ټولنیزه برخه

څنګه ځان له خفګان او ډیپریشن څخه وساتو؟

منيب احمدزی

که نن سبا معاشري ته مونږ او تاسې فکر وکړو. هر یو سړی له خپل ژوند نه تنګ وي. کله وایې چې ډیپریشن مرض لرم، کله وایي چې وسواس رالویږي، د دنیا غمونه به په ده باندې انبار پراته وي، حتیٰ کله کله یو نیم خو لاخودکشي هم وکړي، خو ددې ټولو لامل د الله تعالیٰ جل جلاله د ذکر نه غفلت ده ځکه الله تعالیٰ جل جلاله په خپل کتاب عظيم الشان کې فرمائي:

(وَمَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِکْرِیْ فَاِنَّ لَهُ مَعِیْشَةً ضَنْکًا)
ژباړه: هر هغه څوک چې د ما د ذکر نه مخ وګرځوي نو د هغه د پاره به مونږ خپل ژوند تنګ کړو.

ځینې تفسیرونو د ذکر تفسیر په قرآن کریم سره کړی ده او ځیني تفاسیرو د ذکر نه هدایت مراد کړی ده او ځینې تفاسیرو بیا خپله معنیٰ د ذکر ترې مراد کړې ده.

خو اوس باید هر یو سړی خپل ژوند ته فکر وکړي چې څومره ژوند زما عبث تیریږي او څومره زما ژوند د الله تعالیٰ جل جلاله په عبادت، په تلاوت او په ذکر باندې تیریږي.

هر مسلمان پدې مکلف دی چې ورځنۍ تقسیم اوقات جوړ کړي.

د ژوند ټولو ضروریاتو سهولیاتو خوب خوراک مطالعه هرڅه ته خپل ټاکلی وخت ورکړي.

نو که چیرته داسې ژوند سړی اختیار کړي چې په هغه کې د الله تعالیٰ جل جلاله د رضا د پاره ځانګړې پاملرنه وشي نو دا سړی به په دنیا کې هم خوشحال خوشحال وي او په اخرت کې به هم کامیاب وي.

که چیرته خپل ژوند تیرول صرف د خواهشاتو د عبثیاتو د پاره تیروي، نو بیا به په دنیا کې د ده زړه تنګ وي همیش به خفه وي خو د خفګان سبب به یې هم نه ورته معلومیږی د ډپرشن مرض به هم لري. که څومره خوشحالي په ده باندې راشي بیا به هم دی خفګان حس کوي. نو ددې ټولو د پاره یوازینی علاج د قرانکریم تلاوت او د الله تعالیٰ جل جلاله ذکر او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو باندې عمل کول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx