوندی وی نو همدا هدیره موږ ته ( هدیرې) غوندی د یأس… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x