نظــر

د ګاونډیانو سره دوستی که دښمنی ؟

ـــ الحاج استاذ بیانزی ـــ
بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلام سپیڅلی دین مونږ ته لکه د ټولو نورو اسلامی دندو تر څنګه د ښه ګاونډیتوب هم توصیه کوی چه د ګاونډیانو سره به ښی اړیکی او هر اړخیزی مرستی کوو په غمونو اوښادیو کی به یی ونډه لرو، دا مونږ ته ډیری روحی او وجدانی خوشالی ، هر اړخیزی ګټی د سولی او امن په فضا کی ژوند راپه برخه کوی.

ګاونډیان نه ځغلولی ، نه ترولی او نه تری ځغاستلی شی ، ښه که بد ستا ګاونډی دی ، نه مو پریږدی او نه یی پریښودلی شی ، د ګاونډیانو سره بدی د ځان سره بدی او نیکی یی د ځان سره نیکی ده ، دا چه نزدی پولی درسره لری دوستی او دشمنی یی هم تر نورو زیاتی ګټی او تاوانونه لری . دا مهمه نه ده که ګاونډیان درسره په ژبه ، رنګ ، وینه ، دین ، مذهب او نورو کی یو شان هم نه وی .

په ځانګړی ډول ایران او پاکستان چه اولسونه یی مسلمانان او زمونږ سره لا نور ګډ مخرجونه او فرهنګ لری له ګاونډی هیوادونو څخه زمونږ مطلب ایران او پاکستان د ی ، شمالی ګاونډیان خود کمونستی ناولتیا تردی ملوث کړی چه اولس یی له مونږ ځان بیګانه ګڼی ، د پاکستان او ایران مسلمان اولسونو د شوروی اتحاد د الحادی سره استعمار په مقابل کی مونږ سره ډیری مادی او معنوی مرستی کولی ، ځای راکړی وو ، نظامی او مالی مرستی راسره کولی . فرهنګ او ټولنیز جوړښت کی یی دومره لاسوهنه نه دی شوی اولسونه یی مسلمانان او زمونږ سره مینه لری په مونږ خفه کیږی او مونږ باید په هغو خفه شو او اسلامی فرهنګ کی یی ډیره لاسوهنه نه ده شوی . حکومتونه یی غلامان مګر له اولسونو یی زمونږ سره د لاس اړونو او هراړخیزو مرستو هیله ډیره مګر حکومتونه یی زمونږ دکرزی تر حکومت زیات غلام ، بی ځانه او بی ایمانه دی .

استعمار د همدی غلامو حکومتونو په واسطه هڅی لری چه اولسونه یی هم د غلامو حکومتونو په شان یو له بله سره د نشنلستی تعصباتو په راپارولو په دشمنیو کی ښکیل کړی .

بهترین مثال یی د ګوښتی مصنوعی جنګ وو چه څومره باد یی ورنګړو ، که دا رښتینی جنګ وی په وزیریستان کی چه د پاکستان غلام حکومت زمونږ مسلمان پشتان په شهادت رسوی کرزی ( خرزی ) ورته څومره خوشاله اود ویاړنو ګرم ګرم پیغامونه او شاباسی لیږی . دومره طالبان چه د پاکستان غلام حکومت به زندانو کی پراته دی ، په شهادت ورسیدل او کفارو ته یی په لاس ورکړل چه د ګوانتانامو زندانونو ته ولیږل شو دومره لا د کابل په غلامه اداری په زندانوکی نشته یعنی د پاکستان او افغانستان غلام حکومتونه د یوی سکی دوه مخونه دی .

دا چه د ایران حکومت د شیعه بودن په خاطر مونږ سره بی له هغی هم مونږ سره مذهبی توپیرونه او کرکی لری استعمار هغه زمونږ او د ایران د اولس د پاره کافی ګڼی که اړه شوه کار تری اخستلی شی مګر د پاکستان اکثریت خلک سنی مسلمانان دی زمونږ سره یی ګډ مخرجونه تر ایران زیات دی پاکستان ځکه د استعمار اصلی نښه ده چه مونږ تل په دشمنی کی وساتی حتی پاکستان ته ددی دشمن دشمن ویلو د پاره په بیلونونه ډالر هدیه کوی.

زمونږ اوسنی ستونزی د هماغه پرونو غمیزو سلسله ده ، صرف کمیت او کیفیت یی بدل شوی وایی خر هماغه کته یی بدله شوی ده . روسانو او امریکایانو نه پرونی دشمنی او نه نن خوږه دوستی لری دواړه لکه دامریکا د دیموکرات او جمهوریت د ګوندونو په شان د یهودی ماسونیزم د یوی قوماندی لاندی اداره کیږی ( صرف یو مادی رقابت یا نشنلستیی برتری سره لری ) پرون یوه او نن مو دواړه په ګډه وژنی ،تاسی ګوری چه پرونی افغانی کمونستان او اخوانیان ( چه یو دبل سره غوښه اوچاړه وو نن یی په یوه دسترخوان او یوه نغری څرنګه سره راټول کړل دا ټولی کړنی تصادفی نه دی د یهودی ماسونیزم له خوا مخکی له مخکی پلان شوی وی چه څه باید څه وخت کی ترسره شی .

پرونی کمونستی استعمار د نننی نړیوال استعمار یوه برخه مګرد وسلو، پلانونو او تدابیرو د کمیت او کیفیت له مخی په واټنونو سره ټوپیرلری ، اوسنی استعمار تر مرمیو ډآلر زیات کاروی استخبارات او میدیا یی تر هغو ډيره پیاوړتیا لری. له هر ډول هغه شیطانی فتنو کار اخلی چه هر پیغمبر به یی له ژغورلو خپل امتونه خبرول ، تر ټولو مهمه یی د [ وویشه حکومت وکړه ] فتنه ده . چه د بشری ژوند له اوله پیل شوی او تر اخره به دوام لری د هند د مسلمانانو لویه وچه یی په همدی وویشله ، عثمانی خلافت د همدی فتنی قربانی شو ، زمونږ ګران هیواد یی په همدی وسله تباه تباه کړلو په پاکستان ، ایران او ټوله اسلامی نړی کی یی له همدی فتنی کار اخستی او اخلی ، استعمار ته دا وسله تر ټولو موثریت او اولیت لری .

نوری فتنی لکه ایزمی کیدنه ، طبقاتی کول ، انفرادیت ، بد اخلاقی ، د پوچو ویلو ازادی ،درغلنی ټاکنی ، د بشری او ښځو دحقوقو تش په نامه دفاع ، د دیموکراسی شیطانی دین او نظام ، بی بندوباره ازادی او داسی نورو څخه کار اخلی چه خپلو اهدافو ته پری ځان ورسوی ، چه په دی او نورو ډيرو کتابونه لیکل شوی او لیکل کیږی مګر زه غواړم چه یواځی په [ وویشه حکومت وکړه ] فتنی باندی رڼا واچوم چه استعمار تری په مستعمره هیواد کی دننه او هم یی ورله د خپلو ګاونډیانو سره اړیکی خرابوی ځانله ځانله کوی یی او بیا هر یو ښکار کوی :

د کمونستانو سره د داود خان ګډه کودتا د همدی فتنی له مخی ترسره شوه چه روسانو داودخان د همدی نشنلستی د اغیزو لاندی راوست یعنی د داودخان سره یی د پشتونستان د خپلواکی د پاره ژمنی وکړی چه تاسی به تاریخی قهرمان جوړ شی مونږ درسره هر اړخیزی نظامی مرستی کوو ولی اصلی هدف دا وو چه د هغه په واسطه یی له یوی خوا شاهی نظام ونړاوو او هم یی کمونستی او نشنلستی الحادی ګوندونه زمونږ په هیواد کی پیاوړی او د ځوانو مسلمانو خوځښت یی تر ډیر کچی سرکوب کړلو ، ترکی ، امین ، ببرک او نجیب ته همدی ته ورته ژمنی شوی وی مګر ټول یی یو په بل ووژل . همدا کار یی په کرزی او له دی وروسته په اشرف غنی او هر بل بی ضمیره باندی هم کوی او کله چه یی په کار نه وو د دا داود ، صدام او قذافی په شان به یی په دار وځړوی .

پاکستان کی یی څو بیلونه ډالر مشرف او څو بیلونه ډالر نواز شریف ته ورکړل ، یو یی سعودی ته مصنوعی تبعید او بیا یی بل لندن ته تبعید کړلو ، همدارنګه په ایران کی خمینی له پاریسه د پاریسی په ځانګړی الوتکه کی راغی د پهلویانو کورنی ته یی د پای ټکی کیښودلو او د دی سره سره بیا هم اخوندانو ته دشمنان وایی هرډول ذروی او اتومی وسلی یی جوړی کړی صرف دا خبره ورته کوی چه دا مه کوه ګوره وژنم دی چه نړیوال پری تیرباسی .

همدارنګه استعمار د ایران او پاکستان دننه د هر قوم او د هر ګوند او مذهبونو سره جلا جلا اړیکی دی یا په افغانستان کی خو د دوی خپله مستعمره ده له سلو زیات ګوندونه او مدنی ټولنی یی رامنځته کړی په داسی حال کی چه د امریکا په ۳۰۰ میلونه نفوس کی یواځی دوه ګوندونه دی . او وروسته یی د ژمنو په ځای داود خان په شهادت ورسولو او یا د صدام حسین او قذافی سره چه امریکا کومی ژمنی کړی وی د خپلو اهدافو د ترسره کیدو وروسته يی په شهادت ورسول .

په هر صورت دا خو زمونږ او زمونږ د ګاوندیو هیوادونو د هرهیواد د ننه ګډوډی او فتنی دی چه دوی یی رامنځته کوی زمونږ او زمونږ د ګاونډیانو ترمنځ هم هدوکی اچولی او اچوی لکه د هند سره یی د کشمیر او بنګله دیش موضع ، د افغانستان سره یی د پشتونستان د ایران سره یی د بلوچانو او داسی نور او نور توپیرونه ده چه همدی استعمار خلق کړی او د روغی جوړی مدعیان یی هم دوی په دی خاطر دی چه رښتینی سولییز کسانو ته موقع برابره نه شی ، د ایران سره هم د فارسی او پشتو ژبو تضادونه ، د شیعه او سونی مذهبو تضادونه او داسی نور تل تازه او په جدیت کی ساتی او هر چا ته وایی زه ستا او دی د هیچا هم نه دی .

نو د همدغه فاشیستی فتنی یا فارمول څخه ( چه وویشه حکومت وکړه ) کار اخلی د همدی نشنلستی وسلی څخه یی دایران او پاکستان سره زمونږ اړیکی خرابی کړی استعمار تل لکه د هیواد دننه چه ورونه قومونه یو د بل سره په دشمنیو کی ساتلی ګاونډی هیوادونه هم په دشمنیو او منفی سیالیو کی اچوی استعمار کله دیوه او کله د بل سره دیوه اوبل د ټکولو د پاره کله دوستی او کله دشمنی جوړوی .

استعمار هڅه لری چه اول مو ځانله ځانله او بیا مو په اسانی تر ستونی تیر کړی پرون روسانو او نن امریکایان د خپلو ایزمی غلامانو په واسطه همدا تبلیغات کول اوکوی (چه پاکستان او ایران زمونږ دشمنان دی) او په ځانګړی ډول پاکستان زمونږ اصلی او اساسی دشمن دی، (دا دری هیوادونه باید یو هیواد وی) استعمار له همدی ویری هڅی لری چه مونږ لا نور هم پسی وپاشی . د ا او داسی نورتضادونه تصادفی نه دی.

زه نه وایم چه ددشمنیو موارد نه شته ، ډیر زیات دی مګر دا کله د سکه ورونو منځ کی هم وی ، دا په کلی کور او قومونو ترمنځ هم وی مګر د هغوی دمشرانو یاحکومتی مقامااتو په وسطه رافع کیږی ، انګریزانو ته له هماغه وخته ( چه په هند کی د مسلمانانو د مقاومتونو سره مخ شول ) دا خبره معلومه شوه چه په هند کی مسلمانان پیاوړی شوی د هند سیاسی قدرت یی تر لاسه کړی . هماغه وو چه د هند په ویشلو یی د مسلمانانو سیاسی پیاوړتیا د تل د پاره د پای ټکی کیښودلو تش په نامه اسلامی پاکستان جوړ مګر حکومت او قانون یی تر پخوا ډیر انګریزی وو لکه د کرزی او اشرف غنی په شان کسان پلورل شوی یی ورله چارواکی کړل .

استعمار په بیلا بیلو حیلو او نیرنګونو ( د خپلو لاسپوڅو ایزمیانو په واسطه ) زمونږ او زمونږ د ګاونډیانو سیاسی قدرت تر لاسه کړی ، هغه ایزمی چارواکی د استعمار ګټی او استعمار د دوی ساتندوی دی دغو ایزمی غلامو چارواکو ته ویل شوی چه د دی دری هیوادونو عوام یو له بله ( د دی په ځای چه اسلامی امت ځانته ووایی ) په نشنلستی ناولتیاوو کی ننباسی چه یو له بله ځانونه برتر وګڼی ( د اسلامی ګډ مخرج په لرلو ) د دی په ځای چه یو اسلامی هیواد او یا خپلو کی سره یو اسلامی اعتلاف ولری پارچه پارچه یی کړی او دهری برخی سره یی استعمار ځانګړی اړیکی ساتی چه د نشنلستی اور تل په لمبو کی وساتی د ګاونډی هیوادونو عوام یو د بل سره په دشمینوکی قانع او خوشاله وساتی په دی واسطه به یی هم د خپل اساسی دشمن ( استعمار ) څخه ګاونډیانو دشمنیو ته پام اړولی ، او هم د ګاونډی هیوادونو جهادی روحیه به یی په فاشستی تعصباتو بدله ، بی باوره او غچ اخستنو د پاره به د استعمار وسلو ، وسیلو اخستنی او د یوه بل وژنو ته اماده ګی لری رموټ به یی د استعمار په لاس کی وی.

نړیوال استعمار کله دا کرکی تر دی کچی رسولی چه زمونږ منلی اسلامی رهبران به هم زمونږ د ګاونډیانو د شمنی نه شی هیرولی کرکی به تر دی کچی پیچلی او کوټلی کړی چه زمونږ له اسلامی رهبرانو به هم غیر شعوری فاشستان جوړ شی د هغو هیوادونو د غلامو حکومتونو په ځای به دهغوی د اولسونو ته هم دشمنان وایی ( یعنی مونږ به وایو چه پاکستانیان او ایرانیان او هغوی به وایی چه افغانان زمونږ دشمنان دی ) .

استعمار که له یوی خوا دهند مسلمانان وویشل او یو حکومت یی د تش په نامه اسلامی حکومت جوړ کړو چه قانون او حکومتی تشکل او چارواکی یی د پاکستانیانو په نوم هماغه انګریزان دی ، هند او پاکستان یی د پولو په ویش یو د بل تل دشمنان وساتل ، او افغانستان سره یی د ډیورڼد په پوله تل په دشمنیو کی ساتلی ، پاکستان ته وایی هڅی ولری په افغانستان کی داسی حکومت رامنځته نه شی چه تر تاسو د هند سره یی اړیکی نزدی او تاسی سانډویچ نه کړی کله چه په افغانستان د کوم استعمار له اړخه یرغل کیږی د پاکستان حکومت د مادی لاسته راوړونو په خاطر که د یرغلګرو سره په دوه مخی د افغانانو سره بیا په څو مخی وی، دپاکستان غلام حکومت د دوه مخیو او څو مخیو دا بیلانس تل ژوندی او پیاوړی ساتلی او ساتی .

اوسنی انګریزی استعمار چه د پاکستان حکومت یی پرونی او افغان حکومت یی نننی او پوره غلام دی دواړو غلامو حکومتونو ته همدا تبیلغوی چه افغانان د پاکستانیانو او پاکستانیان د افغانانو اصلی او اساسی دشمنان دی ولی په عمل کی د پاکستان او افغان غلام حکومتونه افغان او پاکستان مجاهدین په شریکه بندیانوی ، شکنجه کوی او په شهادت یی رسوی په دواړو هیوادونو کی د انګریزانو زندانونه او ځانګړی نظامی قوی او د ډرون الوتکو هوایی ډګرونه او د استخباراتو شبکی ځای په ځای شوی چه ډير غړی یی پاکستانی او افغانی دی یعنی د مجاهدینو په مقابل کی یو د بل سره استخباراتی معلوماتونه شریکوی او په شریکه د ولیبال د لوبی په شان نظامی عملیات کوی او د دی سره سره دا هم وایی چه طالبان ( افغان مجاهدین د پاکستان د استخباراتو له خوا سپورتیږی؟ ) کله د ګوشتی یا د سپین بولدک د مصنوعی جنګونو ډرامه او کله په کنړ باندی د ړندو راکتونو بریدونه پرله پسی اعلانوی چه د دواړو هیوادونو د عوامو ذهنیتونه مغشوش کړی دا که زه ټولی لیکم له موضع به لیری وځم یعنی بلی لیکنی ته به اړه وی ، د دا ډول فتنیزو او شیطانی جنګونو قومانده که له یوه ځای نه وی نور څه دی ، افغان حکومت او افغانی پښتو ایزمیان د پښتو پښتو چیغی وهی شعارونه ورکوی مګر کله چه نواز شریف د وزیرستان په مسلمانو پښتنو د خپل بادار په قومانده د پرله پسی قتل عام عملیات کوی د پاکستان دوس محمود مفعول اڅکزی د غفار خان پشتنو د ګوند اوسنی مشر او غلام شاه شجاع خرزی په ګډه د نواز شریف دا وحشت لمانځی او مبارکی ورته وایی ، تاسی وګوری ( یو بام دوه هوا ) د دی شیطانی ډرامو قومانده که د دجالی استعمار نه ده نو بل څوک دی ؟

د پاکستان او ایران غلام حکومتونه د هغه بی غیرته او مکار دشمن خصلت لری جه د غیرتی دشمن له پیاوړتیا مخکی ډاریږی چه که دا غیرتی دشمن پیاوړی شی بی مرګه می نه پریږدی ، همدا ښه وخت دی چه پورته نه شی .

د استعمار ټولی کړنی د منظمو پلانونو له مخی وی ، حتی چه وسلی جوړوی او بیا یی په دوستانو او دشمنانو پلوری هغوی ته هم لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه او فتنی په مخه کی لری ، مثلا دایران د اخوندانو حکوت چه په ښکاره ورسره امریکا جدی مخالفت لری ولی په همدی مخالفت کی یی ایران د زرو کلونو مزل په څو کلونو کی ترسره کړلو ، یعنی د اتومی او ذروی وسلو خاوند کړلو ، په عربی هیوادونو په ځانګړی ډول سعودی شاهان یی تر دی وډارول چه د ایران له ویری امریکا ته خپلی ماندینی هم په واک کی ورکوی په بیلونونو او ټریلونونو ډالرو وسلی یی پری وپلورلی په دی خاطر چه یو وخت د سنیانو او شیعه ګانو جنګ رامنځته کوی او د ایران دغه ذروی او اتومی وسلی او یا د سعودی دغه تعرضی او دفاعی وسلی به د مسلمانانو د وژنو د پاره کارول کیږی .

دا او د نړی نوری فتنی ، هغه پلانونه دی ، چه پیاوړی مکار استعمار ورته سیاسی کړی لری د هغو کړیو غړی لوی لوی سیاست مداران او د همدی کارونو شیطانی تجربی او دوکتوراوی لری ټولی کړنی یی مخکی له مخکی تصویب شوی او تنظیم شوی ، استعماربیا هغه تدابیر د خپلو پلورل شوو الحادی ایزمیانو ( چه ځینی یی بیا د جهادی رهبرانو په نوم لکه سیاف ،ربانی ، حکمت او داسی نورو) په واسطه پیاده کوی هماغه جهادی رهبران چه بچیان یی د ای اس ای له خوا ورکړی شوو او ساتل شوو شاهی بنګلو کی په اوچته کچه ژوند تیروی ، ناری وهی پاکستان غدار او پاکستان زمونږ دشمن دی او یا ایران زمونږ دشمن دی کشکی دوی داسی ویلای ( چه د پاکستان او ایران غلام حکومتونه زمونږ دشمنان دی ) او دهغو هیوادونو غلام حکومتونه همدا وایی چه افغانان زمونږ دشمنان دی .

روسانو او دهغو کمونستان به هم دا ویل چه پاکستان زمونږ اصلی او اساسی دشمن ، امریکا اوناتو او د هغو لاسپو څی اداره هم دا خبره کوی چه پاکستان زمونږ اساسی دشمن دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟ په داسی حال کی چه روسان هم د یونیم لک فوځ ټینکونو او الوتکو سره زمونږ په هیواد کی او امریکا هم په هماغه کچه فوځ او تر هغی په اوچته کمیت او کیفیت نظامی وسلی او وسیلی لری همدا وایی چه پاکستان زمونږ اساسی دشمن دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ روسان او امریکایان چه زمونږ میلونونه بی ګناه او بی دفاع خلک یی په ډیروحشت په شهادت ورسول او رسوی ، د بیعزتیو خو یی زما قلم شرمیږی چه څه ولیکم ، د زمکی لاندی او باندی ټولی زیرمی یی لوټ او غلاکړی په میلونونو وطنوال یی راته په نشه توکو روږد او بی ځانه کړل چه په لیارو کوڅو کی نیم مړه او نیم ژوندی ګرځی او کله کله تری استعمار زمونږ د نورو بی ګناه افغانانو د وژولو د پاره کار اخلی چه مجاهدین پری بدنام کړی او د دی سره سره بیا هم روسان او امریکایان زمونږ دشمنان نه دی پاکستان او ایران زمونږ دشمنان دی ؟؟؟؟؟.

زمونږ د هیوادونو ښه ګاونډیتوب په دشمنیو کوی او کرکو بدل کړی وو د روسانو وخت کی چه د روسانو ټانکونه په سړکونو او جنګی الوتکو ( زمونږ دوه میلونه مظلوم ، بی ګناه او بی دفاع اولس یی ورباندی ووژلو) زمونږ د هیواد ټوله فضا خپله کړی وه افغانی ایزمیانو ( نشنلستانو او کمونستانو ) به ویل پاکستان زمونږ دشمن دی او روسانو ته به یی د دوست هیواد خطاب کولو ، د نړیوال استعمار ( چه په راست کی یی امریکا قرار لری ) وخت کی هم هماغه پرونی ایزمیان او نننی ایزمیان او اخوانیان هماغه د پرونی روسی استعمار خبره کوی چه پاکستان زمونږ یواځنی دشمن دی ، په داسی حال کی چه د دوی بی شمیره ټانکونه او بی شمیره الوتکی زمونږ بی ګناه او بی دفاع مسلمان وطن وال په شهادت رسوی دوی یی په خپلو پلیتو رڼو سترګو ګوری حتی ژباړنی ورله کوی حتی دوی هم ورسره په دغه وژنو کی برخه لری ، بیا هم پاکستان زمونږ اصلی دشمن دی ، د حیرانتیا وړ ده چه د دواړو مسابقو ریفری هماغه یو پاکستان دی ؟

د اسلامی معیارونو له مخی استعمار مونږ ته زمونږ دوستان او دشمنان په ګوته کوی یعنی څومره چه د کوم هیواد د مسلمانانو پیاوړتیا او اسلامی مینه زیاته وی استعمار هماغه هیواد زمونږ اساسی دشمن ټاکی ، مثلا زمونږ د شمال ګاونډیان زمونږ په ګاوندیانو کی نه یادوی دا ځکه چه د کمونستی الحادی استعمار زمونږ د شمال ګاونډی هیوادونو اسلامی معیارونه کمزوری کړل حتی د نومونو په اخر کی یی ورسره د روسی دجالانو اووفونه ( لکه رحمانوف او داسی نور ) یو ځای کړل لکه مسلمانان چه یو بل د اسلامی نومونو په لرلو یو بل پیژنی دوی د ( اوف یا نورو ) په لرلو خپل غلامان پیژنی د وفاداری باور ورباندی لری او ددی اوف په لرلو ورسره نور مسلمانان کرکی لری نو له مسلمانانو یی د تل د پاره ځانله او منفور کړی .یعنی استعمار ته نوره دا ویره نه ده پاتی چه د شمال ګاونډیانو مشران یا کشران دی زمونږ سره کومی پټی یا ښکاره مرستی ولری او یا د یوه بل له حقوقو دی دفاع وکړی .

ولی د ایران او پاکستان په مسلمانو اولسونو کی دا هیلی څه ناڅه شته او یا زیږیدونکی دی . یعنی د شمال ګاونډیان تعقیم شوی یا روسانو زمونږ په مقابل کی واکسین کړی هغوی بی له دی هم زمونږ سره کرکی لری یعنی هر وخت اماده دی چه د استعمار د پاره زمونږ په مقابل کی وکارول شی یعنی دشمنی یی د اسلامی معیارونو په کمزوریو لرلو تر پاکستان او ایران زمونږ سره زیاته ده ځکه یی استعمار زمونږ په دشمنانو کی څه چه زمونږ په ګاونډیانو کی یی هم نه شمیری بلکل له یاده مو وتلی دی .ولی ټوله سرمایه ګذاری او تبلیغات د پاکستان او ایران په دشمنیو کی کوی چه مونږ د هغو او هغوی زمونږ دشمنان دی .

د ټولو ایزمیانو او د د یموکراسی پلویانو په خوله کی همدا شعار دی چیغی وهی ، ( پاکستان زمونږ دشمن دی ) او ( پاکستان زمونږ دشمن دی ) کشکی دا خو یی ورسره ویلی چه حکومت یی زمونږ دشمن دی د دوی د ( دشمن دشمن ) ویلو اصلی هدف د پاکستان مظلوم او مجاهد اولس دی ، باداران غلامو حکومتونو ته وایی تر څو چه ستاسی په هیوادونو کی اسلام او رښتینی مسلمانان شتون و لری زمونږ او ستاسی ګټی د خطر سره مخ دی ، دا چه اسلامی نظام نشته معنی دا چه مسلمانان سیاسی واک او ځواک نه لری کوم مسلمانان چه د دغه نظام دپیاده کولو دپاره هلی ځلی لری استعمار هغوی ته دهشتګر او تروریست وایی هغوی په دی باور لری چه که دغه فعال مسلمانان محوه نه شی دغه ټول عوام د استعمار او د هغو د غلام حکومتونو په ضد پاڅون کوی باداران او غلامان ختموی او که مونږ دغه فعال مسمانان لیری کړو هغه عوام مسلمانان په څو نسلونو کی له اصلی اسلامه لیری باسو یوآځی اسلامی نومونه او رواجونه به ورته پاتی وی او بس دغه فعال مجاهدین که کم هم دی مګر د ډیر کلک ایمان او اوچت مورال په لرلو ډیر پیاوړی او غښتلی دی یعنی مقابله ورسره د اوسپنو نینو چیچل دی په کارداده چه خپلو عوامو ته یی بدنام او د خپلو عوامو سره یی په جنګ او کرکو کی ننباسو او د هر ډول فتنو سره یی مخ کړو .

د دی کړنو د مخنیوو د پاره څه کول پکار دی ؟

تاسی وګوری امریکا ۵۰ ایالتونه لری چه ځینی یی له افغانستان لوی او ځینی مساوی او کم شمیر به یی د افغانستان له مساحت او نفوس کوچنی وی ، ولی یو هیواد دی ، هلته د نړی د کم وزیات ۲۰۰هیوادونو خلک ژوند لری مګر ټول ځانته امریکایان وایی ، چا ونه ویل چه قانون دیوه د پاره یو شان او د بل د پاره بل شان حکم کوی ، شمال ، جنوب ، شرق او غرب یی د قانون له مخی کوم توپیر نه لری رنګ ، سمت ، مذهبونه او دینونه پکی په ښکاره ځانګړی امتیازونه نه لری داسی هم نه ده چه د دوی نظام تر اسلامی نظام غښتلی او پياوړی دی ولی ؟؟؟

علت یی هم دا چه دوی په هماغه کږه لیار کی په خوځښت کی او مونږ په همدی سمه لیار کی لاس د زنی لاندی ناست یو ، د هر چا د لوبو او کارولو وسیلی او نانځکی یو . دا زمونږ کار وو چه خپلو کی مو عاطفه او د کفارو په مقابل کی سخت زړی وی څه چه مو ویلی هغه مو کولی او څه چه مو کولی هغه مو ویلای ولی نن کفار خپلو کی په مینه او مونږ سره سخت زړی ، څه چه وایی هغه کوی ، څه چه کوی هغه وایی ، دا چه د ویلو او کولو د پاره یی نوری شیطانی لیاری او ګودری لری هغه بیا بل بحث دی د دوی د بریالیتوب عمده دلیل هماغه کږه لیار کی د دوی خوځښت ، فکری ثبات او خپلو کی اخلاص دی یعنی خپل شیطانی نظام ( دیموکراسی ) ته دوی وفاداری لری په دی شیطانی نظام یی نه یواځی خپل ۵۰ ایالتونه په یوه خوله او د یوه اقتدار لاندی راوستی بلکه د نړیوالو حکومت د رامنځته کولو پلانونه او تدابیر لری د دی کار د پاره یی د نړی ټول هیوادونه د ډالرو او برچی په زور یو کړی اود نړیوال حکومت په حیثیت دنړی پولیسان ، قاضیان او حاکمان جوړ شوی او جوړیږی .

دوی په کومه اندازه چه د خپلی مالی پیاوړتیا ، یووالی او نظامی غښتلیتا د پاره کار کړی تر هغی زیات یی په اسلامی نړی او مظلوم بشریت د ویشلو دپاره له خپلو هر ډول هر اړخیزو شیطانی فتنو او پلمو کار اخستی ګاونډیان یی یو د بل دشمن جوړ کړی ، چه هر یو د بل مقابل کی له استعمار څخه مرستی غواړی تر دی چه استعمار له ټولو خواوو ثلاته جوړه تر څو په ارامه او ښه اشتها سره یی تر ستونی تیرکړی .

د مارانو لړمانو یا درنده حیواناتو فطری خصلت د نورو چیچل ، څیرول او خوړل دی که څوک یی په دی ملامتوی هغوی او نورو هوښیارانو ته د خندا او حیرانتیا وړ به وی مونږ زیات وخت په همدی تیروو چه دوی ولی دا او یا دا کوی دا وحشت د هغود فطرت عمده برخه ده ، مونږ باید په دی چه څه پلانونه او کړنی ولرو چه د دی درنده حیواناتو له اضرارو ځانونه او نور مظلوم بشریت وژغورو ؟ څه پلانونه او څه موثر تدابیر په کار واچوو خپله خاوره ، خلک او خپلواکی څرنګه تر لاسه او وساتو خو دی ته راواړوم چه مونږ هم انسانان یو چه نور مونږ غلامولی شی ایا مونږ دومره هم ونه کړو چه د دوی دغلامولو ا استثمارولو په مقابل کی سره یو لاس او یوه خوله شو د استعمار په مقابل کی له خپلو حقه حقوقو دفاع وکړو .

د دی پلانونو او تدابیرو د پاره چه مونږ د ګاونډی هیوادونو د عوامو سره په ځانګړی او د حکومتونو سره یی په عمومی توګه اړیکی ونیسو چه د استعمار له خړاوو مو ځانونه ژغورلی او لږ ترلږه انسانی ژوند ولرو لوی بحث دی چه په پلانونو او تدابیرو یی اغیزمند بحث کوو مګر لږترلږه پيلول یی په کاردی له ټولو روشنفکرو مجاهدینو هیله لرم چه خپلی ژبی او قلمونه تیز او د خپل وخت زیاته برخه ورته مشخصه او عوام په دی پوه شی چه زمونږ اصلی دشمنان د پاکستان ، افغانستان او ایران خلک او هیوادونه نه بلکه استعمار او په دوهمه درجه ایزمیان او لاسپوڅی حکومتونه دی ، یعنی د استعمار د ویستلو او مخنیوی او لیری کولو د پاره د دی دری هیوادونو عوام لاسونه سره ورکړی ، هم سنګره او هم نظره شی غلام حکومتونه او باداران یی له خپلو هیوادونو وشړو او دغه دری هیوادونه یو هیواد او یو اسلامی نظام پکی پیاده کړو اودا کار ټولی اسلامی نړی او مظلوم بشریت ته نقل کړو هر څومره چه زمونږ اسلامی قلمرو پراخوالی او زمونږ زړونه او مغزونه سره نزدی والی کوی داسلامی امت پیاوړتیا او غښتلتیا زیاته او استعماری پلاونه او فتنی .

دا یوځای کیدنه یا اعتلاف د حکومتونو په کچه نه بلکه د اولسونو په کچه وی ، غلام حکومتونو سره خبری کول ، یا د استعمار په ضد کومی نتیجی ته رسیدل د وخت ضایع کیدل او زمونږ د ددغه سپیڅلی پروژی د په شا کیدل دی غلام حکومتونه استعمار یرغمل نیولی او د استعمار لاس اوپښی دی او د استعمار له خوا داسی ځنځیرونه او قلفونه ورته اچول شوی چه د رازونو شریکیدل به ورسره د لا ډيرو ستونزو سبب شی .دوی هغه کسان دی چه د دی ټولو ملی خیانتونو او پلورلتیا حسابونه ورسره وشی . و من الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا چلونکو ته مباکی وایم چه د پاڼی په ښه کولو مبارکی وایم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x