افغانستان

زابل: طالبان وایي، د عسکرو او پولیسو له تېښتې وروسته د اتغر ولسوالۍ مرکز ددوی لاس ته ورغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د زابل ولایت له اتغر ولسوالۍ څخه عسکر او پولیس تښتېدلي او د ولسوالۍ مرکز او دوه پوستې له یو شمېر مهماتو سره ددوی لاس ته لوېدلې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «د زابل ولایت له اتغر ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : بیګاه شپه د اتغر ولسوالۍ له مرکز او ۲پوستو ګوډاګي عسکر اوپولیس په تېښته سره ولاړل. ددښمن په تېښته سره دیادي ولسوالۍ مرکز او پوستې او یوه اندازه مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلي دي.»

د طالبانو د خبرپاڼې په بنسټ، د ولسوالۍ له مرکز څخه په ۱۵۰۰ مترۍ کې د ادرو یو بېس هم ددوی تر کلکې محاصرې لاندې دی.

یاده دې وي، چې که څه هم تر دې دمه دولتي امنیتي ارګانونو  په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي، د اتغر ولسوالۍ له اوږدې مودې راپدېخوا د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې وه او په ولسوالۍ یې د اکمالاتو ځمکنۍ لارې بندې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x