افغانستاناقتصاد

د هرات ښار صنعتي ښارګوټي کې اورلګیدنه مهار شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳‍۱ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د اکسیجن جوړولو فابریکې دننه د لګېدلي اور د مهارولو خبر ورکوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دا اور لګېدنه تیره شپه (جمعه، ۳۰ غبرګولي) د صنعتي ښارګوټي اړوند «ارغوان» نومې اکسیجن جوړولو فابریکه کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وه.

نوموړی زیاتوي، په دغه اورلګېدنه کې د «ارغوان» فابریکې دوه تنه کار کوونکي ټپيان شوي او فابریکې ته مالي زیانونه هم اووښتي؛ خو د اور د پراخېدو مخه ونیول شوه او نور چاته زیان نه دی اووښتی.

د فرهاد په خبره ټاکل شوې ده، چې نن د شنبې په ورځ(۳۱ غبرګولي) د اکسیجن جوړولو یاده فابریکه خپل فعالیت بیرته پیل کړي.

په ورته مهال د هرات د صنعت او کانونو خونې رئیس حمیدالله خادم رسنیو ته ویلي، د «ارغوان» په نوم د اکسیجن جوړولو فابریکه کې د تیرې شپې اورلګېدنې له امله یادې فابریکې ته شل زره(۲۰۰۰۰) امریکايي ډالره زیان اووښتی دی.

نوموړی زیاتوي، دغه فابریکه د کرونا وبا(کوویډ۱۹) تر خپرېدو پورې د رکود حالت سره مخ وه؛ خو د اکسیجن د غوښتنې زیاتېدو سره یې فعالیت وځلېدو.

د خادم په خبره حکومت تراوسه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د اکسیجن جوړولو فابریکو ته هیڅ پاملرنه، نه ده کړې او په کار ده چې دغه چلن کې بدلون راشي.

د هرات د صنعت او کانونو خونې د معلوماتو له مخې دا مهال په هرات ښار کې د اکسیجن جوړولو ۳ فابریکې فعالیت لري، چې شاوخوا دوه ملیون ډالره پانګونه ورباندې شوې ده.

په هېواد کې د کرونا وبا د خپرېدو سره بازار کې د اکسیجن غوښتنه زیاته شوې، چې آن په ځینو ښارونو کې یې د کموالي راپورونه ورکړل شوي؛ خو هرات ښار کې تردې دمه د اکسیجن د کموالي راپور نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x