د روژې مبارکه میاشت

روژه؛ پېژندنه، شاليد، فضايل، حکمتونه، روغتيا او احکام – مفصله څېړنه

الله عزوجل د روژې مياشتې داخلېدلو سره پر خپلو بندګانو باندې يو حکم واجبوي، هغه روژه ده.روژه د رمضان دمياشتې داخليدو سره د هر مسلمان کور کې مېلمنه ده.

الله تعالی روژه دې لپاره نده فرض کړې چې خلک دې لوږه تېره کړي، بلکه دې لپار يې فرض کړې ترڅو د هغه بندګانو کې تقوی راشي، نفسونه مهذب شي، د شهوتونو له بنده ازادي و مومي او خپلو معنوياتو سمولو ته يې پاملرنه پېداشي.

روژه انسان الله ته نژدې کوي، له غوره بندګانو څخه يې ګرځوي، همدې مېاشت کې الله تعالی ډېرو خلکو ته بښنه کوي، په سمه لار د تللو توفيق ورکوي، او ټول او د ژوند مسير يې بدل کړی ، باېد له ځان سره هوډ ونېسو ترڅو همدا رژه زمونږ د هدايت روژه وي.

روژه د بدلون مېاشت ده. دې مېاشت کې هر انسان د خپل تېر کال کړونو بيا لېدنه کوي، لږ تر لږه هر شپه پخپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانتيا ښايې، او توبه باسي، دی د خپل ژوند مسير په همدې شپو کې بدلوي، نو ځکه ورته تېر ګناهونه بښل کيږي، الله دې توفیق راکړي چې همدې روژه کې مو پاتې ژوند مثبت بدلون ومومي.

روژه برسيره پردې چې انسان الله تعالی ته نژدې کوي، جسما يې هم روزي. هغه روزنه ورکوي چې بل يو عبادت او يا کومه بله کړنه داسې روزنه نشي ورکولای، د يوه سياست مداره انسان همت لوړوي او پرځان باور پکې پېدا او زياتوي يې، د پوځي مجاهد مورال قوي کوي او دهر ډول مشکل مقاومت پکې پېدا کوي، په وګړېز ډول انسان کې د مسؤليت احساس او ټولنېز ډول پکې همدري، محبت او ريښتينولي پيداکوي، د مریض صحت رغوي او جوړ له امراضو ساتي، غريب کې صبر پېدا کوي، او مالداره کې غريب سره د مرستې او لاسنيوي درد پېدا کوي.

روژه پداسې يوه مېاشت کې فرض ګرځي چې قرآن پکې نازل شوی، هغه قرآن کوم چې د رب العلمين کتاب او خبرې دي، هغه قرآنکرېم کوم چې د بشريت لارښود دی، هغه قرآن کوم چې وروستی اسماني کتاب دی، هغه قرآنکريم کوم چې په اشرف الانبيا محمد صلی الله عليه وسلم نازل شو او رسالت او نبوت پرې پای ته ورسېد، او دايې مقام او فضليت نور هم پورته کوي، نو ځکه خو ورته د قرآن مېاشت وايې لکه؛ الله ـ تعالی ـ فرمايې: ( شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدى للناس وبينات من الهدى والفرقان فمن شهد منكم الشهر فليصمه ومن كان مريضا أو على سفر فعدة من أيام أخر يريد الله بكم اليسر ولا يريد بكم العسر ولتكملوا العدة ولتكبروا الله على ما هداكم ولعلكم تشكرون) .

ژباړه: رمضان هغه مياشت ده چيگ په هغيگ كشگيگ قراّن نازل كؤاى شو چيگ د انسانانو له پاره له سره تر پايه هدايت دى او داسيگ خگركگنديگ لارشگودنيگ په كشگيگ دي چيگ دسميگ لاريگ شگوونكيگ او د حق او باطل يو له بله په أاكگه بيگلوونكيگ دي له ديگ كبله خگوك چيگ دا مياشت ومومي، پر هغه لازمه ده چيگ دا تگوله مياشت روژه ونيسي او كه خگوك ناروغ يا مسافر وي ، نو هغه ديگ په نورو ورحگو كشگيگ د روژو شميگر پوره كؤي الله پر تاسيگ اسانتيا راوستل غواؤي، سختي راوستل نه غواؤي ، له ديگ امله تاسيگ ته داطريقه شگودله كيگإي چيگ تاسيگ دخوؤليو روژو شميگر پوره كؤاى شئ او په كوم هدايت چيگ الله تاسيگ سرلوؤي كؤي ئي ، په هغه سره د الله لويي وستائي او شكر كوونكي اوسئ. ـ تفيهم القران پښتو ژباړه ـ .

هر مسلمان که په هرځای کې  د رمضان مياشت وليدله نو روژه به نيسي، دروژې نيول يواځي د محمد صلی الله عليه وسلم په امت باندې ځانګړی فرض نه بلکه لدې دمخه په تيرو امتونو هم دغه فرض موجود ؤ؛ لکه الله تعالی فرمايې:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴾ [البقرة: 183]

ژباړه: اى موْمنانو ! پر تاسيگ روژيگ فرض كؤاى شويگ ، لكه چيگ له تاسيگ نه د مخكشگيگ پيگغمبرانو پر پيروانو فرض كؤاى شويگ ويگ ، دديگ لپاره  چيگ په تاسيگ كشگيگ د پرهيز كگارة صفت پيدا شي.

نو زه اړينه ګڼم چې لوستونکو ته د دې نېکمرغې مېلمنې په اړه يوڅه وړاندې کړم. د دې مبارکې مياشتې او پدې کې د عبادت؛ لکه: لمونځ، روژې،د قرآنکريم تلاوت، د الله تعالی په لاره کې خرڅ او جهاد فضليت. څرنګه چې دا مياشت د روژې مياشت ګڼل کيږي نو دې کې د روژې پيژندنه،مرتبه، د فرضيت حکمت او راز، فضايل، او طبي فايدې، احکام .
تعريف:

روژه لغت کې: نيولو او يا بندلو ته وايې؛ لکه:

اصطلاح کې: د عبادت په نيت د روژه ماتونکو شيانو څخه د صبا راختلو نه لمر لوېدلو پورې ځان ساتلو څخه عبارت ده.

د روژې مقام او مرتبه:

روژه د اسلام د پنځو اساسي او بنسپيزو ارکانو څخه يو رکن دی. لکه:

عن عبدالله بن عمر – رضي الله عنهما – قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: ((بُني الإسلام على خمس: شهادة أن لا إله إلا الله وأن محمدًا رسول الله، وإقام الصلاة، وإيتاء الزكاة، والحج، وصوم رمضان))؛ متفق عليه

ژباړه: د عمر ځوی عبدالله ــ رضي الله تعالی عنهما ــ ځوی وايې: رسول الله ـ صلی الله عليه وسلم ـ فرمايلي: (( اسلام پر پنځو ستنو ولاړ دی: لا اله الا الله محمد رسول الله شاهدي ويل، په سم ډول د لمانځه پرځای کول، زکاة ورکول، حج اداء کول، د رمضان روژه نيول)) دا حديث بخاري او مسلم رحمه الله تعالی روايت کړی دی.

روژه په نورو اديانو کې:

الله تعالی روژه په تېرو امتونو هم فرض کړې وه، خو زمونږ او دهغوی د روژې تر مينځ ډېر زيات توپير شته؛ لکه: مريم رضي الله تعالی عنها باندې امر شوی ؤ چې د خبرو نه دې روژه وې : {فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنْسِيًّا} [مريم: 26]

مريم عليها السلام به يواځې په اشاره خلک پوهول، او دهغې دغه روژه ( چوپتيا ) د عيسی عليه السلام له راتلو څخه مخکښې وه. د مسيحيانو په دين کې د خبرو نه روژه اوس هم شته او دا د کاتوليکي مذهب پيروانو کې رواج لري. عيسويانو کې يوه بله فرقه ده چې هغوی له خبرو څخه روژه نيول په خپل هر پيرو باندې فرض ګڼي، او دې لپاره نړی پريږدې او يواځېوالی اختياروي.

–    د مسيحيانو رواجي روژه:

دکاتوليکانو روژه: د هغې خوارک کمول کوم چې يو سړی په عامه ورځ کې په يو وخت کې خوري، او يو ځل خوړل، او يا همدا ــ د يوه وخت خوراک کمول ــ او په دوه برخو وېشل او دوه وخته خوړل، چې د دواړو وختونو ترمنځ به هېڅ شی نه خوري. د دې روژې لپاره عمر د اتلس نه تر نه پنځوس کالو پورې ټاکل شوی. پوره روژه ټوله ورځ له غوښو نه ځان ساتل دي، او جزئي روژه د ورځې يواځې غوښه خوړل دي.او نورې فرقې بيا بل ډول روژه لري.

–    يهودو به هم روژه نيوله. يهود به خپله روژه کې د خوراک،څښاک او خبرو څخه منع ؤ. د يهودو په نزد ترټولو مهمه روژه او د کال لويه ورځ د هغوی د توبې ورځ ده، چې پنځه ويشت ساعته روژه پکې نيسي، او ډېر لمونځونه کوي، خو مهم شی ورته روژه نيول دي. سړي سپين زړوکي اغوندي او ښخې سپين کالي اغوندي يا په جامو باندې سپن څادرونه غوړوي، پدې ورځ د بوټانو په پښو کول جايز ندي.

دوی نورې روژې هم لري چې شمېر يې شپږو ته رسيږي، دوی د خپلې رخصتی په ورځ روژه نه نيسي او هغه د جمعې ورځې لمر لوېدو نه د خالې ورځې د ماښام ستورو راختلو پورې ده. د روژې دوران کې يهود جماع، د غوړو استعمال او غاښونو کريم نه استعمالوي.

–    سيکان: سيکان روژه نه نيسي، او نه د دوی دين روژې نيولو ته خپل پيروان هڅوي، ځکه دوی دا عقيده لري چې روژه د انسان روح ته هيڅ فايده نه رسوي، دوی يواځې د طبي فاېدې لپاره روژه نيسي.

–    صائبين: دا د ستورو عبادت کونکي دي. دوی به د شپوږمۍ په احترام دېرش ورځې (يوه مياشت روژه نيوله)، لدې به يې نهه ورځې رب البخت ( مشتري) ته ځانکړې کړې وې، او اوه ورځې د خير رب ( لمر ). د دوی روژه کې له لمر راختو نه تر لوېدو پورې له هر ډول خوراک،څښاک نه ځان ساتل دي.

–    د اسلام نه مخکې په عربو کې هم د له خبرو څخه روژه کېدل عام ؤ. د جاهليت دور ــ اسلام نه مخکې پير ــ روژې ته به يې ” الضَرْس ” وايه مانان يې د ــ  تر شپې پورې چوپتيا ــ او ځينو عربو د اسلام نه وروسته هم دغه روژه نيوله.

وايې: ابو بکر ــ رضي الله عنه ــ زينب نومې يوه ښځه وليدله چې خبرې يې نکولې، نو ويې ويل: دا ولې خبرې نکوي؟ هغوی ورته وويل: نو ابو بکر ــ رضي الله عنه ــ ورته وويل: خبرې وکړه؛ ځکه دا ډول روژه جاېز نده، دا د جاهليت عمل دی، نو خبرې يې شروع کړې.

ځينې بيا د خوراک او څښاک نه روژه کې سره توپير لري؛ لکه مسيحيان د هغوی ځينې روژې د وچې د حيوناتو له خوړلو څخه وي، او ځينې روژې يې د سمندري حيواناتو له خوړلو څخه وي، او بل ډول روژه يې د روژه ماتونکو شيانو يوه شپه او ورځ ځان ساتل.

او بوديان خپله روژه کې د لمر راختلو نه تر لمر لوېدلو پورې له خوراک، څښاک او کوروالي څخه ځانونه ساتي.

او د يهودو روژې توپير لري؛ ځينې يې يوه شپه، ځينې يوه ورځ، ځينې يوه حصه د شپې اويوه حصه د ورځې وي، او ځينې بيا د ماسخوتن لمانځه نه تر د سبا لمر لويدلو پورې روژه نيسي.

دا ټول اديان د روژې نيولو کې د اسلام پڅېر له ځانګړتياوې او امتيازاتو څخه محروم دي.

په اسلام کې د روژې اصلي موخه: رازونه او حکمتونه:

روژه د الله تعالی له احکامو څخه يو حکم دی. الله جل جلاله حکيم ذات دی، هيڅ کار يې له حکمت نه خالي ندی، د هر حکم شاته يې د انسانانو د دنياوي او اخروي ژوند د ابادی او نېکمرغی يو راز پروت دی.

روژه هم يو الهي حکم دی، ډېر حکمتونه لري، هر عالم تر خپل علمي توانه کوښښ کړی ترڅو دا حکمتونه خلکو ته را برسيره کړي، او دې عبادت لورې ته يې ليوالتيا نوره هم زياته شي. خو بيا هم له ډېر رازونو او حکمتونو څخه انساني عقل او فکر عاجز دی، خو د وخت تيرېدل او د علومو پرمختګ به د دې سپېڅلي حکم نور رازونو هم انساني علم کې زيات کړي.

زه غواړم دلته له هغو حکمتونو څخه کوم چې الله تعالی په صراحت سره بيا کړي، او يا رسول الله صلی الله عليه وسلم راښوولي، او يا عالمانو درک کړي يو څو وړاندې کړم:
لمړی:

الله عزوجل ته نژدېکت:

روژې نيولو سره مؤمن الله تعالی ته نژدې کيږي، او داځکه چې روژه نيونکی د الله تعالی خوښي په خپلې خوښۍ او غوښتنې باندې وړاندې کوي، او خپله خوښي د هغې د رضا لپاره پريږدي. د انسان دغه ډول قرباني الله تعالی ته ډېره غوره ده.

دويم: تقوی:

د روژې اصلي موخه انسان کې تقوا پيدا کول دي، لکه: الله ـ تعالی فرمايې ـ :   ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴾ [البقرة: 183] ژباړه: اى موْمنانو ! پر تاسيگ روژيگ فرض كؤاى شويگ ، لكه چيگ له تاسيگ نه د مخكشگيگ پيگغمبرانو پر پيروانو فرض كؤاى شويگ ويگ ، دديگ لپاره  چيگ په تاسيگ كشگيگ د پرهيز كگارة صفت پيدا شي.

د روژې هغه ځانګرتياوې چې انسان کې تقوای زيږوي:

–    پټوالی: روژه پټ عبادت دی، غير له روژه نيونکي او الله تعالی هېچاته نه ښکاري.
–    دوام: روژه د شل او لس دقيقو عبادت ندی، بلکې يوه مکمله ورځ ده.
–    پرېښودل: روژه نيونکی مباح کارونه پريږدي، لکه: څښاک، خوراک، او جماع، نو حرم خو بيخې پريږدې چې دروغ….
–    ډېر لږ عمل او ډېر ثواب: روژه کې د هر يوشي ثواب څو چنده وي، نو مؤمن خپله دېته اړ کيږي ډېر عبادت وکړي.
–    قرباني: انسان کې قرباني پېدا کوي.

دريم: تهذيب :

د روژې موخه تعذيب ندی چې خوراک او څښاک  پريږده، بلکه تهذيب دی ترڅو د انسان ژبه، غوږونه،سترګې، خېټه، فکر او د بدن غړي له ناوړه کارونو روژه وي؛ لکه: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ  ـ رضي الله تعالی عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ ـ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ـ قَالَ : (مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ وَالْجَهْلَ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ ).

څلورم: شکر:

روژې سره مالداره او غني انسان د لوږې درد احساسوي، دې سره د غريب له حاله خبريږي، او د الله تعالی د دې فضل او احسان چې مال يې ورکړی شکر باسي.
همداشان د خپل صحت اهميت ورته معلوميږي، د الله تعالی د نعمتونو څخه خوند اخلي او شکر يې اداء کوي.

پنځم: نرمي:

کله چې يو انسان يو درد پخپله محسوس کړي، نو بيا به هېڅلکه د اخته انسان سره بده رويه ونکړي، د غريب ليدلو سره به د خپل روژه ماتي کې د خوراک او څښاک د حلالکېدلو انتظار ورپه زړه کيږي، پداسې حال کې چې ده يواځې د يوې ورځې لوږه تېره کړې او هغه هم په راحت کې!

شپږم: ټولنه کې همدردي، مينه او محبت:

کله چې روژه مالداره انسان کې يو احساس وزيږوي، دی مخکې لدې چې د خپل روژه ماتي دسترخوان ډک کړي، اول د غريب دسترخوان غم خوري،او دا کار به يې د روژې مياشتې پورې محدود نوي بلکه روژه کې ده دا درد محسوس کړ او زده يې کړه، راتلونکي کال کې بيا دی هېڅکله غريب دېته نه پرېنږدې چې د خوراک نشتوالي له کبله لوږې شپې او رځې تېرې کړي. نو د غريب هم لدې سره محبت پېدا کيږي.

برسېره پردې کله چې روژه نيونکي سره څوک جګړه کوي او يا ورته ښکنځل کوي هغه ورته هېڅ ځواب نه ورکوي، او ورته وايې: روژه يم. نو دې عکس العمل سره د مقابل لوري زړه څخه کرکه او نفرت وځي او محبت ځای نيسي.

اووم: صحت:

دا حکمت نن ساينس رابرسيره کړ. روژه د انسان صحت کې ډېر مهم رول لري؛ دامو د روغتيايې فاېد تر عنوان لاندې لږ تفصيل سره بيا کړی.

د رمضان د مېاشت فضايل:

الله تعالی فرمايې: شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدى للناس وبينات من الهدى والفرقان البقرة:[ ۱۸۵]

دومره کافي  ده چې الله تعالی دغه مياشت د قرآنکريم د نزول مياشت ګڼلې. او بل پدې مياشت کې يوه شپه ده چې هغې کې عبادت د زرو شپو نه غوره دی. لکه فرمايې:
إنا أنزلناه في ليلة القدر . وما أدراك ما ليلة القدر . ليلة القدر خير من ألف شهر .

د رمضان مياشت کې روژه نيول بې کچې ډېر ثواب لري، انسان ته ناممکنه ده دومره ډېر ثوابونه په بله مياشت کې ومومي، موږ لپاره الله تعالی له خپل فضله په کال کې دغه مياشت د خپلو نيکيو زياتولو او الله تعالی ته د نږدېکت يو په زړه پورې موقع راکړی؛ چې پدې اړه به يوڅو نبوي ارشاداتو ته راځم:

عن أبي هريرة – رضي الله عنه – أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: ((مَن صام رمضان إيمانًا واحتسابًا غُفر له ما تقدم من ذنبِه))؛ متفق عليه
ژباړه: ابو هريرة ـ رضي الله عنه ـ رسول الله ـ صلی الله عليه وسلم ـ نه روايت کوي، چې فرمايلي يې دي: هر چا چې د رمضان مياشت کې روژه په ايمان او د ثواب په نيت ونيوله نو تير ټول ګناهونه به ورته وبښل شي.

محدثين د دې حديث په شرحه کې وايې:

ايمان نه مراد: د روژې په فرضيت باندې عقيده لرل دي.

او له احتساب نه مراد: روژه د ثواب په نيت ونيسي او دهغې اجرونو او ثوابونو باندې فايز کېدلو لپاره يې په ليوالتيا او د نفس خوښۍ سره ونيسي، داسې نه چې روژه هسې يو پيټی و ګڼي، او دهغې د اوږدو ورځو د تيريدو په لټه کې وي، بلکه دی بايد دې روژې سره خپل رب له ځانه راضي کړي، او رب چې ترې څنګه روژه غوښتې هماغسې يې ونيسي. کله چې په روژه کې د خپلو غوږونو، سترګو، ژبې او د بدن د غړو ساتنه وشوه نو بيا د پوه شه چې الله تعالی درنه راضي او ګناهونه دې بښل شوي دي.
د رمضان مياشت داخليدلو سره د جنت دروازې پرانستل کيږي، او جهنم دروازې تړل کيږي؛ لکه:

أبي هريرة – رضي الله عنه – أن النبي – صلى الله عليه وسلم – قال: ((إذا دخل رمضان فُتحت أبواب الجنة، وغُلِّقت أبواب جهنم، وسُلسلت الشياطين))؛ مُتَّفق عليه
ژباړه: کله چې د رمضان مياشت داخله شي د جنت دروازې پرانستل شي، او د جهنم دروازې بندې شي، او شيطانان و تړل شي.

دې حديث کې د دې مياشتې عظمت او لويې ته اشاره ده، ترڅو خلک د نيکيو لورې ته مخه کړي، او له بديو ځانونه وژغوري، او دا هم يواځې د دې مياشتې له ځانګرتياؤ څخه ده چې شيطانان پکې تړل کيږي ترڅو د الله تعالی مخلص بندګان په عبادت کې ګډوډ نکړي او هغوی ته په کوم نيک کار کې خنډ واقع نشي، نو دا هم د الله تعالی پر خپلو بندګانو باندې يوه ځانګړې پيرزوينه ده چې دهغې دښمن ورڅخه تړي، خو دلته روژه نيونکی هم بايد ډېر ويښ او بيداره اوسيږي ترڅو لټي ترې ونشي ځکه الله تعالی ترې شيطان منعه کړی نو پدې هم د ده خواهشات دومره غالب نشي چې له نيکيو يې پاتې کړي.

د دې مبارکې مياشت يوبل فضليت دا دی چاچې دې مياشت کې د شپې عبادتونه وکړل او هره شپه يې په عبادت تيره کړه نو تير ګناهونه به ورته وبښل شي؛ لکه:
عن أبي هريرة – رضي الله عنه – أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: ((من قام رمضان إيمانًا واحتسابًا غُفر له ما تقدم من ذنبه))؛ متفق عليه
ژباړه: ابو هريرة ـ رضي الله تعالی عنه ـ له رسول الله ـ صلی الله عليه وسلم ـ څخه روايت کوي، فرمايې: هر چاچې رمضان مياشت کې قيام الليل ايمان سره د ثواب په نيت وکړ نو مخکيني ګناهونه به ورته و بښل شي.

دغه ؤ د دې مياشې فضايل اوس به د روژې فضايلوته راشو:

د روژې فضايل:

الله تعالی ته روژه ډېره خوښه ده. روژه ځان کې يوڅه ځانګړتياوې لرې چې هغه نورو عبادتونو نه موندل کيږي، يو يې د روژې حالت دی؛ روژه پټه وي، تر هغه چې تا يوچاته نوي ويلې نو هيڅوک په تا نه پوهيږي. څرنګه چې روژه په کيفيت کې له نورو عبادتونو توپير لري دغه راز په اجر کې هم له نورو ډېر توپير لري؛ لکه:
أبي هريرة – رضي الله عنه – أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: ((قال الله: كل عمل ابن آدم له إلا الصيام؛ فإنه لي وأنا أجزي به))؛ متفق علیه
ابي هريرة ـ رضي الله عنه ـ له رسو الله ـ صلی الله عليه وسلم ـ څخه روايت کوي چې فرمايې: الله تعالی فرمايلي: هر انسان ته به د هغه د عمل اجر وي مګر روژه؛ ځکه روژه ما لپاره ده او زه به د هغې اجر ورکوم.
يعنې الله تعالی به روژه نيونکي ته د روژې بې حسابه اجرونه او بدلې ورکوي.
روژه ډال دی: بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم روژې ته ډال وايې؛ لکه:
عن أبي هريرة – رضي الله عنه – أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: ((والصيام جُنة))؛ متفق عليه
ابو هريرة ـ رضي الله تعالی عنه ـ نه روايت دی چې ر سول الله ـ صلی الله عليه وسلم ـ فرمايلي: روژه ډال دی.
روژه خپل نيونکي ته د جهنم له اور نه ډال دی. او همدا روژه به يې له اوره ساتي.
د روژه نيونکي د خولې بوي:دې عبادت سره د الله تعالی د مينې يوبل مظهر پدې حديث کې ډېر ښه ځليږي، چې الله تعالی ته د روژه نيونکي د خولې بوي د مسکو نه غوره دی؛ لکه:
عن أبي هريرة – رضي الله عنه – أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: ((والذي نفس محمد بيده لخُلوف فم الصائم أطيب عند الله من ريح المسك))؛ متفق عليه
ژباړه: ابو هريرة ـ رضي الله تعالی عنه ـ نه روايت دی چې ر سول الله ـ صلی الله عليه وسلم ـ فرمايلي: په هغه ذات مې دې قسم وي چې د محمد ـ صلی الله عليه وسلم ـ روح د هغه په لاس کې دی، د روژه نيونکي د خولې بد بويې الله تعالی ته د مسکو له بوي ډېر خوښ دی.
عام انسانان د روژه نيونکي د خولې له بد بويې طبعا ډېر تنګيږي، پخپله يې هم څوک نشي برداشت کولی، خو الله تعالی ته څومره غوره دی! د مسواک د استمعال پواسطه د دې بوي لمينځه وړلو په اړه به د احکامو د بحث لاندې د علماؤ نظرونه وړاندې کړو.
د روژه نيونکي لپاره دوه خوښۍ: الله تعالی روژه نيونکي ته دوه خوښۍ ور په برخه کوي، يوه دنيا کې که چې روژه ماتوي او د اذان اورېدلو او يا لمر لوېدو په انتظار ناست وي، او دويمه خوشحالي په اخرت کې کله چې د الله تعالی ليدنه کوې، د الله تعالی لېدنه ډېر لوې نعمت دی ـ الله مودې په برخه کړي ـ؛ لکه:
بي هريرة – رضي الله عنه – أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: ((للصائم فرحتان يفرحهما: إذا أفطر فَرِح، وإذا لقي ربه فَرِح بصومه))؛ متفق عليه
د ابو هريرة ـ رضي الله تعالی عنه ـ نه روايت دی رسول الله ـ صلی الله عليه وسلم ـ فرمايلي: روژه نيونکي ته دوه خوشالۍ دي: کله چې روژه ماتوي، او کله چې له خپل رب سره ملاقات کوي او پخپلې روژې خوشحاله کيږي، يعنې د روژې اجر ورکړای شي.
د الله تعالی ليدنې سره به دته جنت ته د تللو زيری ورکړای شي، ځکه د الله تعالی ليدنه هرچاته نه په برخه کيږي، او دا به انسان ته د ترټولو لويې خوښۍ ځای وي.
روژه په ثواب کې سيال نلري: بل داسې عبادت نشته چې د روژې ځای ونيسي، لکه:
أبي أمامة الباهلي – رضي الله عنه – قال: أتيتُ رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فقلتُ: مُرني بعمل يدخلني الجنة، قال: ((عليك بالصوم؛ فإنه لا عِدلَ له))، ثم أتيته الثانية، فقال: ((عليك بالصيام))؛ رواه أحمد والنَّسائي
د ابو امامة الباهلي رضي الله عنه ـ وايې: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلم: ورته مې وويل: داسې يوکار راوښايه چې جنت ته مې داخل کړي، راته يې وويل: روژې ونيسه، ځکه روژه سيال نلري، بيا ورته راغلم، بيا يې راته وویل: روژې ونيسه.

د روژه نيونکو قسمونه:

ځينې روژه نيونکې يواځې د صحت لپاره روژه نيسي، هغوی د عبادت او فريضې پرځای کولو نيت او اراده نلري، يواځې هماغه داکتر نه يې چې څه اورېدلې هماغه لارښونې پرځای کوي، او مقصود يې روغتيا وي.
ځينې روژه نيونکي يواځې د خوراک او څښاک نکولو ته روژه وايې، هسې خپل جسم ته تعذيب ورکوي ترڅو خپل ګمان سره الله تعالی ته خپله غاړه د دې فرضيې په اداء کولو خلاصه کړي.

دا داوړه ډلې د روژې د مقصد او حکمت کوم لپاره چې الله تعالی فرض کړې ډېر لرې دي.
يو هغه روژه نيونکی دی کوم چې روژه د الله تعالی لخوا يوه فريضه ګڼي، او د پوره ادابو سره يې پرځای کوي، دا هغه دی کوم چې د روژې له اصلي مقصده خبر دی.

د روژې روغتيايې ګټې:

الله تعالی پخپل کتاب کې فرمايې:  وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ.
یقينا روژه د خيرونو نه ډک عبادت دی. روژه سره د دې چې لوی عباد ت دی، الله تعالی ته ډېر خوښ او د انسان معنوي روزنه کوي؛ د انسان بدن هم ښه روزي له ډېرو ناروغتياګانو څخه يې ژغوري، راځي وګورو داکتران د روژې په اړه څه وايې، او کومې ګټې ترې پورته کوي.
د انسان بدن روژې ته ډېره اړتيا لري، روژه د انسان د هاهضمې جهاز منظموي، او معده يې فعاله ساتي حجرات يې ژوندي ځوان ساتي.
داکتران وايې: انسان بايد روژه ونيسي ترڅو يې جسم کې زاړه حجرات لمينځه لاړشي، او اضافي موادو وتلو ته لار برابره شي، حجرات خپلې بيولوژيکې دندې په سم ډول ترسره کړي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمان دی: صوموا تصحوا.
روژه ونيسئ، روغتيا به ومومی.

نن طب دا په تجربو ثابتوي چې روژه د روغتيا ساتلو او راګرځولو کې مهم او اساسي رول لوبوي.

داکتران وايې: د ځينو خلکو هغه خبرې سمې ندي کوم چې وايې : روژه انسان کمزوری کوي، کچېرې روژه په معقوله طريقه لکه څنګه چې اسلام (رسول الله ــ صلی الله عليه وسلم ــ نيولې) وه ونيول شي ــ لکه: يوې مياشتې پورې په مسلسل ډول د يوې ورځې په انداز د جماع، خوارک او څښاک… پرېښودل ــ  نو د انسان روغتيايې حالت کې به له مخکني حالته ډېر مثبت بدلونونه راولي، دغه ډول روژې نيول داکتران له ډېرو پرلپسې ازموينو وروسته دې پايلې ته رسولي چې د شکر، وزن کمول، د بندونو درد،د ژر بوډا توب مخنيوی، جلدي ناروغی، او هاضمې جهاز منظم او پياوړی ساتلو لپاره يو بنسټيز او اغېزناک علاج دی.

شکر:

شکر ناروغي نن نړی کې ډېره خپريدونکي ناروغي ګڼل شوې. خو روژه د دې مرض مخنيوی په وقايوي او هم معالجوي ډول سرته رسوي.
روژه د پانکراس غدې ته ارام ورکوي، پانکراس هغه غده ده کومه چې معده کې د خوږو موادو د هضم لپاره انسولين افرازوي، ترڅو يې په نشوي موادو بدل او نسجونو کې ذخیره شي، خو کله چې معده کې خواړه زيات شي د پانکراس غده يوډول ستړې کيږي او د خپلې دندې سرته رسولو کې سستيږي تردې چې دخپلې دندې سرته رسولو کې پاتې راشي، بيا خواږه مواد له وينو سره يوځای کيږي، وينه کې خواږه مواد زاتيږي تردې چې د شکرې ناروغۍ اثار ښکاره.

ځينې داکتران د شکرې ناروغۍ درملنه د کيمياوې دواګانو پرځای په روژه باندې کوي. ناروغ ته هره ورځ د لسو نه زيات او شلو نه کم ساعتو پورې د نه خوراک او څښاک توصيه کوي، او دا بايد تر درې اونيو پورې دوام وکړي، او هره ورځ د خپلې روژې پای کې لږ لږ سپک خوراک  باندې شروع وکړي، چې دې ازموينې د شکری ناروغی اخته باندې مثبتې اغېزې کړې.

روژه او وزن کمول:

روژه وزن کمولو لپاره يو ارزانه او مؤثره درملنه ده، خو پدې شرط چې ځينې اصول او لارښونې په پام کې ونيول شي.
اول: د روژه ماتي وخت له ډېر خوراک نه ځان وساتل شي، او معده ډېره ډکه نکړای شي.
دويم: د روژه ماتي وخت کې بايد له غوښې، ډودۍ، او ترکارۍ او ورته درندو غذاګانو څخه ځان وژغورل شي، ځکه دا په معده باندې فشار واردوي.

نو د څه شي څه ډول خوړل غوره دي؟

کوم شيان چې رسول الله ــ صلی الله عليه وسلم ــ خوړلي، او هغه د يوڅو خرما ګانو او لږو اوبه څښل او بيا لمونځ اداء کول، او لمانځه فارغېدو نه وروسته خپله ډوډۍ په ډېر ارام سره خوړل. دا افطار ترټولو صحي افطار ګڼل شوی دی.ځکه خرما ژر هضميږي او انسان کې بېداري او تندرستي پېدا کوي.
او که چېرې افطار په دغه ډول ونکړای شي، نو د بدن چاغوالی نور هم زياتيږي.

روژه او د زړه او عصبي سکتې مخنيوی:

روژه د انسان د وينې کوليسټرول کموي، دا هغه ماده ده چې د انسان په وينه کې وي او زياتېدل يې د وينې په شيريانونو کې د رسوب سبب ګرځي، بالاخره رګونه تنګيږي او د وينو جريان کې خلل واقع کيږي، همدا که د زړه رګونو کې وقع شو د زړه سکته او که عصبي رګونو کې واقع شو عصبي سکته پيښيږي.

روژه او د بندونو درد:

هغه وګړي سي عمرونه يې د پنځوسو او ديرشو کلونو ترمنځ دي د پښو او لاسونو بندونو کې پړوسوب او درد ناروغۍ باندې اخته کيږي، چې لاتر اوسه طب ورته کوم ځانکړی علاج ندی پيدا کړی.

روسي داکترانو د دې ناروغی علاج لپاره د روژې څخه کار اخيستی، او پوره ډاډ سره يې روژه د همدې ناروغی غېزمن علاج ګڼلی.
وايې: “کچېرې په يادې ناروغۍ اخته ناروغان تر درې اونيو په پرلپسې ډول روژه ونيسي نو جسم به يې له هغو نا پاکو او زهري موادو څخه پاک سي کوم چې ددې مرض سبب ګرځيدلی”.

د دې مرض په اړه د يوه نوي مسلمان کېسه:

سليمان وايې:” له ډېر مودې راهيسې د بندونو په درد اخته وم، نه ډېر ګرځيدی او نه سم کېښناستی شوم، په ډېرو داکترانو وګرځېدوم خو ارام مې و نه موند، يوځل مې ملګري اسلام ته بلنه راکړه… زه پداسې حال کې مسلمان شوم چې د روژې مېاشت ډېره رانژدې وه، کله مې چې د رمضان د مېاشتې روژه ونيوله لدې ناروغی مې نجات وموند!”
بياوايې:
“روژه کې مې ډېر برکاته ليدلي. کچېرې تاسې روژې ته زما تياری او خوښي ووينی، نو داګمان به وکړی چې نوی زلمی دی نه له پنځه څلويښتو پورته سړی!!!”

د روژې اداب:

ځينې اداب واجب دي، او ځينې مستحب.

ځينې هغه اداب چې واجب دي: د فرض لمونځونو پرځای کول، او پوره پاملرنه پرې ساتل، د ټولو ارکانو او شروطو سره يې په جماعت اداء کول. او ټول حرام کارونه که قولي وي يا فعلي پرېښودل، لکه: ښکنځل، غيبت، چغلي، سپکې خبرې کول، او خپلې سترګې له پرديو ښځو ساتل، او غوږونه له حرامو اورېدلو ساتل او دغه راز خيټه له حرامو خوړو ساتل، ځکه روژه خو دېته نه وايې: چې ته خپل رب لپاره مباح او حلال شيان پريږده او حرام کاورنه کوه. او نه روژه يواځې په خوراک او څښاک پورې محدوده ده، ځينې عالمان وايې: روژه کې تر ټولو اسانه کار د خوراک او څښاک پرېښودل دي.

جابر رضی الله عنه به د روژې په اړه ويل: کله دې روژه نيوله نو په غوږ، سترګه او ژبه دې هم له درواغو، ګناهونو او ګاونډيانو ته له ضرر رسولو روژه کوه، ښايې سي د روژې په ورځ ډېر ارام و اوسيږي، د روژې ورځ دې بايد له نورو ورځو ډېر توپير ولري.

امام اوزعي رحمه الله تعالی ويلي: روژه په غيبت، چغلي او درواغو ويلو ماتيږي، او هر چاچې روژه کې درواغ وويل او يا يې چغلي او غيبت وکړ نو روژه د دې روژې قضائې دې راوګرځوي.

او بن حزم رحمه الله تعالی ويلي: هر چا که روژه کې ګناه پداسې حال کې وکړه چې ده ته ياد ؤ چې زه روژه يم د ده روژه ماتيږي.

او دغه راز يو بل عالم وايې: هغه څوک چې روژه کې ګناه کوي داسې دی لکه ښار چې ورانوي او کور جوړي.

او د دوی دا خبرې د رسول الله صلی عليه وسلم لدې قول څخه اخېستل شوي چې فرمايې: هغه څوک چې بې ځايه خبرې او کارونه پرې نږدي، الله تعالی د هغې خوراک او څښاک پريښودلو ته هيڅ اړتيا نلري.

او دغه راز فرمايلي يې دي: ځينې روژه نيکوي ته د لوږې تيرولو نه غير نور هيڅ نه په برخه کيږي.

او له مستحبو ادابو څخه يې:

پيشنمي کې تاخير او روژه ماتي کې عجله کول. د قرآنکريم تلاوت ډېرول، صدقات ورکول، هر ډول نيک کار ته بډې وهل.
د روژه ماتي وخت کې دعاء: ذهب الظمأ وابتلت العروق، وثبت الأجر إن شاء الله.
او نورې دعاګانې هم شته دي، دا وخت د دعاګانو د قبلېدلو دی، هرډول دعاګانې دې پکې وکړای شي.

د روژې احکام:

روژه د رمضان مياشتې ليدلو سره فرضيږي، او رمضان مياشتې ليدلو لپاره د يوې ډلې ، دوو اويا يو عادل شاهدي ـ هر يو شاهد ځانګړی حالت لري ــ د اختر مياشتې ليدلو لپاره د دوو کسانو شاهدي منل کيږي.
او که ونه ليدل شي نو د شعبان د مياشتې ديرش ورځې به پوره کوي.
روژه په هر مسلمان، بالغ، عاقل، مقيم او قادر باندې فرض ده.

د روژې ارکان:

–    نيت
–    د روژه ماتونکو شيانو څخه ځان ساتل
–    وخت ـ د صبح صادق راښتلو نه تر لمر لوېدلو پورې ـ
–    روژه نيونکی ــ هغه مسلمان، بالغ، عاقل او په روژه باندې قادر وي پرته له موانعو ــ .
د روژې خوړل يواځې څو محدودو کسانو ته روا دي:
–    هغه ناروغ چې روژه نيول ورته زيان رسوي.
–    هغه ضعيف چې د روژې نيولو توان نلري.
–    مسافر.
–    هغه ښځه چې ماشوم ته شيدې ورکوي.
–    هغه ښځه چې ګېډه کې يې بچی وي – پوهيږي چې روژه نيول يې ماشوم ته ضرر رسوي.
او په د حيض او نفاس حالت کې هم ښځه باندې روژه نيول نشته خو قضاء به يې راوړي.

د روژې کفاره:

هغه کمزوری انسان کوم چې ځان کې د قضاء توان نه ويني، نو کفاره به ورکوي.
د يوې روژې کفاره يو مسکين ته د يو وخت ډوډی ورکول دي.

د روژې ماتونکي شيان:
•    د روژې د ماتولو نيت؛ هغه نيت چې تطبيق شي.
•    قصدا خوراک او څښاک، يا هغه څه چې د خوراک او څښاک ځای نيسي لکه: هغه پېچکاري کومه چې غذايې مواد لري.
څګرټ او ورته شيان هم روژه ماتوي. ځکه؛ څګرټ عضوي ماده ـ نيوکوتين ـ لري، دا په فلتر کې ښه څرګنديږي، او دغه راز داکتران وايې: چې دود يې د سږو او هوايې کڅوړو برسيره معدې ته هم رسيږي.
فقهاء وايې:د دود او هغو عطرو ــ بخور ــ کوم چې د انسان مرۍ ته رسيږي روژه ماتوي، نو بايد ځان ترې وساتل شي خو که دود په غيرې قصدي ډول تېر شي بيا خير دی، او عام عطر بيا روژه نه ماتوي.
•    قصدا جماع.
•    قصدا قي کول.
•    حجامت کول.
•    استمناء.
•    حيض او نفاس.
•    مرتد کيدل.

مباح کارونه:

•    د بدن يخوالي لپاره غسل کول.
•    جنابت، کله چې له خوبه پاڅي بايد ژر غسل وکړي، دې جنابت سره يې روژه نه ماتيږي.
•    مسواک استعمالول.
مسواک وهل سنت دي، ځينې يې نه استعمالول پدې دليل غوره ګڼي چې الله تعالی ته د روژه نيونکي د خولې بوي خوښ دی، او دا د شهيد د وينو سره قياسوي، ځکه رسول الله ــ صلی الله عليه وسلم ــ شهيد خپلو وينو سره ښخ کړی؛ وېلي يې دې چې الله تعالی ته دا وينه د مسکو نه غوره ده. خو دا قياس له هغې ـ د روژه نيونکي د خولې بويې او د شهيد وينې ــ سره ځکه سم ندی چې د مسواک استعمال سنت دی، او دا حديث يې پر استعمال ښه دليل دی: ( مسواک د خولې پاکونکی او رب راضي کونکی دی )
•    خوله او پزه بې له مبالغې پرېمېنځل.

لیکوال: محمد کروړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx