افغانستان

کابل ـ سروبي: د نورستان د والي پر موټریز کاروان وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نورستان د والي حافظ عبدالقیوم موټریز کاروان د وسله وال برید لاندې راغلی دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم آزادي راډیو سره د خبرو پرمهال ویلي، چې نن د یکشنبې په ورځ(چنګاښ اوله) سهار ۷ بجې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې تر وسله وال برید لاندې راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې د هارون په نوم یو ساتونکی یې وژل شوی او یو بل ټپي دی؛ خو نور چاته په کې زیان نه دی اووښتی.

د والي په خبره چې وژل شوی ساتونکی یې وراره هم ؤ، چې له تیرې څه مودې راهیسې یې ورسره د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x