روغتیا

د عامې روغتیا وزارت؛ هېواد کې د کرونا پېښې مخ پر کمېدو دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني وایي چې ددې وزارت د معلوماتو له مخې هېواد کې د کرونا ورځنۍ پېښې مخ پر کمېدو دي.

ښاغلي عثماني د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۱مه نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې روغتیا وزارت د کرونا ناروغي په دریو شاخصونو کې معاینه کړی ده.

د هغه په وینا، دغه درې شاخصونه د مثبتو معایناتو پایلې، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ناروغانو بستر کول او د ناروغانو نښې په سمه توګه مشاهده کول وه.

جواد عثماني وویل: «داسې انګیرل کیږي چې د کرونا ویروس د پېښو شمېر دومره کچې ته رسېدلی چې سوکه سوکه کمیږي».

هغه د کرونا ویروس د پېښو کمېدل د خلکو لپاره ښه او نیمکرغي وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې ددې مخنیوي لپاره باید روغتیایي سپارښتنې جدي عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۰۹ مثبتې پېښې ثبت کړي دي، چې په دې سره د ټولو پېښو شمېر ۲۸۸۳۳ تنو ته ورسېد.

د یادو رسمي ثبتو شویو شمېرو له مخې ۷۶۴ تنه له کرونا روغ شوي او ۵۸۱ نور مړه شوي دي. اوسمهال د هېواد په بېلا بېلو روغتونونو کې ۱۹۴۸۸ تنه فعال ناروغان شتون لري. د روغتیا وزارت د معلوماتو سره سم تر دې دمه هېواد کې یوازې ۶۵زره معاینات ترسره شوي دي.

باید وویل شي چې هېواد کې د کرونا ناروغانو او د مړو کچه له ثبتو شویو هغو څخه څو چنده زیاته ده، اوس هم ډیر ناروغان د روغتون پرځای په کور کې ځانونه قرنطین کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x