افغانستان

هلمند کې د نښتې پرمهال د سرحدي پولیسو ۲ قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): سمیه ییز امنیتي مسئولان وايي، د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې د سرحدي پولیسو دوو جګپوړي قومندانانو په ګډون ۷ تنه سرحدي پولیس وژل شوي او ۳ تنور ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، دا نښته تیره شپه د نهرسراج ولسوالۍ په جهانزیب کلي کې رامنخ ته شوه، چې په ترڅ کې یې د سرحدي پولیسو د څلورمې پلې لوا رئیس ارکان ډګرمن محمدظاهر توربای او د درېیم کنډک رئیس ارکان ډګرمن محمدجان خپلواک وژل شوي دي.

له بل پلوه یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط شمشاد تلویزیون ته د پېښې تړاو ویلي، چې تیره شپه سرحدي پولیسو غوښتل د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو ته کمین ونیسي؛ خو طالبان تردوی مخکې د کمین ساحې ته رسیدلي وو، چې جګړه ونښته او یاده پېښه رامنځ ته شوه.

د برید مسئولیت طالبانو منلی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، په دغه ځوابي برید کې یې د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۰ تنه سرحدي پولیس وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x