ټولنیزه برخه

تاسې او هغوی؛ څومره توپير؟

محمد وقايت الله وقار

تاسې په بې شمېره نعمتونو کې رالوي شوي ېئ، زوکړه مو پداسې وخت کې وشوه چې ستاسو په کورنۍ د هيڅ راز نعمت کمی نه ؤ، ستاسو پلرونو له ډېرې خوښۍ ديګي په نغريو کېښودل او ستاسو خپل خپلوان ېې راوبلل… خو هغوی ته دومره نعمتونه نه دي رسيدلي، هغوی چې څنګه وزيږېدل، د غربت او فقر په فضاء کې ېې سترګې وغړولې، نه پرې چا خيرات باندې کړ او نه ېې دومره مبارکيانې وشوې…

تاسو چې کله خاپوړې شروع کړې، نو سمدواره مو بابا په ځان بل نظر ومانه، کلي ته ېې لوی خيرات وکړ او د کلي واړه او زاړه ټول ېې يو ځل بيا مېلمانه کړل، خو د هغوی د خاپوړو په پيل وخت څوک پوه نه شول…

تاسو چې کله په خبرو پوه شوئ، ستاسو د کورنۍ سربېره د کلي او ګاونډ خلکو هم درسره مينه کوله، ستاسو په کوچنيو خولو هرې خبرې آن کنځلو هم هغوی ته خوند ورکاوه، ټولو تل هڅه کوله، چې تاسو وګړوي، خو هغوی دومره ناز نه وو ليدلی، بلکې چې کوچني به هم ول، بده خبره به ېې بده ګڼل کېده او ښې خبرې به ېې ډېرو کمو خلکو اورېدې…

ستاسو د سنت ګيرا لپاره نور خيراتونه باندې شول، پلرونو ته مو د مبارکۍ پيغامونه راولېږل شول، تاسو ته ډالۍ ګانې راوړل شوې او لکه د يو جشن په څېر دا مراسم هم ښه په جوش او خروش پای ته ورسېدل، خو د هغوی د سنت ګيرا په مراسمو کې نه چاته ډالۍ ورکړل شوې او نه هم جشنونه پرې وشول…

تاسو چې لږ ستر شوئ، په عصري ښوونځيو او مدرسو کې داخل شوئ، هلته مو ډېرې زده کړې وکړې، خو هغوی داسې ښوونځي نه لرل، يواځې د جومات ملا امام ته به سيپارې په لاس ورتلل، هملته به ېې د ديني زده کړو، اخلاقو او تربيې سربېره د وخت نور اړين علوم هم زده کول…

تاسو هم ځوانان شوئ او هغوی هم ځوانان ول، خو ستاسو او د هغوی په ځوانۍ کې ډېر توپير شته، په جسمي او ذهني، فطري قوت کې مو خاص فرق نه ښکاري، توپير مو يواځې په کمال، د کمال په لاسته راوړنه او په بيلابيلو کمالونو باندې د ځان په رنګولو کې دی!

هغوی سره ددې چې د زده کړې، روزنې او لوړو موخو ته د رسېدنې دومره امکانات نه درلودل، خو په خپلو لوړو همتونو او قوي هوډونو د کمال او جمال ستوري شول، د هغوی اتلس کلن ځوان به د وخت په مروجه علومو ګاڼل شوی ؤ، د غوره قيادت، خدمت، اخلاقو، تربيې او تزکيې بېلګې به وې،د زده کړو تر څنګ به ېې لږ تر لږه يو کسب هم زده ؤ، د خير په خپرونه به ډېر حريص ول او د هر راز بديو او باطل په خلاف به د مبارزې ډګر ته راوتل…

خو مونږ او تاسو د هغوی د کړنو او تګلارو خلاف روان يو، اتلس کلني لا څه چې تر اته ويشت کلن کېدو پورې مو نيمګړې زده کړې بشپړې کړې نه وي، زمونږ هغه تن چې په علم کې تر نورو لږ مخکې شي، د کسب په زده کړه پسې نه ګرځي، د اخلاقو د سمون او علم ته د عملي بڼې د ورکولو پروا نه کوي، د خير د خپرونې په فکر کې نه وي، د لا زياتو کمالونو د لاسته راوړلو تلوسه ورسره نه وي او له بل لوري زمونږ ډله ډېری هغه کسان جوړوي، چې يا خو بيخي د زده کړو مينه وال نه دي او ياېې هم په نيمګړې زده کړې بسنه کړې ده …

هو، هغوی چې تېر شوي مسلمان ځوانان دي، له تاسو سره چې اوسني مسلمان ځوانان يئ، همدومره توپير لري، که مونږ ددغه توپير د له مينځه وړلو لپاره راپاڅو، نو پرته له شکه چې د هغوی په څېر به د دنيا او آخرت کامراني، خوښي او لوړوالی زمونږ هم په برخه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx