په سوریه کي سلهاوو زرو خلګو یو ځل بیا دبشارالاسد په وړاندي په لاریونونو لاس پوری کړ
(نن ټکي اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷۰۲) له دی سره سره چي دسوریی حکومتي چارواکو دلاریون کونکو په وړاندي په سخت عکس العمل باندی لاس پوری کړی دی بیا هم په سلګونوزرو خلګو یوځل بیا دبشارالاسد دواک په وړاندي په لاریونونو لاس پوری کړ.
دامریکي دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو وزیري له خبري رسنیو سره په خپلو خبرو کي دسوریی په وړاندی وویل بشارالاسد ډیرکم وخت لري باید ژرترژره په هیوادکي اصلاحات راولي ورنه وخت یی له لاسه وزي.
دنړیوالي بشري ټولني کارکونکو ویلی دی له کله څخه چي په سوریه کي دبشارالاسد په خلاف ولسي پاڅون پیل شوی دی تراوسه پوري ۱۳۵۰ ولسي وګړي اوهمدارنګه ۳۵۰ عسکروژل شوی دي.
حکومتي چارواکو تورلګولی دی وایی ځینی ولسوالي بغاوت کونکي ډلي چي دحکومت وړاندي یی په لاریونونو لاس پوري کړی دي اوغواړي دسوریی هیواد کي کورني شخړي رامنځ ته کړي.
بشارالاسد څوځلي داولس په وړاندي په حکومت کي داصلاحاتو ژمنه کړی، خولاریون کونکي وایی چي بشارالاسد نورباید له واکه لاس په سرشي.
بخت الرحمن بخت…………. نن ټکی اسیا