نظــر

پکتیا؛ ډولونه یې شته خلک یې نه!

استاد محمد زمان مزمل

په وطن باندې ډیر ګډوډ حکومتونه راغلل او ازادي مو تکرار وګواښله شوه، په سیاسي لحاظ احزابو برګ کردار ادا کړ ځینې پکې په مؤقت ډول ښه وچلیدل ولې په بل او خپل پړاو کې تر حریفانو کچه وختل یواځینی څه چې زموږ د امید سترګې ورته ور اوختې وې هغه ددې ملت عزیز قومونه او قومي مشران و او بیا پدې اړه د لویې پکتیا عزیز او پر ملت خوږ مشران وه .

هغه مهال چې امان الله خان د خپل پلار او نیکه په سیاستونو باندې د نه رضایت جذبې پر عاجله ودراوه او د یو پوخ تدبیر مخکې یې د انګلیس پر ضد د جنګ اعلان وکړ هغه مهال همدا لویه پکتیا او مجاهد وزیرستان وه چې د فتحې اتیا سلنه یې وګټله، همداسې د وروستیو ګډوډیو په مهال چې افغانستان پکې استقرار نه درلود د سپه سالار نادر خان راتګ او د پکتیا د مشرانو ملاتړ دې هېواد کې د هېواد د تاریخ تر ټولو د اوږده باثباته نظام کیږدۍ ودراوله .

نن هم ملت له سیاسي ډلو ناهیلی دی، ولې متأسفانه زموږ قومي ترکیب او بیا قومي مشرانو د خلق و پرچم له کم فهمه ډلو نه نیولې د مجاهدینو او بیا د طالبانو پورې دا ټول په یوه او بله پلمه یواځې ددې هېواد قومي مشران او علمي علماء په نښه کوي همدا سبب ده چې د امریکا انتخاباتو فاجعې ایجاد کړي، سیاسي ډلو پخپلو ملاقاتونو کې هېڅ تر لاسه نکړل او نن چې کله کله په مناسباتونو کې د پکتیا د ساده ځوانانو اټنونه وینم نو همدا تأثر راکوي چې په لویه پکتیا کې خو ډٌولونه شته ولې مشران نه، که نه تېرې باثباتۍ تر دغې روانې ډیرې پتمنې وې او د تېرې پکتیا مشران تر دغو چې لرو یې د یوه تدبیر او تصمیم هر څه درلودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

ییا هم په طالبانو بی ثبوته تهمت چی خدای مکړه طالبان هم علماء په نښه کوی . کوم د سلیم عقل خاوند به دا ومنی .
الحمدلله پکتیا نن هغه مشران لری چی ځوانان یی ډول ته نه خو اسلامی نظام ته خوښی کوی .

پتنګ

مزمل صیب زه خو ستا لوری نشم اټکل کولی چې ته په کومه خواکې ولاړيې ! خو زه به هم خپل فکر ، عقیده اودسترګو لیدلی حال هم درته بیان کړم ! ََــ د علماؤ وژنه په خاص ډول او د بیګناه انسانانو وژنه په طالب پورې تړل لوی جنایت او ګناه ده ځکه چې طالبانو ته یې هیڅ ګټه ، غیر له دي څخه چې خپل ځانونه ګناه‌ګار کړي نه رسیږي!! دغه وژنې د فاسد دولت ملي امیت کوي چې طالب بدنامه کړي جنګ ته دوام ورکړي او دالر غلا کړي ! که اشغالګر دالر ورنکړي اجیره اردویې تښتي… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx