د نن سرلیکنه

د سولې د ټینګښت په لار کې یوه عملي هڅه

نن ټکی اسيا سرليکنه

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کېټ مکنزي ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون په اساس امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له خواو شا ۱۲۰۰۰ زرو څخه ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته را کم کړی دی.

دا ښکاره خبره ده چې بهرنۍ مداخله په تیره پوځي هغه یې په افغانستان کې د جګړې او بي ثباتي اساسي لامل ده او څومره ژر چې د دې مداخلې کچه کمیږي په هغه اندازه ورسره د سولي ټینګښت شونی کیږي.

د امریکايي لوړ پوړو چارواکو په منځ کې د جنرال مکنزي دا خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون را وروسته تر ټولو مثبتې څرګندونې دي چې د دې هیواد د یوه مهم پوځي جنرال لخوا تر سره کیږي.

که واقعا هم لکه جنرال مکنزي چې وايي د دوي (۴۰۰۰) سرتیري تر ټاکلي وخت پنځه ویشت ورځې وړاندې له افغانستانه وتلي او د هغه ترڅنګ د (۵۰۰۰) طالب بندیانو د خلاصون پروسه هم تکمیل شي دا به په افغانستان کې د سولې د عملي کیدو په لاره کې یو تر ټولو مهم او عملي ګام وي چې د امریکایانو لخوا اخیستل کیږي.

د سولې تړون نورو مؤیدینو ، ناټو ـ او ملګروملتونوـ ته هم په کار دي چې د دې تړون د تائید او تکمیل ترڅنګ د هغه د مثبتو اړخونو را څرګندولو په غرض دغه ډول څرګندونې وکړي؛ نه دا چې د یو شمیر مغرضو حلقاتو په دستور د هغه د تخریب او تضعیف هڅه وشي.

ځکه هغه څه چې په دې اړه مو نږ د ستونزې حل ته نیږدي کوي هغه د طرفینو لخوا پر خپلو کړیو ژمنو عمل کول دی نه یو او بل پر ناغیړي تورنول.

بین الافغاني مذاکرات چې د سولې تړون دوهم پیلیدونکی پړاو دی ، طالبان یې د خپلو معین شمیر بندیانو په بشپړیدو پوري تړلی بولي.

که چیرته هغه هم د ځواکونو د کمولو په څیر په خپل وخت عملي شوی وای نن به ښايي د تړون د پلي کیدو په نورو پړاوونو کې هم ډیر پرمختګ شوی وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx