نظــر

پرځای ګمارنه!!!!

مشتاق رحيم

دولتي چوکۍ امتیاز، دریځ او مقام نه، دنده، مسولیت او ماموریت دی. حکومتي ماموریت باداري نه چوپړوالي ده. خو مونږ ته ګوره، هیڅ حاظر نه یو چې زمونږ خدمت دپاره ګمارل کیدونکي پریږدو چې خادمان پاتې شي، پخپله یې په شا ډبوو چې باداره خدای دې راوله! “پلانکی وګمارل شو، پرځای ټاکنه، نابغه عالم دی، د ده راتګ به وطن په پرمختګ کې مریخ ته ورسوي، عالي کادر دی…..” او ورته کلیشې دي چې د ولس خادم په توګه هر ګمارل کیدونکي ته د واجب الاحترامۍ احساس ورکوي. همدا وجه ده چې تر اوسه مو یو مقام ته رسیدونکی ونه لید چې چوکۍ باندې د ناستې د چانس ترلاسه کولو په بدل کې له مونږ، ولس، مننه وکړي. مننه خو څه کوې هلته چې ورسیږي نو په چټکۍ سره شمیره په ګولډن نمبر بدله کړي او تا او ما سره اړیکه هم لا پرې کړي! ولې؟ دا ځکه چې تا دومره سړی ببر کړ، دومره دې په هوا کړ چې اوس ورته ښکارې هم نه……..

همدا لامل دی چې په ټایم لاین مو یو پوسټ د “پرځای ټاکنې” بغارې وهي او بل پوست د حکومت د “بې کفایتۍ” فریاد کوي! په داسې حکومت کې چې ټولې ګمارنې پکې “پرځای” کیږي، مونږ اوس هم په یوویشتمه پیړۍ کې د نولسمې هغې سره برابر ژوند کوو!

راځئ، په خپل ځان رحم وکړو، نور دغه خلکو ته د کاذب غرور ور بښلو لاس واخلو، د خپل شخصي شناخت په خاطر نور دا خلک هوا ته پورته نکړو او د مبارکۍ په ځای ورته قناعت ورکړو چې کاکا دا د حمام لنګ مو دې دپاره درکړی چې مونږ ته چوپړ وکړې!

راځئ د مبارکۍ په پیغامونو کې د کلیشیي الفاظو یوه لنډه ارزونه وکړو:

۱. وړ سړی/میرمن ده: نو چې وړ نه وي، ګمارل کیدی شي؟! باید هم وړ ويي او دا کومه فوق العادګي نه ده.
۲. لوړې زدکړې لري، چین او ماچین کې یې زدکړې کړي. نو چې نالوستی وایی خو نه شو ګمارل کیدی، په دنده باندې ګمارل کیدو لومړنۍ اړتیا زدکړې دي.
۳. یار/ملګری سړی دی: که ملګری نه هم ويي نو په دنده کې اړینه ده چې د ولس د خادم په توګه عالي چلند ولري. د ولس خادم دی، نه د خپلې حجرې ملک چې خلک به یې تندي ته ګوري چې څومره ولونه پکې دي!
(نور تاسې پسې ور زیات کړئ!)

هغه څه چې د مامور او د دولتي کارمند/خادم په دنده د ګمارنې دپاره اړینې وړتیاوې دي (Key Requirments) هغه مو په فوق العادګۍ ورته بدل کړې دي. فوق العادګۍ او اړینو اړتیا توپیر مو ورک کړی!

ما ډیره موده مخکې یو چیرته د حکومتولۍ په اړه په ولسي ژبه یوه تشریح لوستې وه. لیکوال لیکلي وو چې حکومتولي د یوې ټولنې د ولس لخوا د یوې ډلګۍ سره د یو سند (اساسي قانون) له مخې د منل شویو پروسیجرونو په رڼا کې د ټولنې د خدمت تړون دی. یعني ټولنه یوه ډلګۍ، چې حاضره ده د ټولنې د خلکو دپاره د معلوم مادي او معنوي مزد په مقابل کې خدمت وکړي، خپل چوپړ او خدمت دپاره په مزدورۍ نیسي. که زه یو څه په دغه ور زیات کړم نو بیا په ډیموکراټیکو ټولنو کې له یوې معلومې مودې وروسته بیلا بیلې خدمات وړاندې کونکې ډلګۍ ټولنې ته مراجعه کوي او د داو طلبۍ په مټ کوښښ کوي چې تړون په خپل نوم کړي؛ په ټیټه بیه له پخواني د ښو خدماتو وړاندې کولو پيکجونه او بستې وړاندې کوي!

نوټ: زما یو شمیر دوستان تازه حکومت کې په لوړو موقفونو مقرر شوي، خو یو یې هم “پرځای ګمارنه” نه ده، یو یې هم نابغه عالم، د مسلکیتوب ستوری نه دی. ټول عادي خلک دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هيښ ويښ

سمه او په ځای ليکنه
بل داچې د يو چا د ټاکلو په برخه کې د هغې د ماموريت د دوران په فعاليت بايد ارزونه وشي او بيا د په ځای او نه په ځای تقرر قضاوت وشي .
خو دلته افغانستان دئ ،هر څه سرچپه دي .

جميل

زما په اند ليکوال پدی ندی خبر چی افغانستان اشغال دی او د دوی مشران ټوله بهرنيان په کار ګماری ، هغوی سند او اهليت ته نه ګوری يوازی د ښی غلامی استعداد يی معتبره دی . د کرزی ، دوستم ، خالد ، اندرابی ، ناصالح ،….، او نورو بيسوادو او وحشی غلامانو ئی واټکلوی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x