دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او سیکولرزم (شپږمه برخه)

راضیه مفیضه

سیکولر: دا چې تاسې اسلامي نظام غواړئ، دا خو ستاسې پر خپل ځای غوښتنه ده، خو موږ غربي تمدن ته ضرورت لرو ځکه هغوی د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لري، بې د هغوی له کومک څخه موږ کله ترقي او پرمختګ کولای شو.

جواب:
1. اسلام تاسې د ساینس او ټکنالوژۍ له زده کولو څځه نه منع کوي بلکې دا یې پر مسلمانانو فرض ګرځولې ده چې همدغه علوم باید دوی تر نورو زیات زده کړي، که نه نو د الله په وړاندې مسؤل دي، پیغمبر(ص) فرمایي: علم د مؤمن ورک شی دی هر چیرې چې یې پيدا کړي لومړی حق دده دی چې زده یې کړي ولې چې پر ده باندې یې الله تعالی زده کول فرض ګرځولي دي.

عصري علوم د هیڅ چا په انحصار کې نه دي، موږ یې له هره ځایه زده کولای سو، زموږ ددې ځای خلګ غرب ته تللي دي، هلته یې په لوړه سویه علوم حاصل کړیدي، هغه په ډير شوق سره حاضر دي چې له موږ سره کومک وکړي، په شرق کې هم موږ لوی لوی علماء لرو خو موږ یو داسې نظام ته ضرورت لرو چې ملي او خپلواک وي او موږ ته د علم زده کولو موقع راکړي، زموږ سیاسي نظامونه د غرب په انحصار کې دي، هغوی یې رهبري کوي.

2. موږ د عصري علومو او پرمختګ پر سر له غرب سره نه اختلاف لرو او نه رقابت، علم د ټول بشر ګډ میراث دی، وطن او ملت نه پیژني.

زموږ اختلاف له غربي مادي تمدن سره پر دې دی چې هغوی یوازې د انسان د ژوند مادي برخې ته متوجه دي د انسان معنوي او اخلاقي برخې یې له پامه غورځولي دي، هغوی وایي چې انسان یو نوعه د حیوان ده هغه غوښتنې چې حیوان یې لري د انسان د ژوند اساسي غوښتنې هم هغه دي، د دوی دا فکر انسان له خپله ډير لوړ مقام څخه راکښته کوي او د ژوند عالي اهداف چې باید ویې لري له مینځه وړي او په ژوند کې یې له سختو مشکلاتو سره مخامخ کوي.

3. زموږ عقیده او نظر دادی چې دا کائنات یو خالق او پالونکی لري چې حاکم یې هم دی، هرڅه د هغه ذات په اراده او امر سرته رسیږي، هغه ذات ټول مخلوقات په ډیر ښه او موزون ډول ټول خلق کړي او یو له بله سره همږغي او همکاره کړیدي.

د هر مخلوق د بدن جوړښت د هغه له دندې سره بلکل په موافقت کې دي او هم یې د کار د سرته رسولو لپاره په فطري ډول لارښوونې ورته کړیدي چې بې له استاده هر موجود په ډير ښه ډول خپل کارونه او مسؤلیتونه سرته رسوي، ددې کائناتو دا عالي همآهنګه او ثابت نظام د تصادف پر بنیاد په وجود نه سي راتلای دا نه عقل مني او نه فطرت او نه منل یې د حق له منلو څخه بغاوت دی.

4. زموږ غوښتنه له ماده پاله انسانانو څځه داده چې راسئ د هغه یوه الله حاکمیت او قانون ومنو کوم چې د هغه پر وجود او کاملو صفاتو باندې د نړۍ ټول مخلوقات، نظام او زموږ خپل عقل او فطرت دلالت کوي، د هغه قوانین په ټولنه کې د عدالت، برابري، ورورګلوي، امن او محبت ضمانت کوي ځکه د هغه ذات په وړاندې ټول انسانان د بندګانو حیثیت لري؛ سره برابر دي.

5. ولې که موږ د انسان حاکمیت او قانون وغواړو، بیا به بعضې انسانان د نورو خدایان او مطلق العنان حاکمان جوړیږي، د محدودو کسانو د مال قدرت او شهوت د حرص غریزه به د ټولو انسانانو د حقوقو په غصب او لوټ کولو نه مړیږی، همیشه به په دې دنیا کې بې عدالتي، ظلمونه، شخړې، کرکې او نفرتونه موجود وي، عصري علوم او وسایل به د یو څو کسانو د قدرت د ساتلو په خاطر د عامو انسانانو د زورولو او خوارولو په مقصد کارول کیږی لکه همدا اوس چې یې عملاً وینو.

نوربیا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx