نظــر

یرغله؛ ځوانيمرګه!

نور الرحمن ادين

د ښوونځي په لومړي ټولګي کې وم، چې د طالبانو د تحریک د ماتې انګازه مو تر غوږ شوه. سمدستي ورپسې د امریکايي لښکرو خړ ټانګونه زموږ د کلي په غونډیو او فصلونو کې په ټوله بې‌باکۍ سره په تلو راتلو شول!

د یرغل لومړي کلونه د یرغلګرو لپاره خورا د امن او منظرو کلونه ول. هر ځای او کلي ته چې به یې طبع وشوه بس داسې به ورروان ول؛ تا به ویل چې د خاله کره یې ځي! ښوونځیو ته به یې ډاکترانې، د ساتېرۍ وسایل او خوندورې ژوالې راوړلې.

د خدای شأن دی، په څو ورځو کې هغه د طالبانو د تحریک تر لښتو لاندې( له وېرې) مسنونه ږېرې د اوونۍ په اوږدو کې له سانتي مټرو څخه میلي مټرو او مایکرو میلي مټرو ته تنزیل وکړ! د ډېموکراسۍ د ډول انګازه په ټول درب او زوږ سره تر خلکو پورې ورسول شوه.

خلک هک پک حیران وو چې دا لا څه بلا ده؟ خو دې حیرانتیا یې ځنډ ونه وېست چې د یرغلګرو رسنیز ځواک په ټول هېواد باندې خپلې وزرې وغوړولې او خلکو ته یې د ډېموکراسۍ د ښه‌والي، عظمت او ګټو وټو فلسفه راپرانیستله:

« وا خلکو! تاسې د بیان آزادي لرئ. تاسې د رایې ورکولو حق لرئ. تاسې کولای شئ چې څه مو خوښه وي ویې کړئ، نړیواله ټولنه له تاسې سره ده او غواړي تاسې ته یو پرمختللی نظام جوړ کړي او د ترورېستانو( القاعده او طالبانو) بېخ او بنیاد وباسي!»

ځینې یې داسې نصېحتونه کول چې وار له مخې زموږ په ورځنیو عاداتو او کردارونو کې له پېړیو، پېړیو راهیسې د اسلافو( مخکینیو نسلونو) څخه په میراث پاتې او عملا مو په ژوندانه کې ترې ګټه اخیستله. لکه: د رایې او نظریې څرګندول( چې د کلي کور د ستونزو په هواري کې به مشرانو او مخورو خپل نظر وایه او فیصله به یې په قاطع اکثریت سره کوله.) او داسې نور به لس‌ګونو نور …….

خو له شل زره میله لرې خاورې راغلی پوځ او جنګي ماشین د نظامي مانورو او فکري استعمارګر او استحمارګر رسنیز ځواک پر مټ د افغاني خاورې ټول دیني، کلتوري او دودیز ارزښتونه بابېزه وګڼل. او څو د شرم لوښي اجنټان چې ټول یې د کلنو په اوږدو کې تر خپلې لښتې لاندې په امریکایي او اروپایي پوهنتونونو کې تربیه کړي وو، په بومي او اصیل افغان ملت باندې وتپل. د اوږدو، اوږدو ورستاړیو او مختاړیو په پیوند کولو سره يې (داکتر رنگین دادفر ، متفکر جهان او داسې نور) بې هویته څېرې د زور، زر او رسنیو پر مټ د قدرت په څوکۍ کښېنول.

دا غیر بومي څېرې د یرغل په سیوري کې د مادي مړښت اوج ته ورسېدل. ټوله څه یې په خپله ولکه کې راګیر کړل، دولتي چوکۍ او بستونه یې په خپلو قومونو او خېلونو کې ووېشل، په ميلیارډونو ډالرو یوازې د دوی توریستي او تجارتي غوښتنې سېرابولې!

عام مظلوم ملت د ټانګ او پاڼ تر منځ حیران پاتې شو! ددې پر ځای چې په ژوند کې یې مثب بدلون راشي، ورځ تر بلې د نزول او زوال خوا ته ورکږېدل. علت یې دا وو چې د سرمایه‌دارۍ د نظام سیوري شتمن لا شتمن کول او بې‌وزله یې دومر نيښتېزل چې د هډوکو غوړ یې هم په وچېدو شول!

لنډه به یې درته وایم؛ په ملت کې بیا څو ويښ علماء او اصفیاء( صوفیان) له محرابه راپورته شول او د خپل ولس او ملت له دې زړه بوږنوکي حالت څخه د را ایستلو په موخه یې خپل ولس او خلکو ته دا قرآني آیت او خدایي لارښوونه وریاده کړه:

«إِنَّ ٱلۡمُلُوكَ إِذَا دَخَلُواْ قَرۡيَةً أَفۡسَدُوهَا وَجَعَلُوٓاْ أَعِزَّةَ أَهۡلِهَآ أَذِلَّةٗۚ وَكَذَٰلِكَ يَفۡعَلُونَ / النمل: ۳۴ ایت»

ژباړه: بېشكه بادشاهان (د هغوى لښكرې) چې دي، كله چې دوى كوم كلي (ښار) ته داخل شي (نو) هغه خرابوي، او د هغه عزتمن اوسېدونكي ذلیله ګرځوي او دوى به هم همداسې كوي.

خلکو چې دا واورېدل نو تصدیق بالقلب یې عمل بالجوارح ته وهڅول، نو په دې غلیم پسې یې کاڼي ټول کړل، د کور راحت یې د غرونو په ګردونو او کورنۍ په لیرې‌والي سره وزغامه.

چې په پایله کې يې دا دی؛ د امپراتوریو په جرګه( هدیره) کې د یو ویشتمې پېړۍ تر ټولو د لوی، مټور او کبرجن غلیم تابوت د خښېدو په درشل کې دی!

هماغه یرغلګر چې په لومړي سر کې یې د دوی په اصطلاح ترورېستان( طالبان) غوښتل د ځمکې له نقشې بهر کړي، نن ورځ ورته د یوه ملی ازادي‌غوښتونکي غورځنګ په سترګه ګوري، چې د نړیوالو حقوقو په قاموس کې دا ډول غورځنګونه ترورېستي ګروپونه نه، بلکې داسې خوځښت دی چې؛ په خپله خاوره کې د خپلې خوښې وړ نظام د راوستلو لپاره مبارزه کوي.

افغانان به نور په خپل منځ کې له ګوته په ماشه حالت څخه؛ د غېږې ورکولو، په تېرو ټپونو د مرهم وهلو او روښانه سیاسي مستقبل ته په پام کولو سره د خوښیو پسرلي ته ور ودانګې!

ولو چې سخته ده، چې د یرغل د کرکجن پېر(پړاو) ناخوالې ژر زموږ د هغه ځوان نسل له ذهنه ووځي، چې د همدې یرغل په سیوري کې زېږدلي او تر زلمی‌توبه یې د خوښیو او ماشومانه لوبو پر ځای د توپ، ټوپک او ټانګ په ورځنیو اصطلاحاتو سره عادت
شوي دي!

که له دې دیني – سیاسي تدفین او تجهیز وزګار شو؛ نو د افغان ملت قربانۍ به بیا رنګ ومومي. ان شاءالله العزیز

سوله، سیاسي بصیرت او مصلحتونه په پام کې نیول د افغانستان پخوانی تاریخ او مجد بیا احیاء کولای شي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Noor Rahman

سلامونه او نېکې هیلې! د لیکونکي نوم کې تغیرات راغلي دي تصحیح یې داسې کېدای شي( نورالرحمن ادین) یعنی لیکنه بل چا ته منسوبه شوې ده. که لیکونکي ( نورالرحمن ادین ) ته منسوبه شي نو ښه به وي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x